اقتصاد او رغونه

د تورغونډۍ-رباط پریان وسپنۍ پټلۍ سروې کېږي

د هرات ځايي مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د تورغونډۍ – رباط پریان د وسپنې پټلۍ کرښې د سروې او ډیزاین هوکړه لیک د یو شمېر دولتي چارواکو، سوداګرو، پانګوالو، د خصوصي او قراردادي شرکتونو استازو په شتون کې لاسلیک شو.

د یاد ولایت والي شیخ نور احمد اسلام جار په دې اړه جوړې شوې غونډې کې وویل، د تورغونډۍ – رباط پریان د اوسپنې پټلۍ کرښې د سروې او ډیزاین هوکړه لیک له افغان جرمن باختر شرکت سره لاسلیک شو.

شیخ اسلام جار زیاته کړه، د یادې کرښې جوړول هېوادوالو لپاره ارزښتناک او ګټور دی ځکه ګاونډي هېوادونه هرات سره نښلوي او دا د پانګوالو لپاره غوره زېری دی.

په ورته وخت کې د افغان جرمن باختر شرکت رییس سلطان احمد سروري وویل، چې په روانه اوونۍ کې له روسیې څخه یو تخنیکي ټیم د یادې کرښې د مشخص کولو په موخه هرات ته سفر کوي.

سروري زیاته کړه، چې د دغې کرښې له سروې وروسته به د ډیزان چارې پیل او د متخصصو کاري ټیمونو په مرسته به له ۳ تر۴ میاشتو پورې ډیزاین شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button