دینې لیکنې

د تستر کلا او د حضرت مجزأة بن ثور السدوسي د غیرت داستان

هغه وو چې د خدای ﷻ د لښکر سترو اتلانو له تنو څخه د قادسیه خاورې او ګردونه بادېدل، د خدای ﷻ د ورکړې بري له امله ډېر خوښ وو، خو له هغو وروڼو سره یې هم ډېره غبطه کېده چې خدایﷻ یې د شهادت أجر په برخه کړی و،بلې جګړې ته چې په سترتیا او عظمت کې د قادسیه جګړې خور وه ډېر لېوال برېښيدل او د دې انتظار یې یوست چې کله به د رسول الله ﷺ د خليفه عمر رضی الله عنه امر جهاد ته د تللو په اړه ورته راځي،ترڅو د هغه په ترڅ کې کسروي تخت له رېښو وباسي.
د دې سترو او ځلاندو اشخاصو شوق او انتظار ډېر وخت وانه خيست، هماغه ؤ چې د فاروق استازی له مدینې مکې ته راستون شو او د مکې د والي ابوموسی أشعري په نامه آمريه ليک ورسره و،چې عسکر دې بوځي او له هغه اسلامي لښکر سره دې پيوست شي چې له بصرې راتلونکی دی او بیا دې يوځای«اهواز »ته په «هرمزان» پسې ولاړ شي،ترڅو هغه فيصله، دکسروي تاج ملغلره او د فارس د ښارونو د ملغلرې په څېر ځای «تستر» ښار فتح کړي، په هغه ليک کې چې ابوموسی اشعري رضی الله عنه ته راغلی و داهم ليکل شوي وو چې له لښکر سره د بني بکر سردار او د دوی یومنلی شوی امير، تکړه سپور او زړور جنګيالی مجزأة بن ثور السدوسي هم ملګری کړه .
ابوموسی اشعري رضی الله عنه د خليفة المسلمين د امر د عملي کولو لپاره لاس په کار شو، لښکر یې تیار او د میسرې مسؤل یې مجزاة بن ثور وټاکه او له هغه لښکر سره یې يوځای کړل چې له بصرې راتلونکی و،وروسته ټول د خدای ﷻ په لاره کې غزاته ولاړل ،دوی ښارونه آزادول، کلاوې یې پاکولې او هرمزان د دوی له مخې له يوځای بل او له هغه څخه بل ځای ته په تيښته وو،آن چې د«تستر» کلاته ورسېد او هلته یې د هغې په غېږه کې ځان پناه کړ.
هغه تستر چې هرمزان ور په کې پټ شو، د فارس له ټولو کلاوو ښکلې او فوق العاده محکمه وه، له پورتنیو صفاتو سره دا یو ډېر لرغونی او تک شين ښار ګوټی و، چې ډېر ژور تاریخ یې درلود، د آس په شکل پر یوه لوړه مځکه جوړه وه او یو لوی نهر اوبَوله چې په نهر (دُجیل) سره یادېده او د همدې کلا په لوړه برخه کې دوه تالابونه وو چې سابو پاچاجوړ کړي وو، هغو ته یې د نهر اوبه ورپورته کړې چې تر مځکې لاندې کيندل شوی و.د تستر کلا تالابونه او د اوبو نهر ډېر هېښوونکي څه وو،چې په دې بناء کې جوړشوی و،دا نهر او تالابونه په کلکو او لویو ډبرو محکم شوي، پر ټينګو وسپنیزو پایو ولاړ و او د نهر دواړه یې په قلعي سره پوښلي وو.
تر تسترګرد چاپېره یو داسې دنګ او لوی دېوال راتاو و، چې پر کلا یې داسې احاطه کړې وه لکه وښی چې پر مړوند چاپير وي، تاريخ پوهانو د دې په اړه ويلي : دا له ټولو لومړۍ او ستره کلا ده، چې د مځکې پر مخ جوړه شوې ده.
وروسته هرمزان د دېوال شاوخوا ډېر ستر خندق وکیښ چې تېرېدل ورڅخه ډېر ستونزمن ؤ او تر هغه د کلا لورته یې د فارس لښکر وتلي سپاره ځای پر ځای او خزه کړل .د تستر کلا د خندق پر شاوخوا اسلامي سرتېرو لښکرکشي وکړه اتلس میاشتې یې ورته تېرې کړې، خو تر تېرېدل ورته مساعد نه شول .
د همدې اوږدې مودې په ترڅ کې یې د فارس له جنګيالانو سره اتیا جګړې وکړې، د دې جګړو هره یوه به اول ځل د سیالو ډلو ترمنځ په مبارزه سره پیلېده او وروسته به پر ړنده هلاکوونکي او اجتماعي جګړه بدلېده .هو! په همدې جګړو کې مجزأة بن ثورالسدوسي رضی الله داسې کارنامې وکړې چې عقلونه ورته ګوته په غاښ وو او په یو وخت او يو ځای کې یې دښمنان او دوستان يو ځای ووېرول .
نوموړي په مبارزه توګه د دښمن ۱۰۰ تنه زړور سپاره او پهلوانان ووژل، د ده نوم داسې شو چې د فارسیانو په صفونو کې به رعب ورڅخه بادېده او د مسلمانانو په زړونو کې به یې د عزت او ډاډ ولولې راپارولې.
په همدې وخت کې نوموړی هغو کسانو هم وپېژاند چې وړاندې یې ورسره شناخت نه و او په دې پوه شول چې اميرالمؤمنين ولې پر دې ټينګار کاوه چې دا وتلی اتل دی د همدې غازي لښکر په تیارۍ کې حتمي وي .
د اتیاوو جګړو په وروستۍ جګړه کې مسلمانانو پر دښمن پرېکنده او رښتونې حمله وکړه او په ترڅ کې یې د فارسیانو هغه مورچلې ورخالي کړې،چې پر خندق یې پاس جوړې کړې وې دوی ښار ته شاتګ وکړ او د خپلې محکمې کلا دروازې یې پر ځان پسې بندي کړې .
مسلمانان له ډېر اوږده تحمل وروسته په بل بدناورين واوښتل هغه داچې نوربه فارسیانو دکلا له برجونو په رسا او نه خطا کیدونکو غشو سره له لوړې خوا څخه ویشتل او د کلاله لوړو برخو به یې داسې وسپنيز ځنځيرونه راځړول،چې د هر ځنځير په سر کې به نوښخان وو، د ډېرګرمېدو له امله به یې سرې سکروټې ګرځولې،چې کله به د مسلمانانو له لښکره یو تن کلا ته د نژدې کېدلو او یا ورختلو تکل وکړ،دوی به هغه ورپه کې ښخ کړ او پورته لورته به یې کش کړ،بدن به یې وسوځېد غوښې به یې راتوی او روح به یې والوت.
مسلمانان ډېر په تنګ شول، په ډېر عجزه سره یې له خدای ﷻ څخه دا سوال کاوه چې دوی ته د خلاصون لاره پیدا کړي، د ده او د دوی دګډو دښمنانو پر وړاندې یې بریالي کړي.
په داسې حال کې چې ابو موسی اشعري رضی الله عنه د تستر د ستر دېوال د پايمالولو او تر ور تېریدلو په اړه په داسې حال کې فکر کاوه چې د هغه له نړولو ناهيلی ؤ، مخ ته یې یوغشی د کلا له لوري راولويد چې ورته ویې کتل په هغه کې یو ليک ؤ چې په کې ليکلي ؤ: مسلمانانو زه په تاسو باور لرم، زه له تاسو د خپل ځان،مال، اهل او د هر هغه چا په اړه امان غواړم چې زما تابع دي، زه به د امان په بدل کې تاسوته دا وکړم چې همدې ښار ته د ننوتلو منفذ به درته وښيم .
ابوموسی أشعري رضی الله عنه د غشي څښتن ته امان وليکي او بیرته یې دغشي په توسط ور وغورځاوه.
د دې سړي د مسلمانانو په امان له دې امله باور شو چې ده ته څرګنده وه دوی د ژمنې خلاف قدم نه اخلي او په وعده وفا کوي، د شپې د تیارو په وزرو کې دوی ته راغلی او أبوموسی أشعري رضی الله عنه یې په حقائقو وپوهاوه، ورته ویې ویل : موږ د همدې قوم له مخورو او منل شويو څېرو یو، هرمزان زما مشر ورور قتل کړ، د هغه پر اهل او مال یې تجاوز وکړ، ماته یې هم زړه خوړين دی زه هم له ده څخه پر مال او اولاد باندې د ډاډ احساس نه کوم .
ستاسوعدل مې د ده تر جبر او استبداد، ستاسو وفا مې د ده ترغدر غوره وباله او دا مې وپتېيله چې تاسو ته به هغه پټ منفذ درښيم چې تاسو تستر ته پرې داخل شئ ،ماته یو داسې څوک راکړه چې په پوهه او زړورتیا موصوف وي، له دې سره یې لامبو هم زده وي ترڅو زه هغه لاره ورته وښايم .
أبوموسی أشعري رضی الله عنه مجزأة بن ثور السدوسي رضی الله عنه را وغوښت او پټه خبره یې ورته وکړه: ستا د قوم یو داسې کس زما د مرستې لپاره وټاکه چې عقل، زړورتیا او لامبو یې ټول زده وي .
مجزأة ورته وویل : ای امیره! داکس ما وګرځوه!
أبوموسی أشعري رضی الله عنه ورته وویل : که ستا چېرې زړه وي؛ نو دخدای ﷻ د نامه په يادولو سره په کار لاس پورې کړه .وروسته یې داسې وصيت ورته وکړ چې لاره سمه ځان ته معلومه کړه، دروازه سمه په نښه، د هرمزان دځان لوري په ګوته او د ده انځورګري پوره وکړه او بل دا چې داخبره هېچاته ونه کړې .
د شپې تیارې په تورو وزرو کې مجزأة او د ده فارسي لارښود ولاړل، دی یې تر مځکه لاندې په یو داسې سوري ننه ایست چې نهر او ښار ګوټې یې سره نښلوي، هغه سوری به کله دومره آزاد شو چې په اوبو کې به یې دوی ډوب شول او په پښو به تلل او بل ځل به بېرته تنګ شو او پر اوبو به په لامبو تلل، کله به کوږ او لارې، لارې شو او بیابه بیرته سیده شو، دوی همداسې په کړاوونوکې تلل آن چې هغه سوري ته ورسېدل چې ښار ته ور وتلی ؤ.
نوموړي ته یې د ده د ورور قاتل هرمزان او هغه ځای وروښود چې ده ځان په کې خوندي کاوه.
مجزأة چې کله هرمزان وليد،قصد یې وکړ چې په ستوني کې یې په غشي وولي، خو سمدستي یې د أبوموسی هغه وصیت وریاد شو چې باید په دې کار باندې څوک درڅخه خبر نه شي او بېرته یې له خپلې سوچ کړې خبرې لاس واخیست، د سهار تر روښنايۍ وړاندې له هغه ځایه بېرته راستون شو چې ورغلی ؤ.
أبوموسی د مسلمانانو له لښکره درې سوه زړور، غښتلي، صابرين اوپه لامبو وهلو کې ماهر وګړي انتخاب کړل، د دوی امیر یې مجزأة بن ثور وټاکه نور یې رخصت کړل او وصيت یې ورته وکړ… د مسلمانانو د مرستې غوښتلو لپاره یې تکبیر شفر وټاکه تر څوپر کلا بريد وکړي .
مجزأة خپل خلک په دې مامور کړل چې د امکان تر حده خپلې جامې باید سپکې کړئ ترڅو یې اوبه تل ته کوز نه کړي او دایې په ټينګار سره ورته وکړه، چې له تورو پرته به بل څه نه درسره را اخلئ…او دا وصيت یې ورته وکړ چې تورې به هم تر کالو لاندې پر بدن باندې تړئ! دوی یې د شپې په لومړۍ برخه کې روان کړل.
مجزأة او د ده ننګیالی لښکر دوه ساعته د همدې خطير سوري په کږليچو کې مزل وکړ کله به دی او کله به لښکریان مخته وو،کله چې هغه منفذ ته ورسېدل چې ښار ګوټي ته یې لاره کړې وه مجزأة وليدل چې دوه سوه شل کسان منفذ ورڅخه څټلي او ده ته يوازې اتیا کسان ورپاتې دي،څرنګه چې مجزأة او د ده ملګرو د ښار ګوټي پر مځکه پښې کېښودې سمدستي یې تورې له تیکو را وایستلې، د کلا پر ساتونکو یې برید وکړ او تورې یې پر سینو ورخښې کړې ورپسې یې د دروازو لورته په داسې حال کې ورټوپ کړل چې تکبیرونه یې ویل او دروازې یې پرانيستلې.
د دوی داخلي تکبیر د دوی د هغو وروڼو له تکبیره سره همغږی شو چې تر کلا د باندي وو، د سهار خوا نژدې وه چې مسلمانانو پر کلا برید وکړ، د دوی او د خدای جل جلاله د دښمنانو ترمنځ داسې خونړۍ او انسان خوړونکې جګړه پيل شوه چې ډېر لږ به د جنګونو تاريخ د داسې ډاروونکي، هيبتي او انسان خوړونکي جګړې شاهد وي .
جګړه لاښه ګرمه او پر پښو ولاړه وه چې مجزأة هرمزان په خپله ساحه کې وليد، د ده لورته ورغی، د تورې له وار سره یې برید ورباندې وکړ د سترګو په رپ کې یې د سیالانو د جګړې څپو دی دکتونکو له نظره غائب کړ، وروسته بیا څرګنده شوه چې مجزأة بريد ورباندې وکړ.
مجزأة رضی الله عنه او هرمزان دواړو یو پربل د تورو بریدونه وکړل، خو د هرمزان توره په هدف ولګیده… ستر اتل، بريد کوونکی، زړور جنګيالی د جګړې په ډګر کې په داسې وخت کې راولويد چې سترګې یې د هغه څه په اړه يخې وې چې خدای ﷻ د ده په لاس باندې مسلمانانو ته ورپه برخه کړی و.
دمسلمانانو لښکر جنګ ته دوام ورکړ چې په نتیجه کې يې خدای ﷻ د دوی په لاسونو فتحه راوستله او هرمزان د دوی په لاسونو کې اسیرشو.
زیري کوونکي په داسې حال کې مدینې ته لاړل چې فاروق رضی الله عنه ته یې د فتحې زیري ور وړل، هر مزان یې له مخه په داسې ډول کشاوه چې په جواهرو جوړ شاهي تاج یې پر سر و او پر اوږو یې د سرو زرو په تار جوړه شوې چپنه وه ، تر څو یې خلیفه وویني خو زیري کوونکي له دې سره یو ګرم او دردوونکی خبر هم له ځان سره د خليفه لپاره درلود چې هغه د پياوړي سپور او اتل مجزأة د مړينې خبر و،«لوی څښتن دې د ده برکت پر همدې ویر لړلی او له جهاده متقاعد امت باندې کېږدي ترڅو د ده لاره خپله او د دښمن په وړاندې کلک ودرېږي.
له صور من حياة الصحابة نومي کتاب څخه

محمد زرمتي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *