افغانستان

د بند امير ملي پارک سړک د بیا رغولو کار پيل شو

د بامیان د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د بند امیر ملي پارک د سړک د بیارغولو چارې پیل شوې
د دغه ولايت د ټولګټو چارو رييس ملا عبدالخالق حقمل د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې دغه سړک د خم نيل له څلورلارې څخه تر ملي پارک پورې د ١٥ کيلومترو په اوږدوالي سره بیا رغول
کېږي.
حقمل زياته کړه، چې د دوبي موسم پيل شوى او له زياترو ولايتونو او بهرنيو هېوادونو سيلانيان د بند امیر ملي پارک ته ورځي، په همدې موخه یې د دغه سړک د بیا رغولو چارې پیل کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *