دینې لیکنې

د حج مراسم پای ته ورسېدل

د نورو عبادتونو ترڅنګ  پنځمه بنا یا حج چې پر شتمنو مسلمانانو باندې یې په  عمر کې  يوځلې ادا کول فرض دي نو له همدې مخې حج د ځانګړو ارکانو ترسره کول په ځانګړي ځای  او ځانګړي وخت کې دي او دې دیني فريضې ترسره کونکي دې نوي تولد شوي ماشوم په څېر له ګناه څخه پاکيږي .
روان  (١٤٤٥) کال  یاد مراسم  په داسې حال کې ترسره شول چې دې مکې معظمې د حرم شريف تودخې لوړه درجه له پنځوسو درجو سانتیګراد څخه لوړه وه که څه هم  ځایې چارواکو تر خپلې کچې احتیاطي تدابیر نیولي وو دې شته تدابیرو سره550 تنه حاجيان دې شهادت ژوند ته وګرځېدلي دي چې دې شمېر په ترتيب سره د مصر ،اردن او اېران هېوادنو څخه راغلي زيارت کوونکي وو.
سږ کال  ١٨٣٣١٦٤ تنو حاجيانو له ټولې نړۍ څخه  چې له منځه یې ٩٥٨١٣٧ نارينه، ٨٧٥٠٢٧ ښځينه ،١٦١١٣١٠  بهرني او ٢٢١٨٥٤ کورني، د جغرافیايي وېش دې سلنې له مخې ٢٢،٣ عرب ،٦٣،٣ اسیا ، ١١،٣ افريقا ٣،٢  یې دې اروپا او امریکا څخه ورغلوحاجيانو د حج په مراسمو کې  ګډون کړی وو چې  ١٥٤٦٤٤٥ د هوا ٦٠٢٥١ د ځمکې او ٤٧١٤ تنه د بحر له لارې د حج دې فريضې د ادا کولو لارویان وو .
پاتې دې نه وي چې زموږ دې هېواد څخه هم د يادې فريضې دې اداینې په موخه دېرش زره تنه حاجيان تللي دي، دې افغان حاجیانو هغه ستونزه چې دوی له امله د ستړیا سره مخ  کیږي زیات عمر ،د لیک او لوست ټيته کچه او معلولیت لرونکي وګړي دي دې چارواکو له خولې باید هر هغه حاجي چې بیت الله شريفې  دې زيارت لپاره ځي مخکې یې د صحي کمېټې لخوا د روغتيايي وضعیت ارزونه
وشي.
حبیب الرحمن رحیمي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button