شعرونه

د تورو شپو لښکر

اهریمن خوښ دي چې نن زما ښکلي جوهر را نه وړي
واک مي په زور، توره په فریب، دین په منتر را نه وړي
د سره ښامار له شرمیدلې ماتې ونه شرمېد
کفر یو شوی دي اسلام مو په اشر را نه وړي
له واتیکان نه راستون شوی یو زاړه لاس پوڅي
چا به ویل د حسین سر به نن شمر را نه وړي
منحوس صلیب مو کور او کلی نن په سر اخیستی
زمونږ عقیده د مسیحا د ژوند نظر را نه وړي
د بد لمنو و سنګار ته یي کورسونه جوړ کړل
حیا د پیغلو مو ځپي او شال د سر را نه وړي
څومره احمق دی زما له دینه ناخبره غلیم
د دین په توره د پلار نیکه ښکلی هنر را نه وړي
غلیم له وخته دې ته غلي دی چې لاس یي بر شي
په نوم د سولې راځي زما د لاس خنجر را نه وړي
د آزادۍ طلایي وړانګو ژر سئ وځلیږئ!‏
د تورو شپو لښکر راغلی روڼ سحر را نه وړي
د بابا تورې وچلیږه ایماني جګړه ده
د پت کېسه ده پخوانی نوم د ټبر را نه وړي
د بلال کړیکه د درد نه ده د ایمان نښه ده
احد احد یي عقیده اثر د شر را نه وړي
د احرار چېغې د هیواد په غرو کې و آزانګه
غلیم و تیښتې ته چمتو دی اوس روغ سر را نه وړي

شهید ملا محمد حسین مستسعد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close