دینې لیکنې

د تکبر ګناه، ډولونه، لاملونه او درملنه

ګرانه وروره او ګرانې خورې! تکبر او غرور هغه باطني ناروغي ده چې د انسان ظاهر او باطن دواړه بربادوي او د دې تر څنګ چې د مسلمان لپاره قطعي حرام کار دی ډېر زيانونه هم ورباندې مرتب دي له همدې امله په احاديثو کې راځي: ژباړه: جنت ته به داخل نه شي هغه څوک چې په زړه کې يې يوه ذره لويي/تکبر وي. [صحيح مسلم۲۷۵]

همداسې په بل حديث کې راځي: ژباړه: عبدالله بن عمر رضي الله عنه فرمايي: ما د رسول الله (ص) څخه واورېدل چې ويل يې: هر څوک چې ځان غټ وګڼي او په تګ کې تکبر وکړي نو د الله سره به په داسې حالت کې ملاقات وکړي چې هغه به ورته په قهر وي. [مساوئ الأخلاق ۵۴۷]

يعنې څوک چې ځان تر نورو خلکو لوړ او غټ ګڼي او په دې باوري وي چې تر نورو خلکو بايد زما تعظيم ډېر وشي او يا د خپل تعظيم لپاره تکلف او کوښښ کوي، همداسې په رفتار او له نورو خلکو سره په چلند کې تکبر کوي دغه انسان به د قيامت په ورځ د الله تعالی سره په داسې حالت کې ملاقات وکړي چې هغه به ورته ډېر په قهر وي.

دغه انسان ته د الله تعالی قهر په دوه سببه دی يو دا چې ځان تر نورو خلکو لوړ ګڼي او په تکلف باندې ځان ته د تعظيم هڅه کوي، دويم دا چې تکبر کوي.

او په بل اثر کې راځي: ژباړه: يحيی بن معاذ به ويل: ځانونه د لويۍ او غرور څخه وساتئ ځکه چې غرور خپل خاوند بربادوي او غرور د انسان نيکي داسې خوري لکه اور چې بوټي خوري. [شعب الايمان ۶۸۶۱]

غرور او لويي دې ته وايي چې انسان ته ځان ډېر غټ معلومېږي او داسې فکر کوي چې زه خو نو تر ډېرو خلکو غوره يم چې په عربي ژبه کې مې ورته عجب او کبر وايي او دا په خپله معنی د تکبر ده.

تکبر هغه ناروغي ده چې د انسان شخصيت او حيثيت دواړه وژني ځکه د تکبر نتيجه رسوايي او خواري ده لکه په حديث کې چې راځي: ژباړه: څوک چې د لويۍ له امله تکبر وکړي الله تعالی به يې کښته/خوار کړي او څوک چې د وېرې له امله عاجزي وکړي الله تعالی به يې لوړ/پورته کړي. [شعب الايمان۷۷۹۴]

وروره او خورې! کله چې دې په زړه کې د تکبر اراده هم راځي دستي الله تعالی ته رجوع وکړه، توبه وباسه او استغفار وکړه؛ په استغفار او توبې مه شرمېږه ځکه چې په استغفار او توبې شرمېدل د منافقينو خصلت دی په قرآن کريم کې د منافقينو په باره کې راځي: ژباړه: كله چې دوی ته وويل شي راشئ چې د الله رسول ستاسو لپاره بښنه وغواړي دوی خپل سرونه وپېچي او ته به دوی ووينې چې د دين/ استغفار څخه ممانعت کوي او دوی تکبر کوونکي دي.
[سورة المنافقين۵]

نو هېڅ وخت په بښنه او توبه مه شرمېږه، که دې خپل او الله ترمنځ ګناه کړې وي الله تعالی ته راجع شه او بښنه وغواړه، که دې د نورو مسلمانانو حق ضايع کړی وي او يا دې هم د کوم مسلمان پسې بدې خبرې کړي وي نو بيا له هغه مسلمان څخه بښنه وغواړه او توبه وباسه.

د متکبر تکبر مات کړئ!

که څه هم تکبر ډېره لويه ګناه ده خو پر متکبر تکبر کول د دې ګناه څخه استثناء دی او صدقه بلل شوې ده ځکه که متکبر ته تواضع وکړې نو دی نور هم ګمراه کېږي او که تکبر ورباندې وکړې بيا تنبيه کېږي له همدې امله امام شافعي رحمه الله فرمايلي: پر متکبر انسان دوه ځله تکبر وکړه، امام زهري فرمايلي دي: د دنيا پر زامنو تکبر کول د اسلام ټينګ پيوند دی، د امام ابوحنيفه رحمه الله څخه روايت دی: له ټولو ظالم انسان هغه څوک دی چې داسې چا ته تواضع کوي چې هغه ته هېڅ پاملرنه نه کوي، همداسې ويل شوي،چې کله نا کله تکبر د متکبر د تنبيه لپاره وي نه د ځان لوړولو لپاره نو بيا خو داسې تکبر ښه دی لکه پر جاهلانو او اغنياؤ تکبر، يحيی بن معين رحمه الله فرمايلي دي: هغه څوک چې په خپل مال باندې پر تا تکبر کوي پر هغه باندې تکبر کول تواضع او عاجزي ده.

د اهل علم او جاهل د تکبر پرتله:

تکبر او حسد د انسان هر عمل خرابوي خو علم بيا بيخي ډېر او ژر خرابوي، د متکبر او حسود عالم په علم کې هېڅ ډول برکت نه وي او د علم څخه يې هېچا ته داسې ګټه نه رسېږي چې د هغه د اصلاح او سمون سبب دې وګرځي.عام انسان تر ډېره بريده په تکبر او حسد ځان ته تاوان رسوي خو اهل علم په تکبر او حسد ځان او ټولنې ته تاوان رسوي.په متکبر او حسود عام انسان پسې خلک نه ځي او د هغه په کړنو دليل نه نيسي خو د متکبر او حسود عالم پسې ځينې خلک ځي او د هغه په کړنه دليل نيسي.د عام انسان د تکبر او حسد څخه عنعنات او رواجونه نه جوړېږي خو د عالم په تکبر او حسد باندې په ټولنه کې ډېر ناوړه اصطلاحات او بې کاره دودونه جوړېږي او په مسلمانانو کې د عمل او اخلاقو هسته له منځه وړي.

د عام متکبر انسان په نسبت د عالم متکبر انسان مشترکات د شيطان سره ډېر دي نو ځکه يې په تکبر باندې شيطان ډېر خوشحاله کېږي.

د تکبر اړوند يادونې!

۱- ای د الله بنده! ته له ځانه سره فکر وکړه! د کوچنۍ ناروغۍ او تبي طاقت نه لرې او په يو ګړۍ دې تر بستر رسوي، د وړوکي غم طاقت نه لرې او په چيغو دې راولي او د لږې ستړيا طاقت نه لرې پر ځای دې کېنوي نو بيا ولې تکبر کوې؟ ته نه يې خبر چې الله تعالی فرمايي: خلق الانسان ضعيفا. يعنې انسان ضعيف پیدا شوی،خپل ضعف درک کړه او د تکبر څخه ځان وساته!

۲- ای د الله بنده! وظيفه چې هرڅومره غټه وي د دې ارزښت نه لري چې انسان يې د درلودلو په سبب تکبر وکړي او ځان تر نورو انسانانو وره او بهتره وګڼي.

۳ – ای د الله بنده! ته نه يې خبر چې تکبر د شيطان او فرعون صفته خلکو کار دی؟ تکبر خو شیطان داسې خوار کړ چې د الله تعالی په لعنت يې ګرفتاره کړ او فرعون يې په داسې عذاب هلاک کړ چې د ټول عالم لپاره يې عبرت جوړ کړ.

۴- ای د الله بنده! تا هغه حدیث نه دی اورېدلی چې رسول الله (ص) فرمایي: د چا په زړه کې چې يوه زره تکبر وي هغه به جنت ته داخل نه شي؟

۵ – ای د الله بنده! تا هغه قدسي حدیث نه دی اورېدلی چې الله جل جلاله فرمایي: تکبر زما پټو دی څوک چې په هغه کې زما سره لانجه کوي یعنې تکبر کوي زه به يې اور ته وغورځوم؟

۶ – ای د الله بنده! تا هغه حدیث نه دی اورېدلی چې رسول الله (ص) فرمایي: هر څوک چې د الله تعالی پر مخلوقاتو تکبر وکړي الله تعالی به یې داسې بې ارزښته کړي چې آخر به یې اسفل السافلین ته ور واچوي؟

۷- او ای د الله بنده! ته چې هر څومره تکبر وکړې نه ځان ته ګټه په رسولای شې او نه هم بل چا ته تاوان، هسي خپلو سږمو ته باد مه ورکوه چې هرڅه وکړې آخر د نورو انسانانو غوندې ته هم يو انسان يې؛ د دوی غوندې ډوډۍ خورې او قضاء حاجت کوې، د دوی غوندې ناروغ کېږې او په اجل باندې مړ کېږې.

د تکبر اقسام:

تکبر د متکبر په اعتبار پر درې قسمه دی:

۱– تکبر پر الله تعالی باندې؛ لکه فرعون چې وکړ او دا تر ټولو بد تکبر دی.

۲ – تکبر پر پيغمبرانو باندې؛ لکه بني اسرائيلو او مشرکينو د مکې چي کوی.

۳ – تکبر پر بندګانو باندې چې څوک ځان پر بل مسلمان لوړ ګڼي او هغه ته په سپکه سترګه ګوري.

د تکبر  اسباب:

۱– بې عمله علم؛ هغه خلک چې په خپل علم عمل نه کوي همدغه علم يې د تکبر سبب جوړېږي او په خپل عمل پر نورو انسانانو تکبر کوي.

۲ – بې اخلاصه او غير مقبول عمل؛ هغه خلک چې عمل يې د الله تعالی لپاره نه وي او الله تعالی ته د ده عمل مقبول هم نه وي،نو په خپلو ځينو نيکو اعمالو تکبر کوي او ځان تر نورو انسانانو لوړ بولي.

۳ – نسب او قوم؛ ځينې خلک د جاهليت زمانې د خلکو په څېر په خپل نسب فخر کوي او ځان تر نورو انسانانو لوړ بولي چې په نتيجه کې تکبر ورڅخه کېږي.

۴ – ښايست؛ ځينې انسانان په خپل ظاهري ښايست مغرور وي او دا يې هېر وي چې  دا د الله جل جلاله يو احسان دی نو ځکه په خپل ښايست سره پر نورو انسانانو تکبر کوي.

۵– مال او دنيا؛ ځينې هغه خلک چې ډېر مال او دنيا ولري دا يې هېر وي چې دا ټوله الله تعالی راکړي دي او دا پر ما باندې د الله تعالی احسان دی،نو ځکه په خپل مال او دنيا پر نورو انسانانو تکبر کوي او تر ناداره او مسکينانو خلکو ځان لوړ بولي.

۶ – زور او چوکې؛ ځينو خلکو ته چې زور او چوکۍ ورکول شوې وي د دې پر ځای چې د الله تعالی شکر آداء کړي په خپلې چوکۍ او زور نازېږي او د نمرود په څېر پر نورو انسانانو تکبر کوي.

۷ – د پلويانو ډېروالی؛ کله ناکله د پلويانو ډېروالی د تکبر او غرور لامل جوړېږي ځکه کم عقله انسانان تل د دنيا ظاهري برم او زور ته ګوري او په خلکو کې د ده مطرح کېدل يو ډول د ځان فطرتي حق بولي،نو ځکه چې کله يې پلويان ډېر شي نو پر نورو خلکو تکبر او لويي کوي.

۸ – ناپوهي او سرټمبګي؛ ځينې خلک بيا د پورته شيانو څخه هېڅ شی هم نه لري خو د نفس او شيطان په لمسون ځان ورته ډېر غټ معلومېږي ځکه نو پر نورو انسانانو تکبر کوي.

د تکبر درملنه:

د تکبر د درملنې لپاره دوې لارې شته: لومړی دا چې د خپل زړه څخه بايد د تکبر ريښه وباسي هغه داسې چې ځان خوار وبولي، نورو انسانانو ته تر ځان په درنه سترګه وګوري او الله جل جلاله خاوند د عزت وبولي.

دويمه لاره يې دا ده چې د تکبر د اسبابو څخه ځان پاک کړي، هغه شيان چې له امله يې انسان ته تکبر پيدا کېږي له ځانه ليرې کړي د بېلګې په ډول: په خپل علم، اعمالو، نسب، ښايست، مال، قدرت، طرفدارانو او نورو دنيوي مادياتو فخر ونه کړي همداسې د خپل عقل څخه په استفاده د ځان او نورو انسانانو په وړاندې خپل مسووليت درک کړي.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button