افغانستان

د تخنیکي او مسلکی زده کړو سرپرست:اوسمهال افغانستان د اسلامي هېوادونو همکاریو ته اړتیا لري

د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت، په کابل کې د ایران سفارت له کلتوري مسئولینو سره په کتنه کې، ویلي چې اوسمهال افغانستان د پرمختګ لپاره د اسلامي هېوادونو همکاریو ته اړتیا لري.
باختر آژانس ته د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې مولوي غلام حیدر شهامت، د ایران سفارت له کلتوري مسئولینو څخه غوښتنه کړې چې د استادانو د ظرفیت لوړولو، درسي نصاب، کیفیت لوړولو او په ایراني سازمانونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې … 7مخ

د فارغانو د جذبولو په برخه کې همکاري وکړي.
مولوي شهامت، له تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د ایران د همکارۍ پر څرنګوالي خبرې کړې او زیاته کړې یې ده چې د نصاب په برخه کې اړتیا ده د چارو یو متخصص ټیم افغانستان ته سفر وکړي.
هغه، دغه راز د دواړو هېوادونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو بنسوټونو ترمنځ د تجربو پر شریکولو او د سمینارونو او ورکشاپونو پر جوړولو ټینګار کړی دی.
همدا رنګه، په کابل کې د ایران سفارت د کلتوري مسئولینو په استازیتوب امیر رضا ادیبي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره، ویلي چې دغه هېواد اقتصادي پرمختګ ته د رسېدو په موخه زیاتو هڅو ته اړتیا لري.
هغه ژمنه کړې چې په کابل کې د ایران سفارت له ډیپلوماتیکو لارو، د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې غوښتنې د ایران مسئولینو ته رسوي.
د کتنې په پای کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ته بلنه ورکړل شوې چې په مناسب وخت کې ایران ته سفر وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *