افغانستان

د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه سلګونه سرتېري فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه ییزو قول اردوګانو ۳۳۰ سرتېري د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ څخه له درې میاشتو مسلکي، عقیدتي او نظامي زده کړو وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي د ښوونې، روزنې او دوکتورینو قوماندان الحاج ملا عبدالجبار صدیقي او د یاد وزارت ګڼ شمېر مسوولینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.
په دغو مراسمو کې مفتي لطیف الله حکیمي فارغ شوي سرتېري خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل او ویې ویل، چې زده کړې د ټولنې د سمون او رغولو لپاره اړينې دي، او همدا راز اطاعت، ژمنتیا او په نظام باور درلودل د یو پیاوړي نظام لپاره ضرور دي.
په پای کې د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ له مسوولینو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې په راتلونکي کې به هم په عقیدتي او مسلکي زده کړو سمبال مجاهدین د هېواد خدمت لپاره روزي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *