دینې لیکنېلیکنې

د حـــج مــراسم او ســترې نــښې

چا پوښتنه رانه وکړه ویل یې له کعبې څخه تاوېدل به نو څه ګټه لري؟ زه یې هم پرېشانه کړم، وروسته مې ځواب د مصطفی محمود په کتاب (حواري مع صدیقي الملحد=له ملحد ملګري سره زما خبرې اترې) کې وموند:
ملګري مې خبیثه موسکا وکړه او ویې ویل: (دا نه راسره منې چې ستاسو د حج مناسک ښکاره بت پرستي ده، هغه ډبرینه ودانۍ چې کعبه یې بولئ، هغه مسح کوئ او ترې تاوېږئ! شیطان په تیږو ولئ، د صفا او مروه تر منځ ځغلئ،حجر الاسود ښکلوئ، او اووه ځله طواف کوئ، دا د احرام سپینه جامه او دا نور ، خو د پخوانۍ جادوګري طلسمي رقمونه دي، زما په ښکاره خبرو مه خپه کېږه او مه مې ملامتوه ځکه په علم کې شرم او حیا نه شته.
ما په ارامۍ ورته وویل: د مادې قوانین خو دې لوستلي دي دا نه راسره منې، چې وړوکی د لوی شاوخوا تاویږي الکترون په اتوم کې د هستې شاوخوا تاویږي، ځمکه له لمره، لمر له کهکشانه، کهکشان له لوی کهکشانه لوی کهشکان له کلسټر څخه کلسټر له سوپر کلسټر څخه او همداسې په پای کې هغه ذات ته رسیږو چې مطلق لوی دی هغه الله ج دی ایا موږ دا نه وایو چې الله ج لوی دی؟ یعنې له هر څه لوی دی، ته اوس له خپل لمریز نظام سره په ډېر سپکوالي ترې تاوېږې، نو په کایناتو کې هیڅ شی هم ثابت نه دی پرته له الله ج څخه، هغه بې اړتیا او ساکن دی، نور هر څه یې چاپېره تاویږي او دا هغه قانون دی چې تا هم په فزیک کې لوستلي دي.
خو موږ له کعبې څخه په خپل اختیار تاوېږو ځکه هغه په نړۍ کې د عبادت لومړی ځای دی چې انسان د الله ج د عبادت لپاره ځانګړې کړې ده . دا د انسانیت له لومړي تاریخ څخه د الله ج کور او د هغه د بندګۍ رمز دی،ایا تاسې په کریملین کې د یو وچ سړي چاپېره نه تاوېږئ؟ درناوی یې نه کوئ او وایئ چې ده انسانیت ته ګټه ورسوله.
که د شکسپیر قبر مو ولیده نو موږ چې د رسول الله ص قبر ته څنګه ورځو تاسو به د شکسپیر قبر ته له موږه تېز ور روان یئ!
ایا تاسو له هغه ډبرین بت سره ګل نه ږدئ چې وایئ دا د ورک سرتیري سمبول دی؟!
نو بیا موږ ولې ملامتوئ چې ډبرې د شیطان په نوم ولو.ایا تاسې له پیدایښته مرګ ته نه ځغلئ چې له مرګه وروسته بله ځغاسته پیلیږي، دا هم د صفا او مروه تر منځ د منډو سمبول دی . هغه چینه د ژوند او وجود نښه ده ایا دا د مخلوقاتو رقاصي حرکت نه دی؟ ایا ته د حج په مناسکو کې د دغو رازونو یو ژور سمبولیک لنډیز نه وینې؟!
او په [۷] عدد دې چې ټوکه وکړه، زه له تا پوښتم: د موسیقي په اوو درجو(دو، ره ،می، فا، سل، لا، سی یا دا:صول، لا، دو، ري، مي، فا) کې څه راز دی؟ اتم نه شته، که اووم پوره کړو بېرته لومړي ته راګرځو. نوري منشور هم اووه رنګه دی، الکترون هم په اوو مدارونو کې له هستې راتاویږي. جنین هم په اوو میاشتو کې پوره کیږي او که له دې مخکې پیدا شي مړ کیږي. د اونۍ ورځې هم اووه دي. نو ایا دا هر څه د جادو رمزونه دي او ته هم بتپرست یې؟ ولې مو د هغه حجر الأسود په ښکلولو رانیسې چې رسول الله ص په خپل څادر کې اخیستی دی، په دې کې خو بت پرستي نه شته ځکه موږ یې بندګي نه کوو بلکې د ژورو معناوو او د تېرو یادونو لپاره دا هر څه کوو، د حج مراسم یو څو مناسبتونه دي چې په زړه کې د تقوی، او عبادت احساس راژوندی کوي، او د احرام هغه جامه چې مونږ یې اغوندو او شرط یې دا دی چې ګنډل شوې به نه وي هغه خو د نړۍ د جامو له زینته د وتلو او د الله ج په وړاندې د هغه یوازیتوب نښه ده چې له پیدایښته لږ وروسته مو همداسې جامې اغوستې وې، په همدې سپین رخت کې له دنیا وځو او قبر ته ورځو، ایا تاسې په رسمې لیدنو کتنو کې کوټ نه اغوندئ؟ د الله ج په وړاندې یوازېتوب او د دنیا له ښکلا څخه د وتلو نښه ده ځکه چې هغه له ټولو لوی پاچا دی
او په وړاندې یې شتمن، بې وزله، عزتمن او میلیونر ټول په یوه جامه کې ولاړ وي چې ټول د رتبو او شتمنیو له توپیر سره سره یو ځای سره وروڼه دي. حج زموږ لوی کلنی کنفرانس دی او د جمعې لمونځ مو وړوکی اونیز کنفرانس دی.
که په دغو مراسمو کې لږ فکر وکړو نو ټول یې ډېرې ښکلې معناوې لري او له بت پرستۍ ډېرې لرې دي، که ته هلته له میلیونونو خلکو سره په یوه سرای کې ودرېږې او وګورې چې د شلو ژبو ویوونکي په یوه غږ قرآن کریم وایي، الله اکبر او تلبیه وایي، ژاړي ، اوښکې تویوي، او له الله ج سره خپله مینه ښکاره کوي نو که ته ورسره یې ته به هم وژاړې پرته له دې چې احساس یې وکړې او ځان به د میلیونونو خلکو تر منځ د الله ج په وړاندې یوازې ووینې!

احمد راشد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *