لیکنېمقالی اوتبصرې

د ثور ۸ مه که د ايمان زور

دلته هر راغلي اشغالګر تېروتنه کړې ځکه د دغه باغي هېواد تاريخ او د خلکو د پارېدنې لاملونه يې نه دي معلوم کړي تنها يې خپل مادي قوت او کوچنيو اهدافو ته يې کتلي ځکه زيانونه يې لیدلي خو د ټکنالوژی پياوړتيا د خدايی دعوې تر سرحده رسولي او مخه يې رب دې مؤمن هېواد ته کړي.
له مغرور قدرت يوه روسيه وه خپل ماديات يې کتلي وه خو د مؤمن هېواد معنويات يې هېڅ په نظر کې نه وه نيولي نيمه نړۍ يې لاندې کړې وه له افغانستان د ډېرو هېوادو د مهار پلان يې درلود مسته روسيه وه فکر يې نه کاوه چې څمکه به ورته سره تبۍ شي د ظلم باب يې پرانيست ، د خاد ظالمه اداره يې تاسيس کړه د مېړانې د وژلو په تکل کې وه په افغانستان يې د نيمې نړۍ ګمان کړی و روسيې هم د انګرېز په څېر د افغانانو سرې کرښې او د پارېدنې مرجعې يې وچيړلې مقدساتو ته له توهين نيولې تر د مساجدو، مدارسو بمبارولو، د علماؤ له ترور تر ورکولو يې سرپه ونه کړه د دين په تحريف يې لاس پورې کړ حج د عربو په تجارت او لمونځ په سپورت تعبيروه د ځينو شعارو په ورکولو ټول افغاستان يې غصب کاوه
هماغه وه چې بيا د غيرتي ملت ولولې/جذبې را وپارېدې تش لاسي خو ايماني قؤت هماغه وو چې د انګريز امپرا‌طوري او د غدار واکمني يې پرې نړولې وه په کم وخت کې مجاهد ملت نيمه نړۍ په دې قانع کړه چې د ياد ليوه له شره ځانو ته نجات ورکول له دوي سره مرسته ده د معرکې ميدان ورځ په ورځ ګرمېده دې غزا څوارلس کاله ونيول بالاخره اتم د ثور د خدايي د دعوګرې غږونه خپ او ماتې خوړلي د خپل هېواد په لور مخه کړه د ځينو دا فکر چې ګواګي د نړۍ د مالي او وسايلو د مرستې له برکته دا مغروره لښکر مات شو ناسم ده اصل د جګړې لپاره افراد او سرتيري مهم دي نه وسايل ځکه د جنګ وسيلې دي د ثور په اتمه د ايمان زور نړۍ ته ښکاره شو په همدې ورځ ټکنالوژي ايډيالوژي ته د تعظيم په موخه
سر خم کړ.

احمد منصور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *