
د حجـاب اتل
هغه شیدې پلورونکی ترکي امام چې تاریخ یې ژوندی وساته او دا مجسمه د هغه مېړاني ته په درناوي جوړه شوې ده. کیسه داسې وه چې کله عثماني خلافت ونړېدُ فرانسه د ترکیې جنوب (قهرمان مرعش)، {Kahramanmaraş}،
ولایت ته ننوتله، هغه مهال د ترکانو مېرمنې ټولې په حجاب کې وې. کله چې فرانسوي جنرال ترکۍ مېرمنې په حجاب کې ولیدلې ورته ویې ویل : اوس خو ستاسو حکومت ختم شو، تاسو ولې حجابونه اغوستي دي؟! تاسو د فرانس تر واک لاندې یاست، حجابونه مو وغورځوئ.
د مسلمانو مېرمنو حجاب ته د یوه فرانسوي کافر لاس غځونه یې ونه شوی زغملی، د هغه له کمربنده یې د هغه توفنګچه وایستله، هغه یې پرې وویشت او ویې واژه.
له دې وروسته په ښار او سیمه کې د فرانسویانو پر ضد انقلاب راپورته شو او د (قهرمان مرعش) ولایت یې له رنسویانو ازاد کړ.
وروسته هلته د دې کیسې رمزي مجسمه جوړه شوه چې د ده په نوم ونومول شوه ( د مرعش ولایت فاتح امام سوتجو). مجسمه
کې محجبه ترکۍ مېرمن ولاړه ده، فرانسوي جنرال یې په حجاب کې لاس بند کړی پروت دی او ملا صاحب سوتجو توفنګچه پرې نیولې ولاړ دی.
د دې ترکې اتل امام (سوتجو)کیسه ترکې مدرسو کې تدریسېږي، هلته یو پوهنتون هم (د امام سوتجو پوهنتون) په نوم یادیږي، داراز ترکیه کې په ګڼ شمېر خیریه ټولنو او د اوقافو په نورو ځایونو د ده نوم کېښودل شوی دی.
الله تعالی دې هر ځای د مسلمانو مېرمنو پرده وکړي او الله دې د حجاب د دې ستر اتل او قهرمان ګور له نوره ډک
کړي.
أستاد حامد افغان