شعرونه

د بیرغ ترانه

په ناز ر پیږه د توحید او د قرآن بیرغه!

د مسلمان بیرغه

ته زموږ نښه د غیرت یې په جهان بیرغه!

د مسلمان بیرغه

ستا د ریدو لپاره! ستا لوړيدو لپاره

ملت ورکړي په لکونو شهیدان بیرغه!

د مسلمان بیرغه

د سترګو توریې زموږ! د زړوټکوریې زموږ

تابه اوچت ساتو نړۍ ته کړو اعلان بیرغه!

د مسلمان بیرغه

تاته سلام دی زموږ! دغه پیغام دی زموږ

موږ زغلولي په هر وخت ستا دښمنان بیرغه!

د مسلمان بیرغه

تا به اوچت ساتو موږ! پخپل همت ساتو موږ

د سالمزی د زړه ارزو او لوړ ارمان بیرغه!

د مسلمان بیرغه

سالمزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close