
د بُست کلا د لرغونتیا په اړه بېلابېل راویتونه
د بُست کلا په جنوبي ولايت هلمند کې لرغونې کلا ده، چې د هلمند او ارغنداب سيندونو په یوځای کېدونکې نقطه کې له خپل برم سره موجوده ده.
یاده کلا چې له پورتنۍ برخې یې ټول لښکرګاه ښار معلومېږي په یوه غونډۍ جوړه شوې ده.د بُست کلا د افغانستان او آن د نړۍ په تاريخ کې ځانگړی نوم لري او ویل کېږي، چې یاده کلا د اسلام مبارک دین له ظهور نه وړاندې جوړه شوې؛ خو په دې اړه ځینې نور تاریخي روایات هم شته او دا ادعا هم کېږي، چې یاده ستره کلا نوشیروان پاچا جوړه کړې وه. د دې ترڅنګ ځینې تاریخي متنونونه ښيي، چې بُست کلا د عیسی علیه السلام له پیدايښت نه ۳۰۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې ده، چې له دې ټولو روایتونو د دغې ویاړمنې کلا تاریخي قدامت او لرغونتیا څرګندېږي. که د بُست کلا له نږدې ولیدل شي؛ نو هر لیدونکی به په دې پوه شي، چې یاده کلا په ډېر مهارت او ظرافیت سره د هغه وخت انساني زیار پر بنسټ جوړه شوې، چې په ښکلي هنري ذوق سره په کې د خټو او تیږو خښتې هم لګول شوې دي. د کلا د دیوالونو پلنوالی له ۶ مترو زیات دی او ویل کېږي، چې په دغو دیوالونو به آسونه، ګاډۍ او سرتېري د کلا له یو سره تر بل کونجه تلل. د بُست کلا مخ ته د نړۍ د عجايبو نه يو ډېر غټ ښيښک يا کمان خښ دی، چې دومره غټ کمان د نړۍ په هېڅ تاريخي اثارو کې نه دی ليدل شوی.د لرغونو داستانونو پر بنسټ بُست کلا په خپل وخت کې ستر اهمیت او ستراتیژيک رول درلود، چې سمسور باغونه، تجارت خونې، کاروان سرایونه او بازارونه یې درلودل. دغه کلا د ګڼې ګوڼې ځای و، چې څو ځله د یرغلګرو له لوري ورانه شوې؛ خو د وخت افغاني شاهانو یې په بیا مرمت او جوړولو لاس پورې کړی او اوس یې هم ډېرې برخې روغې دي، چې د افغانستان په تاریخي ابداتو کې یې د زیاتوالي یوه بله کرښه کښلې ده.
خالد مشعل