افغانستان

د تاتارستان له ولسمشر سره په هر اړخیزو مواردو بحث وشو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د کازان ناستې په څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف، د روسیې د اقتصادي ودې وزارت له مرستیال دیمیتري ولواچ او د تاتارستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر اولیګ‌ کوروبچینکوف سره لیدلي دي.

په دغه ناسته کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، کابل ته د تاتارستان ولسمشر پر سفر، په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ خونې پر پرانیستلو، د برېښنا په برخه کې پر پانګونې، د اوبو پر لېږد او د روسیې له لارې افغانستان او بیا د ولګا له لارې جنوبي اسیا ته د ټرانزیتي توکو د لېږد په برخه کې د عملي اقدام او هڅو اړوند خبرې وشوې.

د تاتارستان پلازمېنه کازان به د روانې مې میاشتې تر ۱۹مې د روسیې او اسلامي نړۍ د اقتصادي فورم د غونډې کوربه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button