افغانستان

د تحصيلي نظام پياوړتيا کې له جاپانه د همکارۍ غوښتنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره وکتل.
په دې کتنه کې شیخ نداء محمد ندیم د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او جاپان اړیکې تاریخي وبللې او په تحصیلي او نورو برخو کې یې د جاپان له مرستو مننه وکړه.
نوموړي د جاپان له سفیر څخه وغوښتل چې د افغانستان د تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې ورسره همکاري وکړي او همدا راز له نړیوالو سره د افغانستان حقیقي انځور شریک کړي.
ورته مهال د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا وویل چې د ناڅاپي پېښو او بحراني حالتونو پر مهال له افغانستان سره مرستو ته تیار دي او د بشري مرستو تر څنګ یې د بنیادي پروژو پلې کولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *