دینې لیکنېلیکنې

د حجاب په اړه د شبهاتو ځوابونه: لومړۍ شبهه

ځينې هغه مستشرقين چې بې حجابۍ او د ښځو مخ لوڅونې ته دعوت ورکوي او هغه خلک چې په عامو ځايونو کې په لوڅ مخ او مزينو کاليو د ښځو د حضور غوښتونکي دي وايي :حجاب سختي ده خو دين آساني ده؛ د دوی هدف دا دی چې اسلام خو آسانه دين دی خو حجاب پر ښځو سخت تمامېږي، همدا راز د ښځې لپاره په حجاب ګرځېدل زموږ په زمانه کې ډېر ستونزمن کار دی نو مصلحت دا دی چې ښځه بايد حجاب ونه کړي.
جواب: ديني تعليمات او شرعي مكلفيتونه ټوله آسانه دي هېڅ سختي په كې نه شته؛ الله تعالی فرمايي: ژباړه: الله پاک ستاسو لپاره د آسانۍ اراده لري نه د سختۍ[ البقرة:185].
همدا راز الله جل جلاله فرمايي:ژباړه: الله پاک ستاسو په دين کې هېڅ ډول سختي پر تاسو نه ده ايښې. [ الحج:78] همدا راز الله جل جلاله فرمايي:ژباړه: هېڅ نفس د ده تر توان لوړ نه مکلف کېږي. [ البقرة:232] دغه ټوله آيتونه په دې باندې تصريح كوي چې په شرعي احكامو او مسائلو كې آسانۍ او تخفيف ته حتمي اوضروري پاملرنه شوې ده.
حضرت ابوهريرة رضي الله عنه د رسول الله (ص) څخه روايت كوي چې هغه وفرمايل: إن هذا الدين يسر، ولن يشاد الدين أحد إلا غلبه، فسدّدوا وقاربوا وأبشروا.[ صحيح البخاري 39] ژباړه: يقيناً چې دغه دين آساني ده هېچا پر ځان سخت نه دی نيولی مګر دا چې دين ورباندې غالب شوی،نو ميانه روي وکړئ، ځانونه دين ته نژدې کړئ(يعنې چې کوم کار پوره نه شي کولای بيا هغه ته نژدېتوب وکړئ) او زيری ورکړئ(يعنې څوك چې عمل يې لږ وي خو دوامداره وي هغه ته زيری وركړئ ترڅو نا اميده نه شي).
ابوموسی اشعري رضي الله عنه فرمايي: رسول الله (ص) چې به كله د ځينو كارونو لپاره صحابه يو ځای ته لېږل نو به يې ورته وفرمايل:بشروا ولا تنفروا، ويسروا ولا تعسروا.[ صحيح مسلم4622] ژباړه: خلکو ته زيری ورکړئ او مه يې متنفر کوئ او آساني وکړئ سختي مکوئ.
نو شارع چې الله پاك دی هېڅكله د مكلفينو د ځورولو اراده نه كوي او نه هم دوی په هغه شي مكلفوي چې دوی يې طاقت او توان ونه لري.
نو بناءً هر هغه شی چې د الله پاك لخوا پر بندګانو د تكليف په صفت وضع شوی وي هغه ارو مرو د دوی په قدرت او طاقت كې راځي.
حجاب د مصلحت خلاف نه دی:
راځو دې ته چې دوی وايي په حجاب كې اوس مصلحت نه شته نو بايد حجاب ونه كړل شي.
موږ بايد په دې خبره خپل سر خلاص كړو چې كله موږ مسلمانان د مصلحت نوم اخلو نو هدف مو ورڅخه شرعي مصلحت دی نه هغه چې نور بېګانه خلک ورته په خپل فكر مصلحت وايي او د شرعي مصلحت لپاره لاندې قوانين او ضوابط شته چې بايد مراعات شي.
ألف – مصلحت بايد په شرعي مقاصدو كې داخل وي ‌چې هغه د دين، نفس، عقل، نسل او مال ساتنه ده، هر هغه شی چې د دغو پنځو شيانو ساتنه كوي هغه ته شرعاً مصلحت ويل كېدلای شي او هر هغه شی چې د دغو پنځو شيانو او يا د ځينو ساتنه نه شي كولای هغه مصلحت نه بلكې فساد دی؛ او دا معلومه خبره ده چې حجاب هغه شی دی چې دغه پنځه واړه په پوره توګه ساتي او بې حجابي دغه پنځه واړه له منځه وړي.
ب – مصلحت بايد د صحيح نقل سره په ټكرکې نه وي؛ نو بايد د قرآن او حديث سره په ټكر كې نه وي ځكه چې د شرعي مقاصدو پېژندل هغه وخت پوره كېدلای شي او د منلو وړ وي چې استناد او حواله يې شرعي تفصيلي دلائلو او احكامو ته وشي او دلائل هغه وخت د اعتبار وړ وي چې د قرآن او سنتو اخيستل شوي وي.
مصلحت چې كله د قرآن او سنت سره په ټكر كي وي نو له دې داسې لازمېږي چې مدعٰي دې له دليل سره په ټكر كې وي او دا باطله خبره ده.
همدا راز مصلحت چې كله د قرآن او سنت سره په ټكر كې وي هغه ته ناوړه او فاسده رأيه ويل كېږي، او فاسده رأيه هېڅ د قبول وړ نه ده.
ج – همدا راز مصلحت بايد له اجماع سره د امت او شرعي قياس سره په ټكر كې نه وي كه په ټكر كې وي هغه ته مصلحت نه شو ويلای او بايد مصلحت حساب نه كړل شي.
د – مصلحت بايد داسې وي چې په هغه باندې تر ده لوی او غټ مصلحت له منځه ولاړ نه شي كه ولاړ شي نو بيا هغه مصلحت ته هيڅ اعتبار نه شته.
که موږ د حجاب لرې کېدل مصلحت وبولو نو هغه داسې مصلحت دی چې د پورته اصولو سره په ټکر کې دی او چې د پورته اصولو سره په ټکر کې وي هغه نه مصلحت دی او نه هم ورته مصلحت ويل کېدلای شي.
او دا قاعده چې «المشقّة تجلب التيسير» يعنې سختي د آسانۍ تقاضا كوي، معنا يې دا ده چې د مكلف لپاره هغه مشقت او سختي چې ځينې وختونه يې په تنفيذ كې د شرعي احكامو ويني په يوه نه بله طريقه د تخفيف او آسانۍ شرعي سبب كېدای شي.
خو د دې قاعدې څخه بايد په داسې طريقه استنباط ونه شي چې هغه د قرآن، سنت، اجماع او قياس سره په تناقض كې وي، ‌او يا هم د مصلحت تېر اصول له منځه په كې ځي، او يا هم تر هغه لوی مصلحت ورباندې خرابېږي.
ځينې هغه مصلحتونه دي چې په قرآن او سنت كې د هغو حكم صراحتاً راغلی دی لكه: عبادات، سوداګاني او عقدونه په دغه قسم مصلحتونو كي الله پاك تنها د عزيمت پر بيانولو اكتفاء نه ده كړې بلكې له هر حكم سره يې د اسانۍ جنبه او اړخ هم بيان كړی دی.
مثلاُ لمونځ؛ الله پاك فرض كړی د هغه لپاره يې اركان او أحكام هم ايښي ، خو په څنګ كې يې ورسره د آسانۍ احكام هم ايښي لكه لمونځ کول په ناسته او يا إشاره سره.
همدا راز د روژې د فرضيت تر څنګ الله پاك اساني او رخصت هم ايښی دی؛ لكه په سفر او ناروغۍ كې يې نه نيول. همدا راز په لمانځه كې الله پاك پاكي د بدن، ځای او كالو فرض كړې خو تر څنګ يې دا آساني هم ايښې چې هر هغه نجاست چې ليري كول يې سخت وي معاف دي.
حجاب هم الله پاك پر ښځو واجب كړی،نارينه يې هم بېګانه ښځې ته د كتلو څخه منع كړی ، بيا يې ښځې ته د دې رخصت وركړی،چې د علاج، شاهدۍ او يا هم د محارمو سره د ملاقات په وخت كې خپل مخ لوڅ كړي.
نو په هغې آسانۍ كې چې الله پاك د خپلو احكامو د عزيمت تر څنګ ايښې،د مصلحتونو د ضوابطو او قوانينو سره يې هېڅ ټكر او ضديت نه راځي.
او دا خبره هم د كولو وړ ده چې هغه تخفيف چې د هغه په باره كې نص راغلی دی پر هغه باندې ډېروالی او زيادت هم نه دی روا؛ مثلا داسې نه شي ويل كېدلای چې د جنګ د سختۍ له امله دې د لښكر څخه د لمانځه كول ساقط شي او يا ېي داسې وويل شي چې په اوسني وخت كې د ربا څخه د ځان ساتنې د سختۍ له امله دې هغه روا كړل شي.
او يا دې هم داسې وويل شي چې په ځينو ځايونوكې د حجاب د مراعات كولو د سختۍ له امله دې ښځې ته بې حجابي روا كړل شي په دې دعوی چې دا خو ټولنيزه اړتيا ده.
ځکه چې يو خو د اړتيا خبره يې غلطه ده، بل د الله پاك فرمان دی چې فرمايي:
ژباړه: ای پیغمبره! خپلو مېرمنو او لوڼو ته او د مسلمانانو ښځو ته ووايه چې خپل پړوني پر ځانونو باندې راتاو کړي دا به دې ته ډېره نژدې وي چي دوی و نه پېژندل شي نو دوی ته آزار نه رسول کېږي او الله تعالی بخښونکی او مهربان ذات دی.
[ الاحزاب 59] منبع: المنبر ویب پاڼه

ژباړه او تحقیق: مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *