لیکنېمقالی اوتبصرې

د حوت لسمه، زموږ د تاریخ یوه ویاړمنه ورځ

زموږ د مؤمن او مجاهد ولس تاریخ په خپله غیږ کې د ویاړ، افتخار، حماسو او قهرمانیو خورا ډیر مناسبتونه او تاریخي ورځې لري. څرنګه چې زموږ هیواد بیا بیا د نړیوالو فرعوني طاقتونو تر حملو او اشغال لاندې راغلی او په وړاندې یې مؤمن او مجاهد ملت په میړانه جهاد کړی او آزادي یې ترلاسه کړې، بناء تاریخ مو د ویاړمنو ورځو له اړخه هم غني او بسیا دی.
زموږ د معاصر تاریخ د ویاړمنو ورځو له جملې یوه هم د حوت یا کب لسمه نیټه ده. په دې ورځ زموږ مؤمن او غیور ولس په معاصر امریکایي طاغوت باندې رسما شکست ومانه او د اشغال پای ته رسولو او ماتې منلو وثیقه یې ورباندې لاسلیک کړه.
د ۱۳۹۸ هجري شمسي کال د حوت پر لسمه د قطر هیواد په دوحه کې هغه څه پيښ شول چې پخوا یې چا اټکل او تصور نه و کړی. امریکایي اشغالګرو چې ورسره د ناټو د لسګونو هیوادونو پوځونه هم مله ول او د یوه نړیوال ایتلاف په ملاتړ یې زموږ په تش لاسي ملت باندې یرغل کړی و، دلته یې پخې اډې جوړې کړې وې او د دایمي پوځي حضور اراده یې درلوده. خو د شل کلن ویاړمن جهاد، قربانیو او قهرمانیو په برکت بالاخره الله تعالی زموږ مجاهد ولس ته دا توفیق ورکړ چې د اشغالګرو غرور مات، د هغوی استدراجي تخنیک او ټیکنالوژي له خاورو سره خاورې او له غوڅ شکست سره یې مخامخ کړي.
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان ولس د ویاړمن جهاد او قربانیو په برکت اشغالګر بالاخره دې نتیجې ته ورسیدل چې په افغانستان کې بری نه شي ترلاسه کولای. نو ځکه یې د تیښتې لپاره د لارموندنې په موخه د مذاکراتو او تفاهم لاره غوره کړه، چې په دې توګه په قطر هیواد کې د اسلامي امارت د استازو او امریکایانو ترمنځ مذاکرات پیل شول. دې مذاکراتو په میاشتو میاشتو دوام وکړ، تر دې چې د حوت پر لسمه امریکایانو د اشغال د پای ته رسولو توافقنامه امضاء او خپل شکست یې رسما ومانه.
د حوت د لسمې واقعه زموږ په معاصر تاریخ کې داسې مثال لري لکه یوه پیړۍ پخوا چې د افغان ــ انګلیس دریم جنګ په لړ کې د افغان مجاهدینو له بریا وروسته د افغانستان د استازو او انګریز چارواکو تر منځ مذاکرات پیل شول، چې په ترڅ کې یې د ۱۲۹۸ لمریز کال د اسد په میاشت کې د افغانستان او برتانوي امپراطورۍ تر منځ یوه تاریخي موافقت نامه امضاء شوه. د هغې توافقنامې له مخې انګریزانو په افغانستان د دریم یرغل له ناکامۍ وروسته رسما خپل شکست ومانه او د افغانستان استقلال یې په رسمیت وپیژاند.
لکه څنګه چې زموږ ولس هر کال له انګریزي استعمار څخه د آزادۍ اخیستل لمانځي، بناء په کار دي چې له امریکایي اشغال څخه د هیواد د خپلواکۍ د وثیقې ترلاسه کولو ورځ هم زموږ په تقویم کې معتبر ځای ولري.
بناء دې ورځې ته باید په کمه ونه کتل شي، بلکې د امریکا پر خلاف د شل کلن جهاد د بریا، د باطل پر وړاندې د حق د کامیابۍ او فتحې د ورځې په حیث باید ولمانځل شي.
په داسې تاریخي ورځو کې باید د جهاد په لاره کې د ترسره شویو تکلیفونو، قربانیو، شهادتونو، هجرتونو، حماسو او د دښمن د جنایاتو یادونه راژوندي شي، تر څو مو نوی نسل پوه شي چې دغه اسلامي نظام، خپلواکي او استقلال مفت په لاس نه دي راغلي. بلکې د ترلاسه کولو لپاره یې په زرګونو ځوانانو خپلې وینې نذرانه کړې دي. دغه راز په دې ورځ باید د جهاد د بریا تر شا پراته عوامل وڅیړل شي او نوي نسل ته باید تفهیم شي چې د مسلمانانو عزت، سرلوړي او کامیابي په وحدت، خپل متحد صف ته ژمنتیا، د خپل شرعي امیر کامل اطاعت او د في سبیل الله جهاد په لاره کې د شریعت مسیر ته په کلک تعهد کې ده.
د حوت لسمه نه یوازې د افغانانو بلکې د ټولو مسلمانانو لپاره د ویاړ او افتخار ورځ ده، ځکه په دې ورځ د حق کلمه لوړه شوه، د ایمان بالله، توکل او جهاد في سبیل الله قوت نمایان شو، کفر او نړیوال طاغوت سرټیټی او په شکست محکوم شو. په دې ورځ پر کفر د اسلام غلبه یو ځل بیا ټولې نړۍ ولیدله او ثابته شوه چې د ایمان او عقیدې په وړاندې مادیت نه شي
ټینګیدلای. د حوت د لسمې ویاړ دې ټول مجاهد ملت، د سنګر قهرمانانو، د شهیدانو کورنیو، د جهاد د لارې معلولینو، زخمیانو، مهاجرینو، یتیمانو او ټول مؤمن ولس ته مبارک وي.
د اشغال پر وړاندې زموږ د ګلګون کفنو شهیدانو ارواح دې ښاد او یادونه دې تلپاتې وي.

زخمي افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *