دینې لیکنې

د تزکیې او تصوف معنی او اړیکه

دریمه برخه/ مولوي وقايت الله وقار
د تزکېې خنډونه:
لومړی: وزګارتيا
وزګارتيا په خپل ذات کې يوه داسې ستونزه ده چې ډېرو وګړو پکې ماته خوړلې ده او د ډېرو انسانانو د بې لارۍ له عمده لاملونو څخه هم دی، هغه ځوان چې وزګار وي، تر هغه چې بوخت وي، ډېر د فساد او ګناهونو ښکار کېږي، ځکه انساني نفس داسې دی چې که په پرله پسې توګه بوخت ونه ساتل شي؛ نو ښامار ترې جوړېږي او انسان د هلاکت کندې ته ټېل وهي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم په همدې سبب چې وزګارتيا او روغتيا دوه داسې نعمتونه دي چې انسان ورڅخه په عامه توګه استفادې په درسته توګه نه کوي، فرمايي: نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فِيهِمَا كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ الصِّحَّةُ وَالْفَرَاغ. (صحيح البخاري)
دوه نعمتونه داسې دي چې ډېری وګړي پکې تاواني دي، يو روغتيا او بل وزګارتيا.
د امام شافعي رحمه الله وينا خو مشهوره ده چې فرمايلي ېې وه: له صوفيانو سره مې ملګرتيا وکړه، دوه خبرې مې ترې يادې کړې: وخت لکه توره ده، که ته ېې پرې نه کړې؛ نو تا به پرې کړي او نفس داسې دی چې که په خير ېې بوخت نه کړې؛ نو په شر به دې بوخت کړي.
يو عرب شاعر وايي:
اغتنم في الفراغ فضـــل ركوع
فعسى أن يكون مــــوتك بَغْتَة
كم صحيح رأيت من غير سُقْمٍ
ذهبت نفسه الصحيحة فَلْتَة
ژباړه: په وزګارتيا کې د يوې رکوع فضيلت غنيمت وګڼه، شايد ستا مرګ ناڅاپي وي، ډېر روغ وګړي چې هيڅ ناروغي ېې نه وه، مونږ ليدلي چې يو دمي ېې صحيح نفس له لاسه ورکړی دی.
قَالَ غُنَيْمُ بْنُ قَيْسٍ: كُنَّا نَتَوَاعَظُ فِي أَوَّلِ الْإِسْلَامِ بِأَرْبَعٍ اعْمَلْ فِي فَرَاغِكَ لِشُغْلِكَ، وَاعْمَلْ فِي صِحَّتِكَ لِسَقَمِكَ، وَاعْمَلْ فِي شَبَابِكَ لِكِبَرِكَ، وَاعْمَلْ فِي حَيَاتِكَ لِمَوْتِكَ (حلية الأولياء وطبقات الأصفياء)
ژباړه: غنيم بن قيس رحمه الله فرمايي: د اسلام په لومړيو کې به مونږ يو بل ته په څلورو خبرو نصيحت کاوه، په وزګارتيا، روغتيا، ځوانۍ او ژوند کې کار وکړه، مخکې له دې چې له بوختيا، ناروغۍ، بوډاوالي او مرګ سره مخ شې.
وزګارتيا د رواني ناروغيو لامل هم ده، زمونږ په ټولنه کې چې څومره تاويلې ماويلې دي ټولې د داسې خلکو له خوا کېږي چې وزګار دي، څوک که لږ بوخت دي، هغوی دېته پاملرنه نه کوي او په بې ګټې کارونو خپل وخت نه تېروي.
وزګارتيا په دوه ډوله ده:
ځينې خلک داسې دي چې همېشه او دايمي وزګار دي، دوی نو کوم منظم فعاليت او مسؤليت په غاړه نه لري او په اصطلاح ځای په ځای ناست وي، دغه ډول کسان له رواني ناروغيو سره سره صحي ناروغيو سره لاس او ګرېوان کېږي، دوی ته تر ټولو ستر ګواښ د اندېښنو، غمونو او پرېشانيو دی، دغه خلک تر ټولو زيات ځورېږي او که د عمر په هر پړاو کې وي؛ نو ژوند ورته د عذاب يوه بڼه ښکاري او که ترې وپوښتل شي؛ نو وايي به: تر ژوند مرګ ښه دی، مونږ مرګ ته ورځې او شپې سبا کوو.
ځينې خلک داسې دي چې په موقتي توګه وزګار دي، دوی يا د ورځې مسلسل څو ساعتونه له کاري ساحې لرې دي او يا داسې دي چې په پرله پسې توګه څو اونۍ، مياشتۍ او ممکن څو کلونه وزګار پاتې شي.
له لومړۍ ډلې څخه دويمه ډله خلکو ته وزګارتيا ځکه ډېره مضره ده چې دوی په کار او فعاليت اموخته دي او که لږ هم وزګارېږي؛ نو دا ورته په هر لحاظ ستونزمنه ده چې څنګه ترې ګټه پورته کړي؟
لومړۍ ډله د ټول ژوند بيه په داسې کارونو پرې کوي چې اصلا هغه له انسانه سره او بيا د يوه مسؤل او عزتمند مخلوق په توګه له مسلمانه سره نه ښايي.
د ټولنې رنځونه بېل دي مګر څومره تاوان چې نن وزګارتيا نه پېښ دی، کېدای شي د اوسنۍ پېړۍ د هغه لاعلاجه ناروغۍ له کبله هم پېښ شوی نه وي.
د وزګارتيا لپاره تر ټولو ښه دوا د يوه منظم پلان له مخې د ورځني ژوند داسې اداره کول دي چې لومړيتوبونه پکې معلوم وي او په تفريح سربېره پکې د انساني اړتياوو ټول لوري په نظر کې نيول شوي وي.
تجربو ښودلې چې څومره خلک په بوختيا کې ښه کارونه کولی شي؛ نو په وزګارتيا کې ېې نه شي
کولی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *