دینې لیکنې

د جنت نعمتونه او جوړښت

مخکې تر دې چې پوه شو، چې جنت څنګه ځای دی! کوم کوم نعمتونه په جنت کې شتون لري! د جنت ماحول څنګه دی! د جنت خوراکونه به څنګه وي! د جنت حورې او غلمان به څنګه وي او داسې نور. را به شو دې ته چې کله یو ماشوم د مور په ګېډه (نس) کې وي او هغه ته څوک ورنږدې شي او ورته ووايي: که چېرې ته د مور له ګېډې بهر راووځې، نو یوه لویه دنیا ده، په دې دنیا کې ډېر خوندور شیان لکه بوره، ګوړه، شهد او … شته. همدارنګه ډېر منور او رڼا ورکوونکي شیان لکه لمر، سپوږمۍ او برېښنا هم شته. پرته له یادو شیانو ښکلي پارکونه او چمنونه هم شته، ماشوم یې کله مني، ځکه چې هغه د مور په نس کې ماشوم ته د دنیا پراخوالی، خوراکونه او ښکلاوې کله معلومیږي؛ همدارنګه موږ انسانانو ته هم د جنت ښکلاوې، مزې، حورې، غلمان، مېوې، بنګلې او ابدې ژوند نه رامعلومیږي، ځکه چې موږ یې نشو درک کولی او د تعجب وړ راته ښکاري.
الله جل جلاله فرمایي: ژباړه( یو نفس نه دی خبر په هغو نعمتونو باندې چې ما دوی ته د دوی د سترګو د یخوالي لپاره پټ کړي دي) مطلب په جنت کې داسې شیان شته چې سترګو لیدلي نه دي، غوږونو اورېدلي نه دي او ذهن يې تصور نه دی کړی. یو مثال به د جنتونو د لویوالي لپاره راوړم، تر څو مو ذهن خلاص شي؛ چې یو ادنا جنتي ته یې الله جل جلاله ورکوي. د قیامت په ورځ به الله جل جلاله د جنهم څخه یو ګنهګار بنده راوباسي او ورته وبه فرمایي: چې اې بنده! زه به تاته د دنیا په اندازه لس چنده ځای درکړم، نو دا بنده به وخاندي او حیران به شي، چې یا الله جل جلاله! دومره ځای چېرته دی او کله به دومره ځای پاتې وي!؟ دا خبره به ځکه وکړي، چې دغه بنده به جنت نه وي لیدلی، نو الله جل جلاله به د دنیا برابر لس چنده ځای او کور په جنت کې ورکړي.په لومړي ځل چې جنتیان جنت ته ننوځي نو د جنت دروازې به بندې وي، اولین کس به محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم وي چې دروازه به وټکوي او د جنت متصرف ملک (خاذن) به ورته ووايي، چې څوک یاست؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم به ورته وفرمایي، چې زه محمدرسول الله یم، نو ملکه به ورته ووایي، چې الله جل جلاله ماته فرمایلي و، چې د جنت دروازه به یوازې محمد رسول الله ته خلاصوې نو له رسول الله څخه به مخکې هیڅوک جنت ته نشي ننوتلی.
جنت اته او جهنم اووه دروازې لري، چې د جهنم اووه دروازې په قرانکریم کې بیان شوي او د جنت اته دروازې رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو مطهرو کې بیان کړي دي. د جنت یوې دروازې په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله بیان کړی، چې پراخوالی یې د مکې معظمې او حجر سیمې ترمنځ ښودلی، چې دغه سیمه شپږسوه کیلومتره مساحت لري، نو تاسو فکر وکړئ، چې جنت به څومره لوی وي.
د جنت د دروازو مختلف نومونه بیان شوي د بېلګې په توګه: باب الصلوة، باب الجهاد، باب ریان، باب زکات، باب الحج او داسې نور. هر مسلمان چې په کوم عمل د جنت لایق ګرځېدلی وي؛ په همغه دروازه به جنت ته ننوځي. اوس به راشو د جنت جوړښت ته، چې جنت څنګه او له څه شي جوړ شوی دي.
د جنت جوړښت د دې دنیا سره ډېر توپیر لري. جنت کې لمر او سپوږمۍ نشته. له همدې امله هلته شپه او ورځ نشته. یخني او ګرمي نشته. معتدله او پاکه هوا به وي. که څوک پوښتنه درڅخه وکړي، ته چې وایې، جنتونو کې لمر او سپوږمۍ نشته نو رڼا به له کومه کېږي او جنتیان به د رڼا استفاده له څه شي کوي؟ ځواب دا دی، چې د جنت ماڼۍ الله جل جلاله دومره ښایسته او روښانه پیدا کړي، چې هره ماڼۍ به خپله رڼا لري دېته به حاجت نه پیدا کېږي، چې څوک هلته ګروپ او ډېوه ولګوي. همدارنګه که څوک معلومول غواړي چې دنیا کې به شپه وي او که ورځ، دا هم معلومولی شي. د ورځې به د مثال په ډول د ماڼیو رنګ سپين وي خو چې کله شپه شي د ماڼيو رنګ به سور یا بل ډول شي نو جنتي به پوهیږي، چې د دنیا شپه یا ورځ شوه.
د دنیا کور چې جوړيږي خښتو، تیږو، مسالو او خاورو ته ضرورت پیښیږي، همدارنګه د جنت ماڼۍ او نور ځایونه چې جوړ شويدي، یوه خښته د سرو او بله به د سپینو زرو په کې کارول شوې، په دنیا کې د خښتو ترمنځ مساله اچول کېږي، ترڅو ونښلي، په جنت کې به د مسالې پر ځای مشک او عمبر استعمال شوي وي او همدارنګه د جنت پر ځمکه به د خاورو او تیږو پر ځای به یاقوت او زمرود هوار وي.
قدرمنو! په جنت کې بې شمېره نعمتونه شتون لري، زه به یې یو څو بېلګې بیان کړم.
۱- تر ټولو ستر او لوی نعمت، چې جنتیانو ته به له هغه څخه بل لوی نعمت نه وي او بل هیڅ شی به له دې څخه زیات ورته خوښ نه وي، هغه د الله جل جلاله سره ملاقات دی او د الله دیدار دی، یعنې د الله جل جلاله دیدار به جنتي ته ډېر خوښ وي. د رب متعال لیدل په دنیا کې محال او ناممکن دي. جنتیان به د خپل رب دیدن او ملاقات داسې مخامخ کوي، چې الله جل جلاله به خپل یو بنده ته ووایي: چې اې فلانکیه! تا په دنیا کې دا ګناه ونه کړه؟ نو بنده به ورته ووایي، چې یا الله ولې تا هغه راته معاف نه کړه؛ نو مهربانه رب به ورته وفرمایي: چې هو معاف مې کړه. مطلب دا چې جنتي به له خپل رب سره داسې مخامخ ملاقات کوي.
یوه ورځ صحابه کرامو د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې موږ به په جنت کې الله جل جلاله لیدلی شو، نو رسول الله ورته وفرمایل: چې آیا تاسو د څوارلسمې سپوږمۍ لیدلی شئ؟ نو صحابه کرامو ورته وفرمایل، چې هو؛ نو رسول الله ورته وفرمایل: چې الله جل جلاله به همداسې مخامخ وینئ لکه د څوارلسمې سپوږمۍ.
که چاته پوښتنه پیدا شي، چې آیا ښځې هم د الله دیدار کولی شي؟ځواب دادی، چې هو؛ ښځې به هم د الله جل جلاله دیدار کولی شي خو د سړیو سره یې فرق صرف دومره دی، چې ښځې به د رب دیدار په خپلو کورونو کې کوي او سړي به د الله جل جلاله دیدار ته ورځي، لکه د جمعې او اخترونو لمونځونه، ښځې یې په خپلو کورونو کې اداء کوي او سړي یې د ادا کولو لپاره جوماتونو ته ځي. کله چې جنتیان د الله جل جلاله دیدار څخه راشي، نو خپلې بیبیانې او حورې به ورته ووایي، چې کله ته د الله جل جلاله دیدار ته تللې، دومره ښکلی نه ښکارېدې خو چې اوس راغلې ډېر ښکلی ښکارې! نو جنتي به ورته ووایي، ولې به ښکلی نه ښکارم؛ زما ملاقات له خپل رب سره وشو.
۲- بل لوی او ستر نعمت په جنت کې د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملاقات دی.
۳- دریم لوی نعمت دا دی، چې د جنت نعمتونه هم همیشه دي او موږ به هم همېشه یو. په دنیا کې که نعمتونه وي خو د تل لپاره نه وي او که وي هم، موږ او تاسو همېشه نه یوو. مثلاً: ځواني او ژوند یو نعمت دی خو آخر ختمیږي او مړه کېږو.۴- انسانان به جنت ته د دنیا په دې وړو قدونو او اندامونو نه داخلیږي، د هر جنتي قد به د ادم علیه السلام برابر وي، د ادم علیه السلام قد شپېته شرعي ګزه و او زموږ په اوسني مروجو ګزو دېرش ګزه و. عمر به یې د عیسی علیه السلام غوندې (۳۳) کاله وي، ځکه عیسی علیه السلام خپل رب په همدې عمر کې اسمانونو ته پورته کړی دی. صبر به یې د ایوب علیه السلام غوندې وي. ښایست به د یوسف علیه السلام د ښایست په اندازه وي، عالمان وایي: ښایست الله تعالی په دوه برخو وویشه، چې یوه برخه یې یوسف علیه السلام ته ورکړ او یوه برخه یې په ټولو انسانانو تقسیم کړ. د جنتیانو اوآز به د داوود علیه السلام غوندې ښکلی وي، د داوود علیه السلام اوآز دومره ښکلی و، چې کله به نوموړي د الله جل جلاله تسبیح ویلو؛ نو مرغانو، ونو، غرونو او ټول شیانو به هم ورسره تسبیح ویله. اخلاق به ورته د محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم ورکړل شي.همدارنګه د جنتیانو په بدن به وېښتان نه وي یعنې ګیره او د بدن نور وېښتان به یې نه وي.
۵- هغه عیبونه چې انسان یې په دنیا کې لري، په جنت کې به یې نه لري. مثلاً: یو سړی په دنیا کې پک یعنې ګنجی دی، بل سړی پيس مرض لري، همدارنګه ښځې میاشتنۍ مریضي لري، نو دا مشکلات به هلته نه وي، چې دا یو بل ستر نعمت دی. په جنت کې چې جنتیان خوراک وکړي نو بېرته به د هغوی له بدن څخه د خولو په شکل راوځي، ځکه هلته بولې او مرداري نشته. کومې خولې چې د جنتیانو له بدن څخه راوځي، بوی به یې د مشکو او عنبرو وي، د دې دنیا غوندې بد بوی به نه کوي. په جنتونو کې به د جنتیانو لپاره پاکې بیبیانې وي، له هر قسمه عیب څخه به پاکې وي، نه به په هغو میاشتنی مرض راځي او نه به هغوی له خپل جنتي خاوند څخه بل چا ته ګوري او په خپلو خاوندانو به مینانې وي.
په یو حدیث شریف کې مې ولیدل، چې جنتي ته به یوه داسې ماڼۍ ورکړل شي، چې په هغه ماڼۍ که به اویا خونې وي او په هره خونه کې به یوه حوره وي او هره خونه به اویا دروازې لري چې له هرې دروازې به مختلف بویونه لکه د مشکو او عنبرو راځي. کوم شیان چې ما بیان کړل دا به د یو ادنا جنتي لپاره وي، کوم چې د الله جل جلاله ښاغلي او نازولي بنده ګان دي د هغو معلومات یوازې الله جل جلاله ته شته.کله چې د قیامت په ورځ جنتیان جنت او دوزخیان دوزخ ته لاړ شي نو الله جل جلاله به جبرائیل علیه السلام ته امر وکړي، چې مرګ راوله! نو جبرائیل به لاړ شي او مرګ به د یو پسه(ګډ) په شکل راولي، د جنت او جهنم تر منځ به یې د الله جل جلاله په امر د اعراف په ساحه کې حلال کړي، د مرګ له حلالېدو سره سم به جنتیان خوشحاله او جهنمیان چیغې کړي، ځکه چې جهمنیان به تل تر تله په جهنم او جنتیان به تل تر تله په جنت کې پاتې شي. په جنت کې الله جل جلاله داسې یوه ماڼۍ پیدا کړې، چې د بهر طرف څخه به یې داخل لوری او د داخل لوري څخه به ېې بهر لوری ښکاري، دا به يې د هغو انسانانو لپاره پیدا کړې وې، چې له خلکو سره په نرمۍ خبرې کوې، کله چې خلک ویده وي نوموړی به خپل رب ته په عبادت اودریږي او همدارنګه دوامداره روژه به نیسي. الله جل جلاله په قران کریم کې د جنتیانو لپاره د خادمانو یادونه کړې ( طواف به کوي په دې جنتیانو باندې جنتي هلکان یعنې غلمان) دا هلکان به د جنتیانو خدمت کوي، کله چې د یو جنتي اوبو، شیدو، شهدو او شرابو ته زړه وشي نو دغه جنتي هلکان به یې سمدستي ورته راورسوي. دغو جنتیانو ته به تل د شرابو څخه ډک ګیلاسونه ایښې وي، په جنت کې شراب حلال وي. د دنیا شراب انسان بې هوشه کوي، په سر او نس درد راولي، بد بوی لري او رنګ يې هم بد وي، خو د جنت شراب تک سپین ، خوږ او ښکلی بوی لري، انسان به نه بې هوشه کوي. په جنت کې د هر جنتي لپاره څلور بهېدونکې ویالې وي، چې یوه به د پاکو اوبو، بله د پاکو سپينو شیدو، بله د شهدو او یوه ویاله به د شرابو وي.جنتیانو ته به کباب کړي مرغان ، د ماهیانو او غویانو پخې شوې غوښې او هر هغه څه به وي چې د نوموړي ورته اشتها کیږي. د جنت نعمتونه ډېر زیات دي خو په اخره کې به د الله جل جلاله یو قول بیان کړم، چې معنی یې څه داسې ده: ستاسو لپاره په جنتونو کې هغه څه دي چې تاسو یې خوښوۍ، هغه څه چې تاسو غوښتل در به کړل شي، دا به د الله له لوري میملستیا وي). قدرمنو! موږ او تاسو به زیار باسو او نېک عملونه به کوو او همدا شان به د الله جل جلاله رحم او فضل غواړو تر څو موږ د جنت مستحق شو.
بېشکه هغه کسان چې ایمان یې راووړ او نېک عملونه یې وکړل، وي به دوی لپاره جنتونه، داسې جنتونه، چې لاندې به ترې نهرونه بهیږي او دوی به همیشه په دې جنتونو کې اوسېږي.
بې زحمته راحت نشته زما ورورهکه راحت غواړې زحمت در لره بویه

منیر(فاروقي)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *