سرمقالې

د ثور فاجعه او د کمونیستو افغانانو جفاوې !

پنځه څلوېښت کاله پخوا د (۱۳۵۷هـ ش) د ثور په اوومه کابل کې د کمونیستانو له خوا د یوې خونړۍ کودتا په ترڅ کې سردار داودخان ووژل شو او د افغانستان حکومت د خلق او پرچم کمونیستی ډلو ته په لاس ورغی- دوی چې ډېر کلونه یې د کور، کالي، ډوډۍ شعارونه ورکول او خپل افغان مسلمان ملت یې یوازې مادیت ته هڅاو، رښتیا هم له معنوي ارزښتونو لکه اسلامی عقیده، ملی کلتور او خپلواکي غوندې مفاهیمو سره په تکړ او سمدستی د خلکو له شدید مخالفت او سخت غبرګون سره مخ شول. یادو ډلو که څه هم د دوی په وینا تر څټه د شوروي او وارسا په شان ځواکمن دوستان لرل خو د څوارلسو کلو په موده کې یې د هماغې نیمې نړۍ له ځواک او ملګرتیا سره سره د څو میلیونو مسلمانو افغانانو په وژلو او شړلو بیا هم و نه شو کړی چې پردې ویاړمن هېواد او ملت د مارکس او لینن پوچ نظریات او الحادي عقیده ومني. تر دې چې اخرپای له سختې شرمندګي او ماتی سره مخ او زیاترویې د تېښتې لار غوره کړه. خو له بده مرغه د خلقیانو او پرچمیانو د حسد، فساد او جفا لړۍ بل پړاو ته داخله او ځانونه یې د مجاهدینو بېلابېلو ډلو کې ننوېستل، د هغوی ترمنځ یې د قومي او ژبنی تعصب او رونه بل او د څلور نیمو کلونو په موده کې یې د هېواد څه ناڅه پاتې شتمني په جګړه تخریباتو او چور تالان کې له منځه یوړه- بالآخره افغان ولس د یاد فساد پر وړاندې هم پاڅون وکړ او نزدې له ټول هېواده یې د خپل منځې شخړو، تعصباتو، زورواکۍ او پاټک سالارۍ ټغر ورغونډ کړ- خو کیسه یې بیا هم پای ته ونه رسېدله او هماغو د هریانو چې پوره څوارلس کاله یې خپل ملت پردې ګناه وژلو چې ولې د شوروي مرییتوب نه کوي، دا ځل یې غربي کفر امریکې او پرنګي سره ملګرتیا پیل او خپلو سره یې په دې حسد او دښمني شروع کړه چې ولې د امریکې او ناټو غلامي نه مني! په دې توګه خلقي او پرچمي کمونیستانو د نړۍ پرمخ له هر مشرک او ملحد سره دوستي خو د خپل هېواد بې وزله مسلمانانو سره کلکه دښمني شروع کړه چې دادی لاهم لګیادي او له یو شمېر نورو حاسدانو سره د افغان ولس پر خلاف ډول ډول دسیسې جوړوي. اوس هم د دوی ټولو یوازنی مکلفیت دادی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلام د هر دښمن لپاره د څو ناچیزه پیسو- ټکو د حصول په هڅه افغانستان کې له هیڅ ډول تخریب، فساد، بدنامۍ او بې شرمۍ مخ نه اړوي او هیڅکله دا نه شي زغملی چې هېوادوال یوه ورځ هم ارامه او سوکاله تېره کړي مطلب دا چې د افغانانو پر خلاف د خلق او پرچم کمونیستي ډلو جفا وې د شمېرلو او هېرېدلو نه دي- بلکې په تېرو پنځه څلوېښتو کلونو کې د دې هېواد او ملت د ګردو ناخوالو او خورا ناوړه مصایبو اصلي عاملین همدوی دي. بناءً لازمه ده موږ ټول له همدغو تاریخي پېښو درس واخلو او دومره زده کړو چې د پردیو بې دینه اجیران د تاریخ په هر پړاو او هره زمانه کې د خپلو خېټو ډکولو لپاره له هیڅ ډول جفا مخ نه دی اړولي او تل چمتو دي چې د هېواد پر خپلواکۍ، عقیده او ملی کلتور له هر دښمن سره معاملې او څه مادي ګټې ترلاسه کړي- خو دا ډول اجیران دې دا واقعیت هم درک کړي چې پرته له پردیو اشرباڼو یې دلته ژوند او واکمني حرامه ده- دوی به هم همېشه د خپل ملت په منځ کې رټلي او شرمېدلي وي.
ژوندي دې وي خپلواک ننګیالي افغانان او مړه دې وي هېواد پلورونکي پردي اجیران.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *