لیکنې

د ترخو شېبو خواږه ملګري / مولوي وقايت الله (وقار)

د نعمتونو، خوشاليو او پراخيو پر وخت «ياران» ډېر وي او ددې خبرې لوی دليل همدا دی چې چېرته به هم «خانان» بې ملګرو ونه وينئ، کوم خلک چې له خان سره اړيکه لري او ترې تاوېږي راتاوېږي، هغوی ته «خان» مهم نه دی، بلکې هغوی ته د خان «دسترخوان» مهم دی او ددې يوه نښه داده چې که همدغه د نن «خان» د الهي ازموينې په اساس سبا «ملنګ» شي؛ نو يو دم به دا ټولنه دومره بدله وويني چې دده به په تصور کې هم نه راتلله.
مال او شتمني د الله تعالی نعمتونه دي او ښه نعمتونه دي؛ خو دا نو بس د الله تعالی د ازموينې يو رمز دی چې مال او علم، عقل او مال دغه دوه نومونه په اسانۍ نه سره غبرګ کېږي، که يو وي، بل به نه وي او که بل وي، هغه اول به نه وي، داسې خلک د ګوتو په شمېر وي چې دا دواړه دې ورباندې لورول شوي وي، په عامه توګه دا خبره هم د توجه وړه ده چې ډېر کله «خانان» تر ټولو په عقل پاتې خلک وي او د هغې لامل دادی چې د دوی بنډاريان دوی په هره روا او ناروا خبره تشويقوي، «خان» چې کله دغه حالت وويني؛ نو خپلې خبرې ورته د کاڼي کرښې ښکاري او بيا نو يوه داسې حالت ته داخل شي چې له عامې ټولنې سره يې رابطه شي، دا چې هغه په خپل عادي مجلس کې په ګډو، وډو سر وو، له عامې ټولنې سره هم په ناستو کې بيا څه چې په خوله ورځي، وايي ېې.
دلته چې خان يادېږي او د خان د درباريانو يادونه کېږي، دا نو د يو ډول ملګرتيا يادونه ده چې يوازې په مادي مصلحت ولاړه ده، کله چې دغه مادي مصلحت ړنګ شو، دغه ملګرتيا هم ورسره سر خوري.
ملګرتيا د ژوند يو داسې اصل دی چې لکه د مرګ هر څوک ېې مني، هغوی چې په ټولنه کې ېې مونږ تر ټولو زيات ځان خوښې خلک ګڼو، هغوی هم خاص ملګري لري او د ملګرتيا لپاره ځانګړې طريقه لري، هغه نو زمونږ ستونزه ده چې د هغوی د ملګري کولو چل رانه غلط شوی او د هغوی هم ده چې ولې ېې ددغه چل په راښودلو کې همکاري نه ده کړې.
په عامه توګه که مونږ د شتمنو او يا واکمنو وګړو تر څنګ مريدان ډېر وينو، د هغې لامل دا نه دی چې هغوی د کار خلک دي او يا هم د هغوی ملګري ډېر دي، بلکې لامل يې دادی چې هغوی د ژوند يوه داسې پړاو ته ورننوتي دي چې هغه د مطلب آشنايۍ فرصتونه لري او له همدې کبله ډېر مطلب آشنايان ورسره راټول دي.
که يو بې وزله، بې نومه او بې څوکه کس هم دومره مال او واک لاسته راوړي؛ نو لرې نه ده چې هماغومره او يا تر هغې هم زيات وګړي به ترې راچاپېر شي، لکه څنګه چې د ملنګ په اړخ کې دا دده کمال نه دی، دغسې د «خان» او «واکمن» په اړخ کې دا د هغه کمال نه دی چې خلک ډېر لري، بلکې دا کمال په هغه خوږو کې دی چې مطلب آشنا خلک ترې لکه د مچانو تاوېږي. په اسلامي شريعت کې چې د ملګري او ملګرتيا فلسفه ولوستل شي او حتی ټولې اړيکې چې انسان يې پالي مطالعه شي؛ نو دا ترې معلومېږي چې اسلام په حقيقت کې له محض ماده پالنې بې زاره دی، اسلام غواړي چې د مسلمان د ټول ژوند روابط بايد د شرعي ضوابطو په منځ کې اداره شي او دنيا او مافيها بايد تر دې کمه وګڼل شي، چې د يوې رابطې لپاره اساسي هدف وګڼل شي. د نېکو ملګرو موندل د مسلمان يوه فريضه ده او اسلام دا له دې کبله اړينه ګڼي چې د انساني ژوند ځينې شېبې داسې دي چې انسان پکې يوازې مقاومت نه شي کولی، اګر که څومره پوه او هوښيار ولې نه وي.
د ملګرتيا د ارزښت تر شا چې کوم لوی لامل دی هغه د پراخۍ او سوکالۍ په وخت د ملګرو بنډار نه دی، دا بنډارونه به هم يو څه مهم وي، ځکه زمونږ سلفو به د ايمان تازه والی ګاڼه، مګر تر دې خورا مهم سبب ېې دادی چې ملګری بايد د سختو شېبو او ترخو مرحلو په اړه قوي حامي شي او که عملي هيڅ مرسته نه شي کولی، بايد ډاډ او داد خو درکړي.
د ترخو شېبو خواږه ملګري هماغه دي چې کله انسان په ستونزو کې ګير شي او نوره ټوله ماده پرسته ټولنه ترې فاصله واخلي، مګر دغه ملګري ورته لاس ورکړي، ويې پالي او همکاري ورسره وکړي، مونږ چې په کتابونو کې د خپلو مشرانو وينا «هسې دوست ومومه چې په سخته کې دې په کار راشي او په خوشالۍ کې دې پرې مجلس ښايسته وي» لولو، معنی ېې همدا ده چې دوست او ملګری بايد په کوم وخت کې په کار راشي؟
هغوی چې په پراخۍ کې تر ټولو نږدې وي او په سختۍ کې ېې هيڅ درک نه لګي، ملګري نه دي، دوستان شايد وي او په همدې سبب خو مشران وايي: هغه لاس چې تا سره د تنګسيا په وخت مل وي، له هغه زرګونه لاسونو رښتينی دی چې هدف ته د رسېدو په وخت درکول کېږي. د ترخو شېبو خواږه ملګري نه يوازې ملګري دي، بلکې د دنيا او آخرت د نېکمرغۍ کيليانې دي، ددغسې وګړو لټون او پالنه که څومره هم سخته وي، سخته نه ده او بايده ده چې د ژوند په لومړيتوبونو کې ځای ورکړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *