ټولنه اوکلتور

د بګرام زندان خاطرې

د معمول په څېر ماښام ناوخته را ورسېدم ستړی وم د کتابو بیک مې کېښود؛ ډوډۍ مزه نه راکوله درس مې هم سر په درد کړی ؤ دوه واړه وروڼه مې هم کابل ته راغلي وو. په دغه ورځ د ماخوستن لمونځ مې وکړو په زړه هم یو څه غمجن وم د سنـــګر ملګری مې ؤ ترې خبر شوم وای هغه یې مزار کې نیولی ده، د مزار په قول اردو یې استشهادي عملیات کړي ؤ ټول ملګری یې شهیدان شوي وو، یواځې معاذ ترې پاتې وه هغه یې ژوندی ګیر کړی ؤ د لغمان د مرکز اوسېدونکی دی، سندلی کې ننوتم د ژمې شپې وې له یو څو دقیقو وروسته په ځان نه وم پوه شوی.
د شپې مې خوب لیده چې کومانډویانو زموږ په کوټه چاپه اچولې ده او پوځي پوزیشن کې یې زموږ کوټه محاصره کړې ده یو کمانډو یې را نږدې شو شیشه یي دروازې ته یې لغته ورکړه، چې په رښتیا وو د دروازې ګړز جګ شو عملي چاپه مې په خوب لیده ، له خوب سره د رښتیا وو محاصره شوم ډیر په تیزۍ را ننوتل او زما سر ته ودرېدل، د سر له وېښتو یې ونيولم د دروازې خواته یې وار کړم پنځه شپږ عسکرو یو او بل ته په څپېړو ورسولم، بېرون يې یخ ته ودرولم پلار مې ډېر حیران حیران کتل په مخ یې د خپګان اثرات لیدل کیدل، د چاپې وهم او ترس اخیستی ؤ، په ما یې د دوی وحشیانه چلند نه لورېدۀ، خو ښه شو د پلار له سترګو یې پناه کړم ټلیفون یې را پسې راووړ وای دا د چا دی؟ ما ویل زما دی.
مخ یې واړوه وای هدف به دست امد؛ سترګې یې را وتړلې دوه نفرو له اوږو ونيولم، د اي نصف شو ما را از خواب کشیدي اوغان غو… هېڅ مې نه ویل روان وم، لاسونه مې شاته ولچک وو، قدم مې سم پر ځای نه ایښوده، عسکرو هم رشخند را باندې وهه، د دروغو به یې وویل مخکې دې اوبه دي قدم دې جګ واخله له دې سره به ټولو وخندل. رنجر ته یې چې ورسولم نه سوم ورختلی چې څنګه ور پورته شوم له شا یې په کُنداغ ووهلم او د رنجر باډۍ ته ور خطا شوم. د یو عسکر زړه را باندې بد شو، هغه بل ته یې ښکنځل وکړل وای دا قاري دی، خو په همدې یې سره جنجال شو تر اخره همدې عسکر ډاډ راکاوۀ، خیر دې اوسې لږ افغانیت پکې ؤ. صفر یک ته یې چې ورسولم یوه نيمه بجه وه، څارنوال یې له خوب را ویښ کړ، د سپي غوندې یې غپل، غوصه ؤ. زما سترګې پټې وې وار د مخه یې څپېړې پيل کړې، عسکرو ته په خطاب شو ببرش صبح باز کیش ګپ میزنیم، لاسونه مې ولچک وینې کړي ؤ یو اطاق ته یې بوتلم، پر څوکی به څنګه سړي ته خوب ورشي؟
په فرنېچر څوکۍ ناست وم مخامخ راته اوکراین جاپان بُخاری چالانده وه، پلاستيکی ولچک مې لاس کې ورو ورو تنګېده سر مې یو بغل ته ایښی وه ،پرېشانۍ وړی وم، د راتلونکې ترخې خاطرې په انتظار وم، له کړکۍ څخه لږ رڼا را ښکاره شوه، عسکر ته مې وویل لمونځ به وکړم، هغه ولاړ او بیا بېرته راغی؛ وای قومندان اجازه نه ورکوي. لږ ساعت نور هم انتظار شوم، لمر شاید راختلی ؤ، چې یو کس را ننوتلو چې موږ یې وليدلو، عسکر ته یې وویل سترګي یې ور پټې کړئ، عسکر راغلو په قهرجن انداز یې خلته سرته را واچوله او بغیر له څه ویلو یې د لاس کش سره زما له مخ لمبه پورته کړه، جهاد له موږ سره کوې؟! له غوږ مې لا د تېرې څپېړې غږ نه وو ورک شوی، چې د بلې څپېړې ښکار شوم، له ما ولاړ، زما په شان یو بل همدوسیه ته یې سر په سر څپېړې ورکړې، چې پوزه یې وينې شوه. عسکر ورته ویل بس است، څارنوال مخ را تاو کړو ویل یې، یک بار چای بخوریم.
هغوی ولاړل، موږ په خپل ځای وو څه به مو کول، لکه یتیمان چې یوې مړۍ ډوډۍ ته انتظار کوي، یتیمانو ته به ډوډۍ مزه ورکړي او وبه یې خوري، خو زموږ هېڅ هم په واک کې نه وو.
د دروازې ګړب شو چې یو ږیرې والا سړی را ننوت، زړه کې خوشحال شوم ما ویل اوس به مو دمه جوړه شي، خو ګمان مې غلط وخوت، دې ظالم داسې ظلم راسره وکړ، تا به ویل چې کوم یهودي دی، څوکۍ ته مخامخ راته ودرېده، لا د تېرو څپېړو ګنګسیت نه و ختم شوی، چې دۀ هم له پاسه څو نورې څپېړې راکړې او اخر کې یې مخامخ لغته راکړه چې د بوټ چاپ یې زما پر مخ پاتې شو. له چوکۍ و غورځېدم، لاسونو مې درد شروع کړ، پلاستیکي ولچکو بیخي قید کړم، ورته ومې ویل لاس مې ژوبل شو، بله لغته یې په لاس ووهلم او عسکر ته یې وویل را پورته یې کړه.
نور بیا…

لومړۍ برخه – قاري صدام بهیر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *