لیکنېمقالی اوتبصرې

د حوت لسمه؛ د اشغال پر وړاندې د جهاد، پیل او بریا ورځ!

نن د حوت لسمه د افغانانو د دوه سترو او ویاړلو کارنامو ورځ ده، کابو ۲۳ کال وړاندې په همدې ورځ افغانانو په شاهي کوټ کې د امریکایي اشغال پر وړاندې د جهاد پیل د شهید اتل مولوي سیف الرحمن منصور تقبله الله په مشرۍ کې وکړ او بیا درې کاله وړاندې د حوت په لسمه دوحه کې اسلامي امارت د هماغه اشغالګرو سره د هغوی د ماتې او د افغانستان د آزادۍ تړون لاسلیک کړ.
افغانان په خپل تاریخ کې ډېرې لویې، ویاړلې او تاریخي ورځې لري، د حوت لسمه هم داسې یوه ورځ ده،چې له ځان سره لوی تاریخ او مخینه لري، په یاده ورځ که له یوه اړخه په شاهي کوټ کې د همدې زبر ځواک پر وړاندې د جهاد پیل وشو، بل لوری یې بیا خپله ماتې هم په همدې ورځ د تاریخ په زرینو پاڼو کې ثبت کړه او افغانانو د تاریخ یو بله او ستره بریا په خپل نوم کړه.
په افغانستان کې د امریکایي اشغالګرو پر وړاندې تعرضي مبارزه او جهاد هم د حوت پر لسمه د پکتیا ولایت د شاهي کوټ په دنګو غرونو کې پیل شو، د شاهي کوټ معرکې هغه وخت کفر او اشغالګرو ته وښودله،چې دلته قوي عزم، متینه اراده او د آزادۍ روحیه ژوندۍ ده، هغه معرکې دا ورته په ډاګه کړه چې دا ولس که هر څومره د مادي قوت له پلوه کمزوری دی؛ خو ایماني قوت یې لا هم په ولولو کې دی او د مبارزې پیل یې د کفر د ماتې په هیله و، چې الحمدلله عملي جامه یې شل کاله وروسته په هماغه لسم د حوت ورته واغوستل شوه. هغه وخت چې ټوله دنیا په دې تصور وه چې اسلامي امارت نور د ځمکې له مخې ورک شول، بیا به د افغانستان پر فضاء د یادې ډلې نوم وانه خیستل شي او یا هم دا تصور شتون لرلو،چې نور به د امریکا پر وړاندې دلته څوک ونه درېږي، ځکه امریکا د وخت یو آبر قدرت او د دنیا پر یوه پرمختللې ټیکنالوژۍ سمباله وه، خو هغه وخت د شاهي کوټ معرکې د کفر او دنیاوالو دا تصور له خاورو سره خاورې کړ او دغه معرکې وښودله چې د امریکا کامیابي دلته ناشونې ده.
د شل کلن جهاد، مبارزې، قربانیو او غښتلي قوي عزم او ارادې کفر دې ته مجبوره کړ،چې نور دلته د زور او جبر له خبرو تېر شي او وسله پر ځمکه کېږدي، نو د مذاکراتو مېز ته کېناستل او د حوت په لسمه د آزادۍ او د اشغال د ماتې تړون لاسلیک شو او افغانانو یو ځل بیا ویاړ او افتخار تر لاسه کړ.

م حماد شیرزاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *