
د ترهګرۍ په پلمه له نړيوالو د پاکستان باج اخيستنه !
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله هم پرافغانستان يو ځل بيا تور پورې کړ، چې د پاکستاني طالبانو د تحريک لپاره په امنځای بدل شوی اوله اسلامی امارت څخه يې غوښتي،چې له نړۍ سره دې پر کړې ژمنه ودرېږي.د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي: ((هغوی تېروتنه کوي، تاسو پوهېږئ چې زموږ د پوځ د افسرانو او سرتېرو په ګډون د پاکستان امنيتي ځواکونه هره ورځ وژل کېږي. دلته خوندي پناه ځای نشته، خوندي پناه ځای هغې غاړې ته دی، همالته سمبالېږي او يوه درې يا پنځه کسیزه ډله د همدې هدف لپاره رالېږي، په دې برخه کې له افغان حکومت سره خبرې روانې دي.))
له دې وړاندې هم د پاکستان پوځ په يوه اعلاميه کې ويلي وو، چې د پاکستاني طالبانو تحريک د افغانستان په خاوره کې خوندي پناه ځايونه لري. په اعلاميه کې زياته شوې وه، چې د پاکستان پر پوځ بريد د زغملو نه دی او پوځي ځواکونه به غلي پاتې نه شي. په اعلاميه کې راغلي وو،چې له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې مو ۵۰ -۶۰ لکو افغانانو ته پناه ورکړې، خو د د دې برعکس په افغانستان کې هغو وسله والو ته پناه ځايونه ورکړل شوي چې د پاکستانيانو وينې تويوي او دا حالت نور دوامداره نه شي پاتې کېدای او په وينا يې پاکستان به د خپلو وګړو او خاورې د خونديتوب لپاره له خپلو ټولو وسايلو کار اخلي.وروسته له هغې چې تېرو څو ورځو کې پاکستاني چارواکو افغان وګړي په پاکستان کې په وروستيو نا امنيو او بريدونو کې پر لاس لرلو تورن کړل، د يادو څرګندونو او اندېښنو په اړه د امريکا د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا وياند جان کربي ويلي؛ داسې نښې نښانې نه شته، چې افغان کډوالو دې د پاکستان په اړوند سيمو او يا پولو کې ترهګريز فعاليتونه ترسره کړي وي.جان کربي څرګندونه کړې، چې موږ د هغو افغانانو په اړه، چې يوازې د استوګنې د خوندي او ډاډمن ځای په لټه کې دي؛ د پاکستان له روان غير معمولي چلنده مننه کوو او له پاکستان سره به د تروريستي ګواښونو په اړه ګډ کار او همکاري روانه ساتو. دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې تېره اوونۍ د پاکستان پوځ په افغانستان کې د تحريک طالبان ( ټي ټي پي ) له خوندي پټنځايونو او آزادو هڅو اندېښنه ښکاره کړې وه.
له دې وړاندې د امريکا ولسمشر جوبايډن پر دې اعتراف وکړ، چې هېڅ کومه ترهګره ډله په افغانستان کې شتون نه لري او د سيمې او نړۍ هېوادونو ته د افغانستان له لوري ګواښ نه متوجه کېږي!
په هر حال د ګاونډي هېواد د چارواکو څرګندونې او بېځايه اندېښنې په داسې حال کې زور اخلي، چې له يوې خوا يې پولي واحد (کلدارې) ارزښت بايلود او له بلې خوا په همدغه هېواد کې قيمتي لوړه شوې او وګړي يې له قحطۍ سره مخ شوي، نو په همدې خاطر غواړي، له ترهګرۍ څخه د ګواښ په استفادې يوه استخباراتي لوبه پر لاره واچوي او پر افغانستان خپلې غوښتنې ومني او له نړۍ څخه باج ترلاسه کړي، پاکستان په دا ډول څرګندونو سره هڅه کوي چې له ترهګرۍ څخه د نه ملاتړ په برخه کې د نړيوالو پر وړاندې ځان سپين وښيي.
د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو دغه ډول ضد او نقيض څرګندونې د ترهګرۍ په تړاو د دې هېواد د ادعاوو خامي او د دوه مخي سياست روښانه بېلګې دي، پاکستان چې تل يې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې او کوي يې، غواړي په دا ډول ادعاوو سره نړيوالو ته وښيي،چې د ترهګرۍ هېڅ پټنځای په پاکستان کې نشته، خو برعکس ټوله نړۍ په دې پوهېږي،چې ترهګري او پټنځايونه يوازې په پاکستان کې دي.
پاکستان دا ځل د سيمې له هېوادونو او نړۍ سره يوه خطرناکه لوبه پرمخ وړي او په تېرو څلوېښتو کلونو کې يې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه ډېرې پيسې لاسته راوړلې او خپلې ګېډې يې پرې ډکولې! پاکستان چې په کور د ننه له يو لړ ستونزو سره مخ دي او مسوول چارواکي يې د خپلو ستونزو له حللارې عاجز شوي، نو په همدې خاطر غواړي، د خپل بام واورې پر افغانستان ورواچوي ، موږ وليدل، چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم يې ډېری د کوزې پښتونخوا ولسونه وځپل او پردې پلمه يې له نړيوالو باج اخيسته، دغه راز يرغلګرې امريکا ته په لومړي ځل چا غېږه خلاصه کړه او په خپل زړه کې يې پوځي اډې ورکړې، لنډه داچې پاکستان تل د خپلو ګټو په خاطر افغانانو ته په يوه او بله بهانه ستونزې جوړې کړې او د افغانستان پر وړاندې يې پنځوس کلنه ناوړه ديپلوماسي پر مخ وړې او هېڅکله يو باثباته او پرمختللی افغانستان نه غواړي!
دا يوازې پاکستان نه دی،چې افغانستان کې د ترهګرۍ له ګواښونو اندېښنه ښيي،بلکې د افغانستان نورو ګاونډيو هېوادونو هم تېرو دوو کلونو کې ځو څوځله ورته اندېښنې مطرح کړي دي، اړينه داده،چې دغو اندېښنو ته د رسېدو او پای لپاره د سيمې له هېوادونو سره همغږي شي،خو اسلامي امارت تل پر دې ټينګار کړی، چې افغانستان به هېڅکله د سيمې او نړۍ د هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي او نه به چاته د دې اجازه ورکړو، چې د افغان خاوره د نورو هېوادونو لپاره سرخوږی جوړ کړي، دغه راز يې په پاکستان کې وروستۍ ناامنۍ د امنيت د ټينګښت په برخه کې د پاکستاني پوځ او امنيتي ارګانونو ناتواني بللې،په همدې تړاو پاکستان په دې لټه کې دی څو د خپل ضعف پړه پر افغان حکومت ور واچوي.
احمد راشد