لیکنېمقالی اوتبصرې

د تاريخ په اوږدو کې د جرگو او شوراګانو رول او اهمیت

د ستونزو د حل لپاره (شوراګانې او جرګې) نه یوازې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې په مختلفو بڼو یو لرغونی روایت دی،بلکې د اسلام سپېڅلي دین هم د جرګو او شوراګانو په جوړولو امرکړی، د الله پاک حکم دی، ژباړه:[تاسې شوراګانې وکړئ په خپلو منځو کې] که تاریخ ته نظر وکړو په پخوانیو قبیلوي ټولنو کې هلته،چې حکومتونو شتون نه درلود د خپلمنځي شخړو واردولو لپاره به عموماً د افرادو ترمنځ د قومي جوړښتونو په ترکیب کې د ټولنې د متنفذو کسانو لخوا لویې او وړې جرگې جوړېدې چې دې جرگو په افغاني ټولنه کې د هرې پېښې لپاره د (کاڼي) په نوم ځانگړي شفاهي خو په ضمن کې کلک قوانین درلول چې همدا اوس هم د جرگو او کاڼي په نامه هماغه پخواني رواجونه په افغاني ټولنه کې ژوندی اوکلک په ځای پاتې دي .
که د جرگو په اړه یو څو گامه نور هم د ماضي په لور لاړشو،نو په پخوا زمانوکله چې لومړني انسانان له مدني ژوند سره بلد او له یوبل سره یې اړیکې پیدا شوې،نو د پوهولو، راپوهلو لپاره یې ژبنی سیستم (گړدود) را منځ ته کړ،چې په دې توگه ورو ورو له یو بل سره بلد شول د انس او بلتیا په دې مرحله کې یې له یو بل سره خپلمنځي ستونزې هم را پیدا شوې چې ورسره سم لویو او وړو جرگو ته اړتیا ولیدل شوه، خو له لویه سره په حقیقت کې چېرته چې قبیله موجوده وي هلته جرگه او چېرته چې جرگه وي هلته به حتمي د قومي او قبیلوي مناسباتو او جوړښتونو په رڼا د جرگو په قانون عملي کېږي ځکه په ملوک الطوایفي او خپل سریو ټولنو کې د ژوند بقا د عدل او انصاف د جرگو او یا هم د عادلو حکومتونو په وضعي قوانینو کې نغښتې ده.
جرگو او مرکو په افغانستان کې د آریایانو له زمانو رواج درلود ، آریایانو د سبها او سميتي په نومونو دوې جرگې درلودې چې سبها یې کوچنۍ اوکلیوالي جرگه وه چې ژر ژر به دایرېده او اکثره ځوانان په کې را غونډېدل او دوهمه د سميتي په نوم داسې یوه سراسري او لویه جرگه وه چې د سمیتې جرګې په پرتله به په یوڅه ځنډ دایرېده ، په دغه جرگه کې به لویې کشالې حل کېدې همدارنګه د ملک په برخلیک به تصمیم نیول کېده او حتی د ملک د مشر ټاکنه به هم د همدې جرگې له لارې کېدله ، په رښتیا هم په قبیلوي ټولنو کې که جرگې او دکاڼي قوانین وجود ونه لري،نو دا ټولنې به حتمي د حرج مرج سره مخ کېږي همدا جرگې دي چې د ټولنې نظم یې کنترول او د مجازاتو او مکافاتو په حدودو کې یې متوازن عدالت ساتلی دی.
په هر صورت لویې او کوچنۍ جرگې په افغانستان کې اوږد تاریخ لري،خو د افغانستان ډېرې مهمې او لویې جرگې په اتلسمه ٬ نولسمه او شلمه پیړۍ کې دایرې شوې،د اتلسمې پېړۍ په اوایلو کې کله چې افغانستان د ایران د پراختیا غو ښتونکو (صفویانو او گرگینیانو ) تراستعمارلاندې راغی،نو د پردیو د لاسونو پرېکولو لپاره د یوې لویې جرگې جوړېدل اړین وبلل شول همدا وجه وه،چې د کندهار خلکو د حاجي میرویس خان په مشرۍ د (کوهکران اومانجي ) په مقامونو کې د ملک د ژغورلو لپاره دوې لویې جرگې جوړې کړې د دې جرگو بهیر تر یو څه وخت پورې پټ و،کله چې کارونو نظم وموند،نو د دې جرگو حاصل په هغه علني قیام کې را څرگند شو کوم چې په ترڅ کې یې ایرانی بیگلربیگي گورگین او د هغه نظامي او ملکي مشران قتل او په کندهار کې د حاجي میرویس خان لخوا یو ملي او خپلواک حکومت اعلان شو، که په ژور تحلیل موضوع وڅېړو،نو د افغانستان په (معاصر تاریخ ) کې د جرگو لړۍ د اتلسمې پېړۍ د میرویس خان نیکه د لویې جرگې څخه را پیلېږي. د زمانې په تیرېدو سره د هوتکي وروڼو ترمنځ د بې اتفاقۍ له وجې یو ځل بیا ایراني اشغالگرانو د نادر افشار په مشرۍ پښې را اوږدې کړي ترڅو د هغه د تلسط د اختتام لپاره د احمد شاه ابدالي لخوا د شېر سرخ بابا په زیارت کې یوه لویه ملي جرگه را وبلل شوه،چې څو ورځې یې دوام وموند او په ترڅ کې یې احمد خان دراني د احمد شاه ابدالي په نوم د افغانستان د لومړني بنسټ ایښودونکي امپراطور په عنوان په تخت کېناست.
له هغه وروسته لویو جرگو د افغانستان په معاصر تاریخ کې دوام وموند او کله چې دوې لویې تباکوونکې نړیوالې جگړې ونښتې او په ترڅ کې یې په ميلیونو کسان ووژل شول افغانستان د همدغه جرگو له لارې خپله بې طرفي اعلان کړه او هېڅ ډول زیان ورته ونه رسېد د کمونستانو له دورو بیا تر نن پورې ټولې لویې او وړې جرگې په هرنامه چې را منځ ته شوې د (سیاسي متنفذینو) تر اغیز لاندې ترسره شوې او گډونوالو په دې جرگو کې خپل نظر په آزادانه ډول نه دی ارایه کړئ او د دیکتې په شکل یې د لوډیسپیکرپه عنوان خپل غږ پورته کړی،نو ځکه په دې جرگو کې هغه عادلانه پرېکړې کوم چې د ملت هیله وه را منځ ته نه شوې ځکه په نظریاتو سانسور دې هيلو ته د رسېدو په مخ کې خنډونه جوړکړل.

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *