
د تـــاریخ په اوږدو کــې د لـــرغــوني افغانــــستان پــلازمینې
افغانستان داسې لرغونی هېواد دی چې د تاریخي روایاتو په بنا دمصر٬ کلدې، بین النهرین، فلسطين،چین اودمدیترانې د سهیلې سواحلوله مدنیتونو را وروسته د پنځم انسانی مدنیت په توگه سجل شوی، چې په دې توگه ویلای شوافغانستان ډیرلرغونی ملک دی.
د ځینو روایاتو په بنا افغانستان ۸۰۰۰ کاله له میلاد نه د مخه شتون درلود چې تاریخونو په نورو نومونو ثبت اوسجل کړی ، دا له تاریخي دورې نه د مخه خبره ده ، د تاریخي دوروپه اړه دیوې خبرې یادول په پیل کې اړین بولم هغه داچې د نړۍ نورهېوادونه د لرغونتیا په بنا په دووتاریخي دوروچې یوه له تاریخ د مخه او دوهمه یې تاریخي دوره ده ، ویشل شوي دي ، خوافغانستان بیا دری تاریخي دورې د اوږوځنډی کړې چې یوه له تاریخ نه دمخه دوره ، دوهمه د آریایې سرودونو اودریمه یې تاریخي دوره ده ، دتاریخي روایاتو ترڅنگ جغرافیایې څیړنې هم ښیې چې افغانستان د ځمکې د کرې په یوه داسې موقعیت کې قرار لري چې ډیرلوړحساس اوتل د تمدنونوگذرگاه پاتې شوی اوپه دې محدوده کې به تل اخ ډب روان وځکه ټول تاریخي اسناد، شواهد او مدارک په دې گواه دي چې له میلاد نه پنځه زره کاله د مخه هم په دې ملک ثبات نه وموجود .
زموږ خبره په اوسني افغانستان کې ددغه هېواد د لرغونوواکمنانواوامپراطورانو د پلازمېنو په اړه ده چې دپخواني افغانستان په کوموسیمواوښارونوکې دا پلازمینې تیرشوي دي .
بلخ ـ په اوسني افغانستان کې بلخ لومړنی ټاټوبی وه چې دآریایانولخوا ددولت موسسه پکې جوړه شوه ، کله چې آریایان له مروې اود بالتیک بحیرې له سهیلي سواحلونه د سغد اوسردریا له لارې تودوسیمواودڅړځایونوته دتلوپه تکل اوسنې بلخ ته راورسېدل نودا ځای یې داستوگنې لپاره خوښ اومناسب وگاڼه .
دوی په پیل کې کورنۍ، کورنۍ وه د زمانې په تیریدوسره دا کورنۍ ورو وروپه قبیلو بدله شوې اوقبیلومشران پیدا کړل او وروسته بیا د خپل مدبر پاچا یما ترواکمنۍ لاندې په بلخ کې سره راټول شول اویومقتدرحکومت یې جوړکړ او جوخت یې ورسره په بلخ کې دآریایانودلومړی پلازمېنې بنسټ کیښودل شولکه د مخه چې وویل شول، بلخ د آریایانو لومړنۍ پلازمېنه وه چې دهغه زمانې مدنیت په دې ښارکې د عروج ترمرحلې رسېدلی و، لوړلوړبیرغونه به پرې رپیدل چې دا پخپله دبلخ د عظمت یوه لویه نښه او نښانه وه .
کلونه او پیړۍ تیرې شوې آریایایې وگړي په بلخ کې ډیر وپنځېدل دوی له بلخ نه د سهیل اوختیځ په لورحرکت را وکړ او د هندوکش له غرو پارو پامیزاد ته را واوښتل اوبیا هم اوږده کلونه د هندو کش دغرونو په سهیلي لمنو (پارو پامیزاد) کې واوسېدل خو دلته هم ډیرشول وروسته څه یې په ځای پاته شول اویو شمیرنور یې د هند په لوري ولاړل او لویه کتله یې له بلخ نه د اروپایې هېوادونو په لور وخوځېدل، دنسب له لحاظه اریایان دنړۍ د اوسېدونکو ترمنځ دیوه ځانگړي اوقوي توکم په توگه ستراولرغونی تاریخ لری عربې او یونانې مؤرخینو ددوی ترمنځ ډیرې څیړنې او مطالعې کړې بگرام ـ د کوشانیانو د ځلانده مدنیت ددوبي پلازمینه بگرام او ژمنۍ پلازمینه یې د پیښورښارو،د کوشانیان امپراطورۍ لومړنۍ بنسټ ایښودونکی کجولا کد فیزس و ددوی په کورنۍ کې ۶تنو د ۱۸۰ کالو په موده واکمني کړې ده چې ددوی مشهور واکمن کنیشکا و چې له ۱۲۷ زیږدیز نه تر ۱۴۷ زیږدیز پورې یې د شلو کالو په موده واکمني کړې او د کوشانیانو ددورې نور واکمنان د ویما تکتو، ویما کد فیزس هویشکا او واسودیواله په نومونو یادیدل .
دغه قوم تقریباً (۶۵۰ ) کاله له میلاد نه د مخه اوسنۍ جغرافیایې محدودې ته د هېواد له شمال ختیځو سیموراغلی او دلته میشت شوی دی، دوی خروشتي لیک دود درلود او دا لیک له میلاد نه دری سوه کاله د مخه په ختیځ افغانستان اود هند په شمال لوېدیځو سیمواو د اوسني چین په یوشمیرسیمو کې رواج درلود، کوشانیانو تقریباً اته سوه کاله دوام لرلی دی. ددې دورې سیکې ، ډبرلیکونه او دخروشتي لیک نوربیلگې دافغانستان په زیاتره برخو کې لیدل کېږي .
کلات ـ له کوشیانیانو را وروسته د یفتلیانو د حکومت پلازمېنه اوسنی کلات وه چې ترکوشاني واک لاندې سیمې ترې اداره کېدې . یفتلیان په ۴۲۵ مخ زیږدیز کال دآموله سیند را پوریوتل، دوی هم یواریایې قوم و، چې د افغانستان اوسنۍ سیمې یې ټولې ونیولې اوله مروې نه ترکشمیر پورې مظبوطه امپراطوري جوړه کړه. یفتلیانو د هند په لوري هم لښکرکشی وکړې، هند یې هم ونیو، له ۱۴۳ کاله حکومت او واکمنۍ وروسته د شمال له پلوه ترکي قبایل پرې را غلل او ددوی حکومت یې را نسکورکړ، ددې کورنۍ مشهور پاچاهان خشنود، تورمنه او میهرا کولا ، وو .
کابل ـ له یفتلیانو وروسته په کابل کې د رتبیلانوحکومت پیل شو داسې وخت و چې د یفتلیانو له ماتې وروسته په افغانستان د ایران دساسانیانو او د ماورای النهر دترکانوترمنځ د جگړو ډگروگرځېد، دوی د افغانستان په شمال او شمال ختیځو برخو تسلط وموند اوپه پاتې نورو سیمو کې په بشپړ ډول ملوک الطوایفي ته ورته جوړښتونه رامنځ ته شول. په غور کې د سوریانو کورنۍ واک ته ورسېده، په بامیانو کې شیران او په غزني او گردیزکې لاویکیانو (زمراوگبر) واکمنۍ را منځ ته شوې .
گردیز ـ دا ښار د (زمر، گبر) د واکمنۍ پلازمېنه وه زمرد قوي مټو درلودونکی با چا و او زردشتي دین یې منلی و، کله چې د اسلام سپیڅلي دین قاصدان افغانستان ته را ورسېدل نو زمر یې مخالفت وکړ او یوازې ځان له هغه سره په جگړه کښیوت چې په نتیجه کې مغلوب او سخت ټپي د اوسني نورستان په لوري وتښتېد، دده پلازمېنه د گردیزښارد مسلمانانو په لاس ورغله په دغه وخت کې ژمي و او ډیرې واورې اوریدلې وې خو د زمر زړه بیا هم له گردیزنه صبریده اود څړموني په مهال یې بیرته غوښتل چې گردیزته راشي خوله مسلمانو اخیستي ټپونه یې د پسرلي (بریښنا، تالندې او بابا غرغرې) بیرته زولن کړل ترهغه چې ترې مړ شو، ددې خبرې یادول هم اړین دي چې افغانستان ته د اسلام دین د راتلو په مهال دلته زردشتي او بودایې دینونه چې زردشت له بلخ او بودایې له هند نه سرچینه نیولې وه، رواج و.
غزني ـ دغزنويانو د سترواکۍ پلازمېنه وه ، دې دورې له ۹۶۲ میلادي نه تر ۱۱۴۸ میلادي پورې د ۱۸۶ کالو په موده دوام درلود او ۱۴ پاچا هانو پکې واکمني کړې ده او پلازمینه یې اوسنی غزنی و، د غزنویانو د سترواکی لومړنی بنسټ ایښودونکی الپ تگین و، دوی په سټه کې ترکان ول چې له ماورای النهرنه اوسني افغانستان ته را پوریوتلي و، دغه سترواکې دسلطان محمود غزنوي د امپراطورۍ په زمانه کې د انساني تهذیب لوړو پوړیو ته ورسېد ، سوبې یې وکړې ، په هند یې حملې وکړي اوهلته یې د بت پالنې پر ځای د اسلام سپیڅلی دین خپورکړ، سلطان محمود زموږ د هېواد سترفاتح گڼل کېږي اوهمدارنگه په قلمرو کې یې د ایران ډیرې سیمې هم را نغښتې وې، اسلامي مدنیت تربل هروخت په غزنوي دوره کې وده وکړه د مدنیت په دې ځلانده دوره کې ښارونه، ماڼۍ، مدرسې، جوماتونه، پلونه اونورعام المنفعه تاسیسات جوړشول، شاعران او لیکوالان وروزل او وپالل شول .
غور : تاریخي روایات ښیې چې دغوریانوحکومت چې مشریې امیرکروړد امیرفولاد سوري زوی و په ۱۳۹هجري کال د غور په مندیش کې امیرشو اوجهان پهلوان یې باله او ډیرې سیمې یې ونیوې ، له مسلمانانو او په تیره بیا له عربي فاتحینو سره یې ډیرې مرستې وکړې محمد ابن علي په سوري تاریخ کې لیکلي، چې د عباسیانوپه دعوت کې امیرکروړډیره مرسته ورسره کړې ده.
د غوردمتاخرو پاچاهانوپه ډله کې علاءلدین جهانسوزپه غزني د خپل ورور دوژنې دغچ اخیستلوپه خاطر حمله وکړه او هغه یې داسې وسوځاوه چې اووه شپې ورځې اور پرې بل اوشپه د ورځې په شان رڼا وه.
له هغه وروسته د لندې مودې لپاره د افغانستان په ځینو سیمو خوارزم شاهیان حاکم شول او وروسته د چنگیز تیمور اومغلو تاړاکونه را پیل شول چې چنگیزیانو زموږ ملک ته تاریخي او نه جبیره کېدونکې بیرانۍ واړولې او په تیره بیا کله چې د هغه لمسۍ په بامیانو کې ووژل شو نوداسې بد غونیو ته لاس واچاوه چې انسانان او ژوندي ژوي او موجودات چې په لاس ورغلل نو ټول یې له یوې مخې ووژل .
هرات : له چنگیز وروسته د افغانستان په سیاسي ډگرکې گوډ تیمور را څرگند شو، تیمورپه سیستان کې د افغانانو له لاسه په ښی پښه ټپې او وروسته ترې گوډ شو چې په گوډ تیمور یې شهرت وموند، دده له مړینې وروسته د تیمور امپراطوري د هغه د اولادونو ترمنځ وویشل شوه چې دشاهرخ په برخه افغانستان ورسېد او خپله پلازمېنه یې د هرات ښار وټاکله، تیمورهم په پیل کې د چنگیز په شان وینې تویونکی وخو وروسته یې اولادې په افغانستان د علم ادب او معرفت ډیوه بله کړه شاهرخ عادل پاچا و مهربان او زړه سواندی و نوم یې په نیکۍ یادېږي د هغه د واکمنۍ په زمانه کې داسې پرمختگ وشوچې په هرات کې د تیموریانو دوره د ختیځ رنسانس په نوم هم یادیږي خوله تیموریانو وروسته په افغانستان کې ددوونیمو پیړیو لپاره د انحطاط او تجزیې توره دوره را منځ ته شوه، د ماورای النهر دشیبانیانو د فارس د صفویانو او دهند مغلولي بابریانو د اوسني افغانستان ښکلی پیکرونډ، ونډ کړ خوپه همدغه وخت کې افغانانودهېواد پالنې په روحیه دهېواد په ختیځ کې د مغولواوصفویانوپه ضد پاڅونونه وکړل .
کندهار : کندهارهغه وخت دافغانانود پلازمېنې په توګه وټاکل شو چې میرویس خان نیکه د صفویانوپه ضد په کندهار کې پاڅون وکړ اود گورگین له وژل کېدو وروسته په دوی د ازادۍ لمر را وخوت او په دې توګه میرویس نیکه دیوه ملي ذعیم په توگه ملک دجرگواومشوروله لارې په کندهارکې اداره کاوه له اته کلنې واکمنی وروسته کله میرویس خان ومړ نو ورورعبد العزیزیې پاچا خودمیرویس نیکه زوی محمود خپل اکا وواژه اوپرتخت کښیناست له څه مودې وروسته نادرافشاریوځل بیا د افغانانو له بې اتفاقۍ نه گټه پورته کړه. اودکندهارپه نیولوسره هوتکي حکومت منحل کړ ترهغه چې ددوهم ځل لپاره په ۱۷۴۷کال د نادرله وژل کېدو وروسته احمد شاه ابدالي په کندهارکې پاچا شواود معاصر افغانستان د بنسټ ډبره یې کښیوده احمد شا ه ابدالي خپلوفتوحاتوته په آسیا کې ادامه ورکړه ترڅو له شپږویشت کاله واکمنی وروسته مړشو او زوی تیمورشاه یې په تخت کښیناست .
کابل : تیمورشاه چې په تخت کښیناست دغه راز تر اوسه هیچا ته نه دی معلوم چې ولې هغه پلازمېنه له کندهاره کابل ته را بدله کړه، تیمورشاه په پیل کې کابل ته د پلازمېنې د را بدلولولپاره دافغانستان ټول قلمروته هیئت ولیږه ترڅو ددغه ملک آب هوا او چاپیریال په اړه څیړنې وکړي چې کوم ځای په افغانستان کې د پلازموینې لپاره مناسب وي هغه وټاکي، دغه څیړونکي مزارشریف ، کابل ، پیښور، هرات اوکویتې ته لیږل شوي وه خود تیمورشاه د پټې غو ښتنې په حکم کابل د پلازمېنې لپاره مناسب وګاڼه او کابل ته راغی .
له پورتنیو څیړنوڅرگنده شوه چې د اوسني افغانستان په لسو ښارونوکې پلازمېنې تیرې شوې دي چې له دې ډلې کابل د پیړیو په توپیردوه ځلې دپلازمېنې په توگه پاته شوې دی .
حیات الله حلیم