شعرونه
د تورې شرنګ
د اقصی د آزادۍ زیری کې نغښتی
تکبیري شور ګرمه کړې معرکه ده
د طوفان په څیر زلمي دي قهریدلي
د دښمن د تکبر کاســـــــه چپــــه ده
د سلطــــان ایوبي لښــــکر یې بویه
صف سپیڅلی دی، قوي یې اراده ده
څه ګلرُخي مؤمنان په وینو رنګ دي
یهودانو بمبار کړې بیا غــــــــزه ده
انقلاب او استقــــلال قرباني غواړي
د تنکي ځوان ککرۍ یې نذرانـــه ده
د امت د برم بیا احیـــــــاء کیدل دي
دا بری د لایزال څښتن وعـــــده ده
دنګ برجونه یې پیرزو په لمبو نشي
ریاض ځکه تل ابیب ته په سجـده ده
د “طالب” د تورې شرنګ به یې تسخیر کړي
که ډیلی که سمرقند که غرناطـــه ده
طالب العلم زابلی