افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت:دوحې ناسته کې ګډون ګټور نه بولو

څرنګه چې نن او سبا دوه ورځې په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو له خوا د سرمنشي ګوتیرش په مشرۍ د شلو هېوادو په ګډون یوه ناسته ترسره کیږي چې ښايي اصلي اجنډا او موخه یې د افغانستان په هکله لویدیز سره د سیمه ییزو هېوادو ملګرتیا او همغږي ترلاسه کول وي. یاده غونډه کې که څه هم اسلامي امارت ته بلنه ورکړی شوې وه خو دا چې د امارت د غوښتنو اورېدل پکې له پامه غورځول شوي و، بناءً د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل وارهلته د نه ګډون په اړه خپل دریځ روښانه او په لاندې ډول یوه اعلامیه صادره کړه:
د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دو نیمو کلونو کې له یوې خوا په کور دننه د نظام د سیاسياداري، امنیتي، اقتصادي او اجتماعي بنیادونو د ټینګښت لپاره هڅې روانې ساتلې دي؛ له بلې خوا یې د سیمې هېوادونو سره اړیکو کې ښه پرمختګ کړی دی.
همداراز اسلامي امارت د ملګرو ملتونو، غربي هېوادونو او په ځانګړې توګه متحده ایالتونو سره هم په منظم ډول د ګڼو چاینلونو له لارې د یو اړخیز نامشروع بندیزونو، تور او جایزې لېستونو او د افغانستان بانک د زېرمو د آزادولو په اړه بحثونه لرلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت په دې باور و چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملگرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټېرش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته یو بل ښه فرصت و چې پر اختلافي ټکو په کې واضحې او په نتیجه ولاړې خبرې شوې وای.
د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته واضحه کړې ده چې، که اسلامي امارت د یواځيني مسوول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به ګټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بې‌ نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.
د یادونې وړ ده، که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغېز او فشار لاندې رانه شي او دا ټکی پام کې ونیسي چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو د دې امکان شته چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي.
د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت تېر دوه نیم کلن تعامل وښودله چې که د تېرو شل کلنو ناکامو تجربو له تکرار څخه ډډه وشي، د یو اړخیزو تحمیلي پرېکړو، تورونو او فشارونو پر ځای یو واقعبینانه او عملګرایانه چلن خپل شي، نورو لوریو سره هم په دو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ کېدلای شي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *