افغانستان

د تېرې مياشتې صادرات نږدې ۱۳۷ میلیون ډالرو ته رسېږي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د روان کال د زمري مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام را ټول او تحليل کړي دي، چې د صادراتو ټولیز ارزښت یې په دې مياشت کې ۱۳۶.۹ میلیون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۴۳.۶ میلیون ډالرو ته رسېږي. دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په زمري مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۳۹.۷ میلیون ډالرو ته رسېدو، چې د روان کال د زمري مياشتې د ارقامو تحلیل د هېواد په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۲.۸ میلیون ډالره کمښت راغلی. همدارنګه د ۱۴۰۱ لمريز کال په زمري مياشت کې د هېواد د وارداتو ټولیز ارزښت ۷۱۲.۸ میلیون ډالرو ته رسېدو، چې د روان کال په پرتله ۳۰.۸ ميليون ډالره کموالی ښيي. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې معلوماتو له مخې سږ کال په زمري میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو ته او تېر کال په همدې میاشت کې زيات صادرات پاکستان، هندوستان، تاجکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي وو. د یادې ادارې معلومات ښايي، چې د ۱۴۰۱ کال د زمري په مياشت کې تر ټولو زيات واردات له چين، پاکستان او ايران څخه شوي، په داسې حال کې چې د روان کال په همدې مياشت کې له ايران، چين او پاکستان څخه زیات واردات ترسره شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *