
د بهرنیو چارو وزیر سرپرست: نړیوال دې تجارت له سياست سره نه تړي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د سیمې د سوداګرو او پانګوالو سره په جوړه شوې ناسته کې وویل هغه هېوادونه، چې موږ ته د ټول ګډونه حکومت جوړولو او امنیت د تامین مشورې راکوي، د هغوی په نسبت د افغانستان اوسنی حکومت ټول ګډونه او امنیت ټینګ دی.
یاد غونډه تېر ماښام د 5مخ
امام ابو حنیفه رح د دويم ملي او نړيوال نندارتون پر دوام د بهرنیو چارو او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د سيمې د سوداګرو او پانګه والو سره د ناستې په موخه په پلازمېنه کابل کې جوړه شوې وه.
مولوي امیرخان متقي په دغه ناسته کې وویل چې افغانستان د مرکزي او سويلي آسيا ترمنځ د سوداګرۍ او اتصال تر ټولو لنډه او غوره لاره ده.
متقي زیاته کړه، چې تېر کال د افغانستان صادرات ۱.۹ ميليارده ډالره وو، چې دا د هېواد د سوداګرۍ په تاريخ کې بېساري وو او له ټولو ستونزو او بنديزونو سره سره د افغانستان اقتصادي وضعيت ښه دی.
نوموړي همدارنګه وویل چې اسلامي امارت د کوکنارو د له منځه وړلو او د بديل کښت په برخه کې د پام وړ کار کړی دی.
سرچینې زیاته کړه، چې افغانستان د کافي اوبو، ځمکې، مناسب اقلیم او بشري ځواک په درلودلو سره د کرنې په برخه کې پانګونې ته اړتیا لري، تر څو کرنیز محصولات په ښه شکل پروسس او نورو هېوادونو په ځانګړي ډول سویلي، او مرکزي آسیا ته صادر شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت چمتو دی، د کانونو په برخه کې له خپل اقتصادي شریکانو سره ګډ کار وکړي.
نوموړي له نړيوالو څخه غوښتنه وکړه، چې تجارت له سياست سره ونه تړي او په دې برخه کې له اسلامي امارت سره ګډ کار وکړي.
په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال په یاده ناسته کې ټولو ملي او نړیوالو پانګه والو او سوداګرو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی څخه يې غوښتنه وکړه، چې په ډاډه زړه دې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د امام ابو حنیفه رح ملي او نړیوال نندارتون وړمه ورځ په پلازمېنه کابل کې پرانیستل شو او یوه اوونۍ به دوام وکړي.