دینې لیکنې

د حجاب اړوند د شبهاتو جوابونه – اوومه شبهه

د حجاب او ستر دښمنانو د حجاب پر نه مهموالي دا دليل نيولی،چې په پخوا كې په مختلفو طبقاتو كې ډېرې ښه ښځې تېرې سوي چې لوڅ مخ ګرځېدلې او حجاب يې نه كوي، همدا راز له نارينه وو سره د اختلاط او ګډ كاره يې هم ځان نه ساتي.
دوی د خپل دې دليل لپاره د تاريخ او تراجمو پر ځينو كتابونو باندې حوالې وركوي او په ډېرې عميقې پلټنې سره د خپل طبيعت موافق خپله هغه مهمه وركه او د دوی په فكر خپله لا دركه ملغلره پيدا كوي چې په نمونې ګرځولو سره يې نورې مسلمانې ښځې د ګمراهۍ او بې حجابۍ لوري ته بيايي.
دوی د بيلګې لپاره د ځينو هغو ښځو نومونه اخلي كوم چې د را نقل سوو اخبارو پر بنسټ دوی د نارينه وو مخته خپل مخونه لوڅول او د نارينه وو سره يې د دوی په وينا په ادبي او علمي محفلونو او سیمينارونو كي بېله كوم محدوديته ګډون كوي.
ځواب: د دغه خلکو په جواب كې بايد وويل سي،چې تر دې به تېر سو چې ستاسې له خوا کېدونکي قيصې څومره رښتیا او پر واقعيت بناء دي! که يې فرض کړو چې تاسې داسې قيصې ليدلي یا مو اورېدلي دی،نو درته وايو: كوم دلائل چې پر هغو باندې شرعي احكام بناء كېږي ‌هغه قرآن، ‌سنت، ‌اجماع او قياس دي د بلې مرجع څخه لكه تاريخ چې هر شی اخيستل كېږي بايد د دغو څلورو سره پرتله كړل سي كه يې د دغو څلورو سره ټكر نه درلودی هغه قبول دی او كه يې ټكر درلودی بيا هغه قبول نه بلكې رد دی.
نو بناءً د تاريخ په كتابونو كې چې كوم شيان ذكر كېږي هغه بايد د دغو څلورو اصولو سره مقايسه او پرتله كړل سي، كه ورسره موافق وه بايد ومنل سي او كه مخالف وه بايد رد كړل سي تنها د تاريخ كتاب د ديني احكامو مرجع نه سي جوړېدلای او نه هم يواځې پر تاريخ باندې باور كېدلای سي.
او بيا د تاريخ كتابونه هم څو ډوله دي سم او خراب دواړه په كې سته،‌ هر مؤرخ د خپلو معلوماتو سره سم پېښې او واقعات په كې ليكلي وي، ‌ځينې مؤرخين چې رښتيني مسلمانان تېر سوي د تاريخ په ليكلو كې يې هم پوره دقت كړی وي او هغه شيان يې ليكلي وي چې د ده په پلټنې سره د هغو صحت او رښتيا والی ثابت سوی وي.
او هغه مؤرخين چې يا مسلمانان نه وه او يا هم په اصطلاح نيمچه مسلمانان وو هغوی په خپلو تاريخونو كې لوند او وچ، ښه او بد ټول ليكلي وي؛ نو مخكې تر دې چې د دوی خبره دي ومنل سي او بيا دې د دوی د خبرې په حواله نورې خبرې وسي بايد د دوی په خبرو كي چاڼ وسي، ښه خبري يې را واخيستل سي او بدې خبرې يې پرېښودل سي؛ بېله تحقيقه د تاريخ خبره هېڅ وخت قوي او موثقه نسي كېدلای او نه هم ورباندې باور كېدلای سي.
اسلامي احكام د اعتبار له وجهې د همدغو څلورو منابعو اخيستل كېږي د دغو څخه بغير د تاريخ څخه او يا هم د اشخاصو او افرادو د اعمالو او تصرفاتو څخه نه اخيستل كېږي بلكې په اتفاق سره د مسلمانانو د ټولو افرادو تصرفات د صحت او بطلان له مخې په اسلامي ميزان او ترازو باندې تلل كېږي نه داسې چې اسلامي احكام دې د افرادو په تصرفاتو باندې وتلل سي.
مشهوره خبره ده چې حق په خلکو نه پېژندل كېږي بلكې خلک په حق باندې پېژندل كېږي چې كله حق وپېژنې اهل حق خپله پېژنې.
بله خبره چې د بې حجابۍ دعوتګرانو ته بايد وسي دا ده چې تاسو د خپل عمل لپاره په تاريخ كې يوه يوه ښځه پيدا كوي چې ستاسو د فكر سره سمه وي بيا په هغې باندې د خپلې مدعي د ثبوت لپاره دليل نيسي پداسې حال كې چې په هغه وخت كې محجبې او مستوري ښځې په سلګونو وې؛ دا څومره لويه نيمګړتيا او بې انصافي ده چې د سلګونو ښځو په حجاب باندې دليل نه نيسي بلكې په يوې يا دوو باندي دليل نيسي!
امام غزالي رحمه الله په احياء علوم الدين كې وايي: په مسلمانانو كې تل داسې وه چې نارينه وو به مخونه لوڅول او ښځو به خپل مخونه پټول او په لوڅو مخونو به د كوره بهر ته نه وتلې.
او ابن ارسلان رحمه الله په عون المعبود كې ويلي دي: مسلمانانو پر دې خبره اتفاق كړی،چې ښځې دې په لوڅو مخونو د كورو څخه نه وځي.
ښه چې كله د ټولو مسلمانانو دغه عادت او اصطلاح وه او په دوی كې دغه يو لوی اتفاقي امر وو چې ښځې بايد حجاب وكړي او د تاريخ په اوږدو كې هم مسلمانانو ښځو حجاب كوي،نو ښكاره خبره ده چې په هغه وخت كې هم د كومې ښځې څخه چې بې حجابي را نقل سوې وي هغه د دې انحراف او ناپوهي وه او اسلامي اصولو څخه يې سرغړونه وه هېڅكله د داسې ښځې په عمل باندې دليل نسي نيول كېدلای.
او بيا ولې په اسلام كي د مباركو او پتمنو ښځو په عمل باندې دليل نه نيول كېږي؟ چې د رسول الله (ص) ازواج مطهرات وه، مباركي صحابياتي وې چې د هغوی ژوند د نورو مسلمانو ښځو لپاره يوه نمونه او سمبول دی او هغوی په پوره توګه حجاب كوی او حجاب ته يې د يوه شرعي اصل او قانون په سترګه كتل.
دلته به يوه لنډه واقعه د صفيه بنت حيي رضي الله عنها بيان كړم كومه چې امام بخاري رحمه الله په خپل صحيح كې د انس بن مالك رضي الله په سند باندې راوړېده.
انس بن مالك رضي الله عنه فرمايي: موږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د عسفان د عزوې څخه د مدينې پر لوري را روان وو،‌ رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل شا ته پر اوښې باندي ام المؤمنين صفيه بنت حيی سوره كړې وه چې يو دم يې اوښه غوځاره سوه او دوی دواړه د اوښ څخه ولوېدل، ابوطلحه رضي الله عنه چي كله دوی وليدل ډېر ژر يې ځان د خپلې سورلۍ څخه را وغورځوي او چيغې يې كړې يَا رَسُوْلَ اللهِ جَعَلَنِيَ اللهُ فِدَاءَكَ، الله دي مي تر تا قربان كړي يارسول الله! رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: عَلَيْكَ بِالْمَرْأَةِ يعني ښځه پټه كړه وايي ده په خپلو كاليو باندې خپل مخ پټ كړ، نژدې سو او پر حضرت صفيه بنت حيی رضي الله عنها باندي يې پړونی راكش كړ يعنې سر او مخ يې ورته پټ كړه، اُوښه يې ورته سمه كړه او دوی دواړه بيرته پر سواره سوه.
په داسې حساسو او اضطراري حالاتو كې هم رسول الله صلی الله عليه وسلم حجاب ته پاملرنه كول اوله دې څخه له ورايه معلومېږي چې مخكې هم حضرت صفيه رضي الله عنها په حجاب كې وه.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *