لیکنېمقالی اوتبصرې

د جدی۶ مه د شوروي اتحاد د یرغل ورځ!

له نن څخه ۴۴ کاله مخکې روسانو په ډېر جبر او ظلم سره او ډېر مغرورانه انداز پر ګران هېواد افغانستان یرغل وکړ، ډېري میندې یې بورې کړې، خوندي یې بې وروره، ناویانی یې کونډې، او اولادونه یې بې موره او بې پلاره کړ، دا هغه ورځ وه، چې د نړۍ د انساني حقوقو ټولې دعوې کاذبي او دروغجنې وختې، دوی د مصر د فرعون تاریخ یو ځل بیا تکرار کړ، او داسې یو قتل عام یې جوړ کړ، چې ميندو خپل اولادونه له وېرې د نیل سیندونو ته وغورځول.
خو د رب تعالی پرېکړه بیا بېله وه، د فرعون په کور کې یې موسی وروزه، د هم هغې مور هغه صندوق چې د وخت د فرعون له وېري یې، د نیل سیند ته غورزولی و، هغه یې د فرعون په کور کې وروزی او د وخت موسی ترې جوړ شو او ټول کمونیستي فکرونو ته یې د پای ټکې کېښود.
د کمونیستانو په راتګ سره په افغانانو کې د جهاد یو نوی باب پرانېست او یوه نوې نیالګۍ کېښودل سوه، یو ځل بیا د پامیر او هندوکش په غرونو کې د عمري تکبیر نغارې وډنګېدلې. افغانانو د څو پېړیو وروسته یو ځل بیا د جهاد هغه دبدبه او د سهار وختي په نسیمونو کې د آس ششنهاری یې یو ځل بیا تکرار کړ او یو ځل یې بیا د (وَالْعٰدِیٰتُ ضَبْحاً)مصداق یې را ژوندی کړ.
افغانانو یو ځل بیا ټولې نړۍ ته وښوده، چې آزادي په نعرو او مظاهرو نه اخېستل کېږې، بلکې قربانۍ او سرښېندلو ته ضرورت لري.
افغانانو لس کاله داسې یو معرکه وکړه، چې د بدر، احد او تبوک مېدانونه یې ګرم ساتلي وو.
هم هغه د افغانانو د قربانۍ سرښېندلو برکت و، چې په مټ یې د نړۍ یو قوي زبرځواک شوروی یې له خاورو سر خاورې کړ.
د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ پر ۱۵ ورځ ۱۱ بجې او ۵۵ دقیقې وې چې د جنیوا هوکړه عملي شوه او د شوروي ځواکونو د ۴۰ فرقې قومندان جنرال بوریس ګروموف د وروستي پوځي په حیث پر امو سیند د دوستۍ له پله ازبيکستان ته واوښت او په افغانستان کې د شوروي پوځ یرغل پای ته ورسېد.

لیکنه؛ حمزه الیاس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *