مقالی اوتبصرې

د بېکارۍ ختمولو لپاره د حکومت ګړندۍ هڅې!

ټاکل شوې د روان کال په اګشت مياشت کې د هېواد په کچه د کار ملي کنفرانس جوړ شي، تر څو په کور د ننه د بېکارۍ کچه را ټيټه او افغان ولس ته کاري فرصتونه رامنځته شي ،په ياد کنفرانس کې به د اسلامي مارت لوړ پوړي چارواکي، پوهان، عالمان، د پوهنتون استادان او نور د نظر خاوندان ګډون کوي،چې د بېکارۍ علتونه مالوم او حللارې ورته ولټول شي، په دې برخه کې د کار نړيوال سازمان هم له دوی سره همغږي لري او هڅه کوي،چې د ياد سازمان پام د افغان ځوانانو بېکارۍ ته را جذب کړي، تر څو هېوادوالو ته مناسب کاري فرصتونه برابر کړي او په غير قانوني توګه له هېواده کډوالۍ ته اړ نه شي!
په دې اړه د کار او ټولنيزو چارو وزارت ويلي، په راتلونکي کې زموږ يوازينۍ هڅه داده،چې په ټول هېواد کې د بېکارۍ جرړې ختمې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په هدف په ياد کنفرانس کې د عالمانو، پوهانو، د قلم خاوندانو او خصوصي سکټور استازو نظرونه او وړانديزونه واخلو، تر څو په کور د ننه افغان ځوانانو ته کاري بوختياوې او فرصتونه زيات شي. دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د کار او ټولنيزو چارو وزارت کې د ۵۴ امارتي ادارو د استازو په ګډون؛ د کار ملي کنفرانس په لاره اچولو لپاره لومړنۍ مشورتي غونډه ترسره کړه، ترڅو د کاريابۍ فرصتونه برابر شي،د بېکارۍ کچه راټيټه شي، بهرنۍ او کورنۍ پانګه‌اچونې ته زمينه برابره شي، له خصوصي سکتور سره نږدې همغږي جوړه شي او په ټوله کې د بېکارۍ شته ستونزې ته په واقعي توګه رسېدنه
وشي.
راځو اصلي خبرې ته چې په هېواد کې د بېکارۍ سببونه څه او کومې حللارې شتون لري؟ دا هغه پوښتنې دي،چې په لاندې کرښو کې د بېکارۍ، د اقتصادي او ټولنيزو پايلو تر څنګ مطرح شوي، چې تر ټولو لومړی يې اقتصادي اِتکا ده، چې دا مسئله د دې باعث شوې،چې موږ ونه شو کولای په اقتصادي ډګر کې هراړخيز او ګټور پروګرامونو پلي کړو،نو په هېواد کې د بېکارۍ د کچې د لوړېدو يو مهم لامل همدا دی، دغه راز د کرنې او مالدارۍ سکتور ته نه پاملرنه د دې لامل شوې، چې يو شمېر خلک دغه مسلک پرېږدي او په ډېرو مواردو کې نورو کارونو ته مخه کړي.ځينې نور عوامل هم شته لکه د خصوصي سکتور نه پياوړتيا، د بهرنيو مرستو بندېدل،د نفوس زياتوالی او د کاري ځواک د غوښتنې کموالی، له کليو او بانډو څخه ښارونو ته کډوالي هغه عوامل دي، چې د بېکارۍ په زياتېدو مستقيمه اغېزه لري!
داچې د بېکارۍ پديده د نړۍ په ټولو هېوادونو کې څه ناڅه شتون لري او د درېيمې نړۍ هېوادونو کې د دندو موندنه له خورا سختو کارونو څخه شمېرل کېږي، افغانستان هم په دې ډله هېوادونو کې راځي، چې درملنه يې متخصصينو، اسانتياوو او لا زيات وخت ته اړتيا لري، که ځه هم د اسلامي امارت مسؤلين د کار موندنې او د بېکارۍ د کچې د راټيټولو برخه کې کوټلي ګامونه اخلي او هڅې يې ګړندۍ کړې، چې د قوش تېپې، د سرپل ګازو، د کابل نوين ښارګوټي او د عينک د مسو کان استخراج کې په ترتيب سره ۳۰ زره، ۲۰ زره، ۳۵ زره، او ۳۰زره تنو ته به کاري زمينې برابرې شي، دغه راز په تېر يوه کال کې په دولتي او نادولتي ادارو کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان جذب شوي او په رسمي توګه يې دندې پيل کړې دي.
په هر حال تېرو کلونو ته په کتو د افغانستاند د کمزوري اقتصادي حالت او بیکاري اوسنۍ ستونزه نه ده، بلکې له دې وړاندې هم ډېری ځوانان په کليو او بانډو کې بېکاره ګرځېدل او ډېری وګړو د بېکارۍ له امله ګاونډيو په تېره بيا پاکستان، ايران او ترکيې ته مخه کوله، تر څو د کورنۍ لپاره يو څه وګټي او څو ورځې يې په هوساينه کې تېرې شي، نو د بېکارۍ د دوامدارې ستونزې د ختمولو لپاره په کار ده،چې په حکومتي اډانه کې [لنډمهاله،منځمهاله او اوږد مهاله] پروګرامونه ترتيب او پلي شي، ځکه د بېکارۍ د کچې راټيټول د عملي کړنو، هراړخيزو او مطلوبو پاليسيو او پروګرامونو له غوره کولو سره مستقيمه اړيکه لري،په همدې تړاو افغانستان د پراخو طبيعي زېرمو او ستراتيژيک موقعيت ته په کتو ډېر ښه ورته جوړ دی، چې د افغانانو د هوساينې او هيلو پوره کولو لپاره ښه زيری له ځانه سره لري.
په ټوله کې افغان ولس د ياد کنفرانس له جوړېدو هرکلی کوي او د کار له نړيوال سازمان او پرمختللو هېوادونو غوښتنه کوي،چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي او له اسلامي امارت سره په همغږۍ د بېکارۍ ستونزه د تل لپاره حل کړي،حکومت هم بايد په کور د ننه په ياد کنفرانس بسنه ونه کړي، بلکې د سيمې او ګاونډ له هېوادونو سره دې د دغې پديدې په اړه غونډې جوړې کړي، ځکه همدا کنفرانسونه دي، چې يوازې د ستونزو حللارې سنجوي، خو د دغې ستونزې د دايمي لرې کولو لپاره جدي اړتيا ليدل کېږي،چې نړيوال سازمانونه عملي ګامونه پورته کړي او د نړۍ له نورو هېوادونو مرسته وغواړي، تر څو ورته بنسټيز حل ولټول شي او هر افغان د پرديو هېوادونو د ودانولو پر ځای خپل پلرنی ټاټوبی ودان کړي او په دوامداره توګه خپلې خاورې ته د خدمت جوګه
شي.

آرين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *