دینې لیکنېلیکنې

د حضرت عُمر(رض) کرامت

هلته په يوه کوچنۍ منطقه کي چې (داربِجَرد) ور ته ويل کېده: يوه عجبه واقعه پېښه شوه، هغه دا چې دارِبَجَرد يوه منطقه وه چې د مسلمانانو يو کوچنئ لښکر د ساريه بن زُنَيم الکناني(رضي الله عنه) په قوماندانۍ ورغلى ؤ او هلته يې د هغو خلکو سره جنګ شروع شو، دغه جنګ په دښته کي او و غرو ته نژدې ؤ، جنګ ډير شديد سو، فارسيانو د کُرديانو څخه مرسته و غوښته، کُرديانو هم يو پوره لښکر د فارسيانو مرستې ته ولېږه.
نو دغه دوه لښکر چې یو لښکر د فارسيانو ؤ او بل د کُرديانو ؤ د ساريه(رضي الله عنه) د کوچني لښکر په مقابل کي جنګيږي او حمله يې پر وکړه، جنګ شديد سو او قريبه وه چې ساريه(رضي الله عنه) د خپله لښکره سره محاصره کړل سي او ماتې وخوري، په دغه وخت کي چې هلته دغه شدید جنګ روان دى حضرت عُمر(رضي الله عنه) په مدينه منوره کي د جمعې د ورځي خطبه ویل، پرېښودل او د خطبې په منځ کي یې ناري کړې:
(يا ساريه! الجبل) دغه ناره یې دوه درې واره تکرار کړه او بیرته یې په هغه خپله خطبه پیل وکړه، ځينو کسانو یو د بله سره وکتل او ویل سړﺉ لېونی سو، پس له خطبې او لمانځه څخه عبدالرحمْن بن عوف(رضي الله عنه) چې د حضرت عمر(رضي الله عنه) سره یې بېله تکلیفه خبري کولې ورغلی او حضرت عمر(رضي الله عنه) ته یې و ویل: ډیر ځله زه پر خلکو ستا په باره کي ملامتي وایم او ستا څخه دفاع کوم خو ته داسي کار وکړه چې دوی لره پر خپل ځان د خبرو کولو موقع ورکړې، دا دي اوس څه وکړه چې د خطبې په منځ کي دي ناري کړه (يا ساريه! الجبل) دا اوس څه خبره وه چې تا وکړه؟ حضرت عمر(رضي الله عنه) و ویل: والله زما خپل ځان په اختیار کي نه ؤ ما دغه د ساریه لښکر لیدی چې د یوه غره سره په جنګ مشغوله ؤ او د کفارو لښکر د شا او مخ له طرفه پر راغلی نو زما څخه بې اختیاره و ویل سوه (يا ساريه! الجبل)
يعني: يا ساريه! د غره و طرف ته ولاړ سه په دښت کي مه درېږه.
ساريه او هغه مسلمانان چې له ده سره وه د حضرت عُمر(رضي الله عنه) آواز د آسمان له طرفه اوري چې نارې وهي: {يا ساريه بن زُنَيم! الجبل الجبل} مسلمانان په تعجب کي دي چې دا څنګه ږغ دى؟ آواز د عُمر دى او د آسمان له طرفه ور ته راځي؟ ساريه هم امر وکړه چې د غره و طرف ته پر شا ولاړ سى، مسلمانان غره ته ولاړه یو خو یې د شا طرف په غره وساتل سو او هلته يې لښکر هم منظم او مرتب کړى او بيا يې پر کفارو حمله وکړه او کفارو ته یې شکست ورکړى، او بيا يې د دغي فتحي خبر و حضرت عُمر(رضي الله عنه) ته ور و لېږى، د دغه نفر څخه چې د فتحي خبر يې راوړى ؤ مسلمانانو پوښتني کولې چې آيا تاسي په جنګ کي يو آواز واورېدى؟ هغو ويل هو والله! كفارو د جمعې په ورځ پر موږ حمله وکړه او موږ د زوال پر وخت واورېده چې یو چا دوه واره را ناري کړه :{ يا ساريه! الجبل الجبل} موږ په تعجب کي سوو، د عُمر(رضي الله عنه) آواز مو د آسمان له طرفه اورېدى چې ويل يې:{ يا ساريه! الجبل الجبل} نو موږ هم د غره و طرف ته ولاړو او پر دښمن مو شدیده حمله وکړه څو الله(جل جلاله) ماتې ورکړی.

د (يا ساريه! الجبل) عجیبه کیسه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *