
د حق او باطل پر وړاندې د اسلامي مبارزې تګلاره
د مبارزې ضرورت او اهميت
هر اسلامي مبارز بايد درک کړي، چې د حق او باطل تر منځ مقابله له اولې ورځې را شروع او تر قيامته به دوام پيدا کوي، په لومړي ځل شيطان له ادم عليه السلام سره د دښمنۍ تار وغځوه، هغه وو چې ادم عليه السلام ته له سجدې کولو منکر شو او الله تعالى له همدې امله ملعون وګرځوه، خو شيطان چې الله تعالى ورباندې لعنت کړي هم دي، بيا يې هم له مقابلې او مبارزې لاس ونه خيست؛ بلکې الله تعالى ته په خطاب کې وايي، چې زه به تر اخره ستا د بندګانو سره په مبارزه بوخت يم، په هره سمه لار کې به ورته ناست اوسم او له هيڅ اړخه به دوى پرينږدم، تر دې چې ته به په دوى کې شکر اخيستونکى ونه مومې، د شيطان دا خبرې د سورة الأعراف په ١٦ او ١٧ ايتونو کې ښکاره ذکر شوي.
له آدم عليه السلام سره د شيطان له دښمنۍ او مبارزې څخه را وروسته بيا تر ننه د حق او باطل منځ د مبارزې معرکه ګرمه پاته شوي او همداسې ګرمه را روانه ده، په اوس وخت کې چې د باطل لارویان د حق په وړاندې څومره په مکارانه انداز خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، د سړي ذهن يې هيڅ نشي منلى، يو چا يوه تجزيه ليکلي وه، په هغې کې وو، چې يواځې په منځنۍ اسیا کې د اسلام او اسلامي علماﺀ کرامو د سپکوالي لپاره ٦٠ زره چينلونه برحاله په کار بوخت دي، دا بيخي لويه شماره ده، د دې لپاره چې د باطل د لارويانو د دې سړې او مضرې جګړې مخنيوى وکړاى شو، په وړاندې يې کلکې مبارزې ته اړتيا ده، دا کار او مسؤليت د اسلامي امت ځوانانو ته متوجه کيږي، چې څنګه او څه ډول کولاى شي، د کفارو او د باطل د لارويانو د سړې او فکري جګړې مخنيوى وکړي.
څو ډوله جګړه
د باطل لارويان له هرې ممکنه لارې په دې هڅه کې دي، چې د اسلام او اسلامي نظام ځلانده رڼا تته کړي او دې هدف د رسيدو لپاره يې مختلفې حربې او جګړې په لاره اچولي، چې لاندې يې د يو څو يادونه کوو:
١_ نظامي جګړه: د نظامي جګړې په اړه هر څوک ښه پوهيږي، چې د تورې، غشي، ټانګ، توپ، او د طيارو له جنګه عبارت دى، په کراتو _ کراتو کافرانو او د هغوى لاسپوڅو په اسلامي خاورو يرغل راوړى، يواځې په تيره يوه پيړۍ کې د افغانستان پر خاروه د نړۍ دريو لويو امپراتوريو يرغل کړى، خو لله الحمد د الله تعالى په ځانګړي نصرت په افغانستان کې يې د پښې ايښودلو ارام ځاى ندى پيدا کړى، بلکې افغان مؤمن ملت يې په وړاندې داسې کلکه مبارزه کړي، چې د افغانستان خاوره يې د دوى لپاره سره تنور ګرځولي وه او دوى ټولو ته يې په افغانستان کې غاښ ماتوونکى جواب ورکړى، نظامي جګړه تر هغو نورو لږه اسانه ليده شي، ځکه دښمن معلوم، ځاى يې معلوم او هدف يې معلوم وي، ولې سخته هغه جګړه ده، چې ډيرى انسانان يې په اړه فکر نه کوي او په ګوړه کې د زهرو په څير وي، چې راتلونکي کرښې به مو په هغې را څرخي. ان شاءالله
٢_ فکري جګړه: فکري جګړه تر عسکري/نظامي جګړې لږه څه ډيره خطرناکه ده، په نظامي جګړه کې ښارونه ورانيږي، ولې رغول يې کوم مشکل کار ندى، البته په فکري جګړه کې مستقيما د اسلامي امت د ځوانانو مفکوره تر بريد لاندې نيول کيږي، د جهاد او شهادت روحيه پکې وژل کيږي، د پردي فرهنګ او کلتور تابع کيږي، د باطل د دښمنۍ فکر يې له منځه ځي، فخشا، بې حيايي، حرام خوري، دوکه، دروغ او نور ناړوه اعمال يې مزاج جوړيږي، دا په خپله هغه څه دي، چې کافران يې د لاسته راوړنې په پار په ملياردونو ډالر خرچه کوي، کله چې يو څوک فکري ازادي ونه لري، د تل لپاره به غلام او د نورو لاسپوڅى وي، دا چې څنګه د باطل لارويان خپله فکري جګړه پر مخ وړي، له کومو لارو ځانونه خپل هدف رسوي او د اسلامي امت کومه طبقه تر بريد لاندې راولي؟ هغه پوښتنې دي، چې يو نه څو کتابونه پرې ليکلى شي، د دې لپاره چې ليکنه اوږده نشي، د يو څو هغو کتابونو يادونه اړينه بولو، چې دا پوښتنې يې په پوره وضاحت سره جواب کړي دي:
فکري روزنه
د يرغل په وړاندې
اسلام او ګلوبلایزیشن
غربي دسيسې
اندلس
ايمان پلورونکي
د کليسا تر شا پټ زارونه
شرق او غرب يوه لنډه پرتله
څو ورځې په اندلس او البانيا کې
د مذهب په جامه کې د اشغال مزدوران
عالم اسلام وسائل اور مسائل
٣_ د اصطلاحاتو جګړه: تر نظامي او فکري جګړې را وروسته تر ټولو ډيره خطرناکه جګړه هغه د اصطلاحاتو جګړه ده، شرقي او غربي بلاکونه کوشش کوي، چې له هغو اصطلاحاتو کار واخلي، چې د اسلامي نړۍ د ځوانو کدرونو روحيه ور وژني، د پرمختګ فکر يې له ذهنه وباسي او تير برم ته د بيا ستنيدو جانس يې خيال ور وپيژني، د مثال په ډول، «دريمه نړۍ» له ډيرى ځوانانو اورو چې «موږ په دريمه نړۍ کې ژوند کوو او موږ نشو کولاى، له نړۍ سره د سيالۍ جوګه شو» دا هغه اصطلاح ده، چې شرقي او غربي بلاکونه يې د اسلامي نړۍ لپاره کاروي، پدې سره دوى غواړي، چې اسلامي نړۍ او پکې ميشت مسلمانان کمزوري معرفي کړي، داسې وښايي چې مسلمانان تر ټولو وروسته پاتې او غير متمدن خلک دي، چې دې چارې
زموږ د ځوانانو په روح او روان باندې ناړه اعيز کړى، سره لدې چې د کافرانو اقتصادي مشين د اسلامي نړۍ په خامو موادو چليږي، همدا ډول د «ترهګرۍ» اصطلاح د سوچه ملسمانانو لپاره ايجاد شوي، شرقي او غربي بلاکونه، چې ترهګري څه ډول تعريف کوي؛ نو د هغه تعريف له مخې همدوى تر ټولو لوى ترهګر بلل شي، خو دا چې دوى دا اصطلاح د سوچه مسلمان لپاره کاروي، موخه يې همدا ده تر څو ځينې مسلمانان له هغو نور څخه متنفر کړي او خپلمنځي بې باوري پکې را منځته کړي او نتيجه کې خپلې موخې او رسيدنه ورته وکوي.
د پورته جګړو د يادولو هدف دا وو، چې اسلامي مبارزين بايد دې جګړو او خطرناکو پايلو ته يې متوجه وي، په هيڅ وخت کې بايد د غرب دسيسې بابيزه ونه ګڼل شي او په وړاندې يې بايد د اسلامي امت ځوانان خپل ور پورې مسؤلیت ادا کړي.
خپلمنځي تړون او تشويق
اسلامي مبارزين که په هره برخه کې وي، بايد د اتحاد تارونه يې قوي وي، خپلمنځي تړون ولري، دا ځکه چې د اتحاد په نتيجه کې هغه څه تر لاسه کيدلى شي، چې د اسلام او اسلامي ټولنې د رفاﺀ سبب کيږي، کله چې د اتحاد او يو تر بله د تشويق فلسفه د اسلامي امت په ځوانانو کې مړاوې شي؛ نو بيا ځوان قشر په ډيره اسانه طريقه خپل مسير بدلوي او د پراديو په لمسون د خپلو ارزښتونو ريښې باسي، د دې لپاره چې ځوانان مو خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن پاته شي؛ نو اړينه ده، چې د دوى په هڅونه او تشويق زيات کار وشي، د مثال په ډول يو مبارز په ټويټر، فيسبوک، وټساف او ټيليګرام کې مبارزه کوي، بايد د ده څرګندونې/فوسټونه د مشرانو مبارزينو له خوا خوښ/لايک کړل شي او لاندې ورباندې تشويقي ځړونې/کمنټونه وکړل شي، تر څو په راتلونکي کې د ښه خدمت جوګه شي، همدا اتحاد دى، چې ملتونه په پښو دروي او همدا اتحاد وو، چې د افغانستان متحد ملت په يوه پېړۍ کې درې سترو او نړيوالو امپراتوريو ته ماته ورکړه.
د انتقاد لپاره زمان او مکان
هر انسان حق لري، چې سالم انتقاد وکړي او هغه څه په ګوته کړي، چې د يوې ټولنې او نظام په لمن تور داغ جوړوي، کله چې يو نظام منتقدين ونه لري او دا نظام له سالم انتقاد سره مخ نه شي؛ نو نشي کولاى خپلو غلطيانو ته متوجه شي، کله چې سالم انتقاد نه وي؛ نو بيا هغه تجربې تکراريږي، چې پايله به يې يواځې نقصان وي، چې جبران به يې سخت وي؛ نو ويلى شو، چې سالم انتقاد د يوه نظام اساسي ضرورت دى، البته د انتقاد لپاره زمان او مکان بايد په پام کې ونیول شي، که د انتقاد لپاره زمان او مکان په پام کې ونه نیول شي؛ نو بيا خداى مه کړه د يوې تيروتنې د اصلاح او په ګوته کولو پر ځاى بله لويه تيروتنه کوو، ځينې مبارزين ملګري په سوشل میډیا کې انتقاد کوي او دا تر ټولو موثره طريقه ګڼي، خو دې ته پام نه کوي، چې د سوشل میډیا له لارې دښمن ته څومره خام مواد په لاس ورکوي، د مثال په ډول د امريکا غږ وي او اې ډيوه راډيو يو راپور خپور کړ، د راپور عنوان يې همدا وو چې: آيا طالبان په خپل منځ کې په يوه خوله دي او که اختلاف پکې شته؟ د دې لپاره چې د اسلامي امارت په منځ کې د اختلاف په طرف لمن ووهي، زموږ د مبارزينو ملګرو په ټويټونو يې استدلال کړى وو، دا ځکه چې زموږ مبارزينو ملګرو د انتقاد لپاره مکان نه وو سنجولى او د انتقاد لپاره يې ټويټر ښه بللى وو، همدا ډول ځينې داسې وختونه وي، چې هيڅ د انتقاد لپاره جوړ نه وي، اسلامي مبارز بايد په هغه وخت کې له انتقاد څخه ډډه وکړي، د مثال په ډول په افغانستان کې د ښځو د پوهنتونونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت له لوري يو مکتوب خپور شو، چې د پوهنتونونو دروازې دې تر امر ثاني پورې بندې پاتې شي، مخکې لدې چې د لوړو زده کړو وزارت يې په اړه وضاحت ورکړي، چې ولې يې دا کار وکړ، ځينو مبارزينو غوغا جوړه کړه، چې دا هيڅ ښه ونه شول، سره لدې چې له وضاحت وروسته همدغو مبارزينو چې غوغا يې جوړه کړي وه، په خپله همدې وضاحت ته دلائل تراشل او له مکتوبه يې دفاع کوله؛ نو لنډه دا چې هر اسلامي مبارز چې په يوه نظام باندې نيوکه او انتقاد کوي، بايد وخت او ځاى يې په ذهن کې ملحوظ کړي، نه داسې چې نه وخت ته کتل کېږي او نه ځاى ته، ځکه دا کار د يوې تيروتنې د اصلاح پر ځاى نورې ډيرې تيروتنې له ځانه سره لري.
څيړنه او پلټنه
يو بل شئ چې د اسلامي مبارز لپاره ډير اړين دى، هغه څيړنه او پلټنه ده، که يو مبارز ملګرى پرته لدې چې په يوه موضوع باندې نه وي خبر او دى يې شاربي، د دې پر ځاى چې د مشکل په حل بريالى شي، نوره هم موضوع ترې پيچلي کيږي، څيړنه او پلټنه د مبارزې هغه مهم عنصر دى، چې الله تعالى يې په قرآن کريم کې داسې بيانوي: يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِن جَآءَكُمْ فَاسِقٌۢ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوٓا أَن تُصِيبُوا قَوْمًۢا بِجَهٰلَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلٰى مَا فَعَلْتُمْ نٰدِمِينَ.[سُوۡرَةُ الحُجرَات:6]
نوراحمد شاکر