
د حجاب اړوند د شبهاتو ځوابونه:(دوهمه شبهه):
د شرعي حجاب مخالفین وايي: حجاب د عربو د جاهليت د زمانې له عادتونو يو عادت دی ځكه چې په عربو کې حمايت د شرف او په حياء کې غلو ډېره وه له همدې امله به يې خپلې لوڼې د پېغور له وجهې ژوندۍ خښولې نو يې د خپل پخواني تعصب او عار له مخې پر ښځو حجاب حتمي کړ او دا معلومه خبره ده چې اسلام د عربو ټول باطل رسمونه ناروا ګڼلي او بند کړي،ځکه نو حجاب شاته تګ او له نورو ټولنو شاته پاتې کېدل دي.
ځواب: لومړی خو دا خبره غلطه ده چې اسلامي حجاب دې د جاهليت د وخت په عربو پورې وتړل شي ځكه چې هغوی له اسلام مخكې حجاب نه پېژانده، په دې خاطر چې الله پاك مسلمانانو ښځو ته د دې خطاب كوي چې تاسې په خپلو كورونو كې كېنئ او د جاهليت د وخت تبرج او بې حجابي مكوئ.
لكه چې د هغو ډېرو احاديثو په بد ګڼلو كې د تغيير لخلق الله راغلی له ورايه ښكاري چې د وېښتانو نښلول او كښل د اسلام مخكې په يهودي ښځو كې وو او دا هم مشهوره خبره ده چې بې حجابو ښځو به دغه كارونه كول خو د اسلام د راتګ سره ورباندې بنديز ولګول شو؛ نو بې حجابي هم همداسې په دوی كې ناوړه عادت و،چې د اسلام په راتګ سره ورباندې بنديز ولګول شو.
دا صحيح خبره ده چې اسلام د عربو هغه بد او ناوړه عادتونه او اصطلاګانې باطلې كړې خو سره له دې يې د دوی هغه كارونه پر خپل ځای پرېښودل چې ښه كارونه وو لكه:مېلمه پالنه، شجاعت، سخاوت او داسې نور…
او د دوی د ناوړه عادتونو څخه يو عادت دغه و،چې ښځې به په زينت كې، لوڅ مخ، لوڅه غاړه او لوڅې وږې (لكه اوس په بهرنيو هېوادو كې) له كوره بهر وتلې نو الله پاك پر ښځه حجاب فرض كړ تر څو ښځې ته لوړه مرتبه وركړي، د دې د عزت او كرامت ساتنه وكړي او له دې څخه د فاسقانو او مغرضو انسانانو آزار بند كړي.
دوهمه خبره دا چې كله مسلمانې ښځې په خپلو هغه كاليو خوشالې وي چې اغوستل يې دوی د متخلفينو او شاتګپالو په ټولنه كې نه داخلوي نو د دې كار ضرر هغو خلکو ته څه شی دی چې په دې كار(يعنې تخلف او شاتګپالنې كې) مخ ته تللې دي؟ همدا راز چې كله مسلمانه ښځه خپل حجاب اغوندي او هېڅ ورڅخه په تنګه كېږي هم نه نو بيا د څه لپاره دغه خلک په يوې شخصي او فردي قضيې كې دومره سره را ټول شوي؟
د تعجب وړ خبره خو دا ده چې موږ يې اورو دغه شان خلک چې شخصي حريت او آزادۍ ته نور خلک را بولي او د هغه ستاينه كوي او هېچاته د دې اجازه نه وركوي چې د دوی ښځو ته دې څوك لاس وروړي خو خپله په نورو باندې د خپلې خوښې د لباس په اغوستلو د نورو خلکو په حريت كې مداخله كوي؟
نو اصلي خبره همدا ده چې دوی په مسلمانانو كې د فحشاء او بې حيايۍ د ډېرولو لپاره داسې پلانونه پر مخ بيايي، كنه نو مسلمانې ښځې نه يوازې دا چې له خپل حجاب سره په عذاب نه دي بلكې په ډېر شوق او لېوالتيا سره خپلې اسلامي جامې پر تنوي؛ ښځه چې مسلمانه وي هېڅكله په داسې لباس نه خوشاله كېږي چې په هغه كې دې د دې ستر نه وي موجود.
دا چې مسلمانه ښځه له خپل حجاب سره څومره مينه لري دوی ته هم معلومېږي خو په دې خاطر چې دوی دلته خپل اهداف لري نو د خپلو ناوړو كړنو لپاره داسې رنګ وركوي چې ګويا مسلمانه ښځه په خپل حجاب نده خوشاله كنه نو چې دا اوس په اسلامي هېوادونو كې د حجاب په مسئله كې ټول پوښتنه وشي زه په دې باندې پوره باور لرم، چې۹۰ سلنه مسلمانې ښځې به د حجاب پلوي وكړي.
له همدې امله موږ وينو چې دغه فحاشان د دې لپاره چې مسلمانې ښځې د بې حجابۍ سره آموخته او عادي كړي په پيسو ځينې فاسدې او بدلمنې ښځې په بازارونو كي په بې حجابۍ را باسي تر څو نورې ښځې يې وويني او له دوی څخه په متأثره كېدلو مسلمانې ښځې هم خپل حجاب ناديده ونيسي او لوڅي وګرځي.
تاسو ونه ليدل چې په همدغه زموږ اسلامي هېواد كې په بازارونوكې ښځي د مدني حركت په پلمه نيمه لوڅې راووتلې؟ د حجاب د بدنامولو لپاره يې له نارينه وو پر سرو باندي بوغرۍ ورنكړې؟ په دې نامه،چې موږ د ښځو د حقوقو څخه دفاع كوو او پر ښځو كورنی تشنج ختموو.
خو اصلي خبره دا ده چې دغه كارونه ټول دوی د همدې لپاره كوي چې زموږ د مسلمانو خويندو او ميندو د عزت او پت پړوني د دوی له سرونو وغورځوي او مسلمانه ښځه هم د غربي اوكفري لنډغرو غوندې د نارينه وو د بازيو او ساعتېريو آله جوړه كړي او بس.
لكه په رسنيزو چارو كې چې موږ د فحشاء او بې بندوبارۍ شاهدان يو د باوري خلکو په وينا چې د حجاب او مسلمانو ښځو دښمنان د مسلمانو ښځو د بې حياء كولو لپاره د همدغه شيطاني چم او فريبه كار اخلي څو دانې ښځې يې پيدا كړي وي چې له دوی سره په ژونديو خپرونو كې اړيكې ونيسي، په ټليفون كې ورسره ټوكې ټكالې وكړي، زمزې وړاندې كړي او ډول ډول بانډارونه وكړي تر څو نورې مسلمانې ښځې يې واوري بيا ور څخه متأثرې شي او د دوی غوندې كارونه وكړي.
آن تر دې چې دغه د دوی ښځې ځي له نورو ښځو سره ويني هغوی دې ته تشويقوي تر څو له راډيو سره اړيكه ونيسي او له نارينه وو سره د دوی په اصطلاح د زړه خواله وكړي، كنه نو زموږ مسلمانې خويندې دومره له حياء او شرمه ډكې دي چې چاته د دروازې ترشا جواب نه وايي، له بېګانه خلکو سره په موټر كې نه سورېږي خو دغه بدبخته إنسان يې كرار كرار د شيطان په چم او مرسته د ځان غوندې جوړوي.
راځو درېيمې خبرې ته چې دوی وايي: حجاب او مخ پټول انحطاط او شاته تګ دی او د ترقۍ مخې ته خنډ دی.
دوی ته بايد وويل شي چې پرمختګ او شاته تګ هر يو ځان ته سببونه او لاملونه لري، د شرعي حجاب او اخلاقو دخيل ګڼل په كې ښكاره او بربنډه تېروتنه ده چې تنها هغه څوك په تېروځي او ورڅخه متأثره كېږي به ،چې عقل او درك يې سم نه وي.
او بيا كه حقيقت ته وګورو نو له ورايه به راته ښكاره شي چې پرمختګ او شاته تګ كله په لباس او كاليو پورې تړاو درلودی چې اوس يې ولري؟ پرمختګ او شاته تګ او بدلون په هغه بحثونو، څېړنو او پلټنو باندې كېږي چې انسان يې په خپل عقل او فكر باندې كوي په كاليو او ظاهري بڼې پورې هېڅ كار نه لري.
سالم عقل هم همداسې حكم كوي ځكه كه موږ د تاريخ په اوږدو كې وګورو په مادي لحاظ پرمختللي خلک په هرې ټولنې او هر ډول جامه كې تېر شوي او بيا اسلام خو په دې اړونده مسایلو كې خپل امتحان وركړی، د نړۍ په سطحه په مسلمانانو كې په مختلفو برخوكې پوهان خلک پيدا شوي او اوسني مادي پرمختګ د هغوی د زحمتونو پايله ده.
په تېرو وختونوكې چې اسلامي خلافتونه او حكومتونه برحاله او قوي وو د هرې ترقۍ او پرمختګ لپاره پرېمانه كارونه په كې كېدل او په پوره پيمانه په كې د وخت او زمان له اړتيا سره سم هر قسم فكري او عملي تكنالوژۍ ته پاملرنه كېدله، اختراعات، انكشافات، څېړنې، عصري او مدرني زده كړې، اقتصادي پرمختګ، دفاعي او ساتنيز منظم پلانونه او د انساني ژوند نور ډېر ضرورتونه په پراخه پيمانه په كې موجود وو.
هېڅ داسې بېلګه او نمونه څوك نه شي وړاندې كولای چې د هغوی د وخت ترقي په بې حجابۍ كې وه بلكې د دې پر عكس هغوی اسلامي حجاب ته ژمن او پوره متعهد وه، داسې هم څوك نه شي ثابتولای چې د اسلامي زبرځواكونو د ړنګېدلو او بيا د مسلمانانو د شاته تګ لامل حجاب و، بلكې حجاب د اسلامي شعائرو څخه يو شعار دی چې د مسلمانې ښځې د عزت، پت، شرافت او حياء د ساتنې لپاره، او په ټولنه كې د فحشاء د خپرېدلو د مخنيوي په حكمت د الهي دستور په صفت مسلمان يې په عملي كولو مكلف دی.
د حجاب مراعات كول د هرچا خپله شخصي دنده هم ده چې هر څوك بايد په خپلې كورنۍ كې د حجاب په عملي كولو كې پوره جدي وي او بيا چې هر حكومت ځان ته اسلامي وايي د هغه دغه ايماني او وجداني وظيفه ده چې په مسلمانانو كې په زوره حجاب عملي كړي، ځكه ځينې داسې انسانان تل په ټولنه كې موجود وي چې په مسلمانانو كې قصداً د اسلام شعائر كم رنګه كوي او په هره وسيله چې يې په توان كې وي مسلمانان د بې لارۍ او بې دينۍ لوري ته بيايي.
ترڅو وكولای شي مسلمانان له مستقيم مسيره واړوي، اسلامي فرهنګ او كلتور ورڅخه بېګانه كړي، ټولنه او اجتماع يې ور فاسده كړي او له خپل فكر سره سم د خپلو پلان شويو شومو اهدافو لپاره مسلمانان وكاروي.
خلاصه دا چې د دوی دغه خبره سل په سلو كې بې بنياده ده نه حجاب د عربو د جاهليت له عاداتو دی او نه هم اسلام د دوی ټوله عادات رد كړي بلكې هغه عادات يې رد كړي چې بد او ناوړه عادات وو او دا خبره خو له حقيقته دومره لرې ده چې د تعبير او مقايسې لپاره يې موږ هېڅ بېلګه نه لرو چې اسلام دې حجاب منع كړی وي بلكې اسلام حجاب لا ټينګ كړی او مسلمانه ښځه يې په دې مكلفه كړې چې حجاب وكړي.
او نه هم د حجاب كول، انحطاط او شاته تګ دی، بلكې د حجاب كول د ښځو لپاره له هرې دنيوي پرمختيا ډېر مهم او اړين دی.
كه سړی له خپل عقل څخه كار واخلي، په ټولنه كې په غور او دقت سره وګوري نو په ډېره آسانه به ورته معلومه شي چې نن ډېر اخلاقي فسادونه له همدغې بې حجابۍ پيدا شوي دي په هرې ټولنې او قوم كې چې د حجاب پوره غم خوړل شوی وي په هغوی كې د اخلاقي فساد كچه هم ډېره كمه وي.
د ۲۰۱۶ ميلادي كال په كلني راپور كې چې په ټولنيزو شبكوكې د آزادو رسنيو لخوا خپور شوی دی داسې راځي:
د جنسي تېريو کلنی راپور …
امريکا ۸۹.۲۴۱ ـ هندوستان ۲۱.۳۹۷ ـ برتانيه ۱۵.۰۸۴ـ ميکسيکو۱۴.۰۷۸ـ فرانسه ۱۰.۱۰۸ـ جرمني ۷.۷۲۴ـ پيرو ۶.۷۵۱ ـ سويډن ۵.۹۶۰ ـ فلپاین ۵.۸۱۳ ـ روسيه۴.۹۰۷
دا ټول هغه هېوادونه دي چې د مېرمنو د آزادۍ حقوق په کې عملي شوي ؛ دوی د مېرمنو آزادي نه بلکې هغوی ته د ورسېدلو آزادي غواړي داسې آزادي چې ښځه د کورني نظام نه محرومه او بازار ته د سکس سمپل په توګه عرضه کړي.
دا هغه شمېرې دي چې د دوی لخوا كشف شوې د دې څو برابره هغه قضيې دي چې كشف شوي نه دي همدا راز دا هغه پېښې دي چې په زوره شوې هغه چې د جانبينو په خوښه كېږي هغه ته خو دوی جنسي تېری نه وايي.
دا يې د ملحدانو بشري حقوق! وايي اسلام ښځو ته حقوق نه ورکوي؛ لعنت دې د خداى وي په داسې فاسدو حقونو… منبع: المنبر ويب پاڼه
ژباړه او تحقيق – مولوي نورالحق مظهري