افغانستان

د جاپان سفیر: هېواد مو داسلامي امارت لاسته راوړنې درک کوي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د جاپان له سفیر تاکويوشي کورمایا سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل لیکلي چې په دې ناسته کې د افغانستان او جاپان پر دوو اړخیزو اړیکو، په ځانګړې توګه د جاپان د بشري مرستو او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې شوي دي.

مولوي امیرخان متقي ویلي چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې پراخه شوي او د افغان حکومت په تړاو د سیمې د هېوادونو د درک د کچې په زیاتېدو سره یې تعامل  تر پخوا خورا ښه شوی.

د جاپان سفیر وویل، چې هېواد یې د افغان حکومت لاسته‌راوړنې درک کوي، په همدې سبب یې کابل کې سفارت پرانیستی، تر څو له افغان حکومت سره له نږدې کار وکړي او ځمکني واقعیتونه خپل حکومت او ولس سره شریک کړي.

ښاغلي تاکویوشي کورمایا په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.

د جاپان سفیر د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت ګډون مهم وباله. د نوموړي په ګومان د افغان حکومت له هوکړې پرته د ځانګړي استازي ټاکنه واقعبینانه نه ده.

د بهرنیو چارو وزیر  ویلي چې د دوحې ناستې په اړه یې نظر مثبت دي خو اوسمهال د افغان حکومت لپاره د ځانګړي استازي ټاکنه بې اړتیا ده.

د ښاغلي متقي په اند هېوادونه دې دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې د افغان حکومت سره خبرو ته راوړاندې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button