افغانستان

د بېکارۍ کمونې په موخه د کار ملي کنفرانس جوړیږي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي چې افغان حکومت د کار ملي کنفرانس د جوړونې کارونه تر لاس لاندې لري.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي په دې اړه وایي چې د یاد وزارت له لوري د بیکارۍ د کچې او عواملو د پیدا کولو او یادو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د دولتي ادارو، خصوصي سکتور او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د کار ملي کنفرانس جوړوي. نوموړی زیاتوي د کنفرانس په پایله کې به معلومه شي، چې تر راتلونکو پنځو کلونو څومره کاري فرصتونه برابرېدلی شي.
ښاغلي ابراهیمي وړاندې وایي چې لسیزو جګړو په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه کړې او د کارونو د رامنځته کونې ګڼ فرصتونه یې په اوبو وړي دي. نوموړی وړاندې وایي چې ددغه کنفرانس تر جوړیده وروسته به د بېکارۍ لویې ستونزې په ګوته او هواري ته به یې په ګډه کار وشي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي زیاتوي چې دا کنفرانس به په نږدې راتلونکي کې د دغه وزارت په نوښت جوړ او ګڼ کورني او نړیوال کارپوهان به پکې برخه واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button