نړۍ

د بې پولې خبریالانو مشر مړ شوی

د بې‌پولې خبریالانو سازمان  وايي چې د دې سازمان مشر «کریستف دلور» په ۵۳ کلنۍ مړ شوی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان دا هم ویلي چې ښاغلی دلور ۱۲ کاله د دې سازمان مشري وکړه او د خبریالانو د حقونو د دفاع په برخه کې یې بېسارې فعالیتونه وکړل.

د بې پولې خبریالانو د ادارې په وینا، (دلور په هره وچه کې د ازادۍ، خپلواکۍ او د ژورنالیزم د ودې نه ستړی کیدونکی مدافع و. ژورنالیزم د هغه د ژوند مبارزه وه چې په زړه‌پورې توګه یې ترسره کړه.)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button