ټولنه اوکلتور

د خبرو مفلسان

د خير د يوه عادي کار توفيق هم د الله تعالی له لوري وي او که د الله تعالی خوښه نه شي نو څوک د خير يو ګام

مولوی وقايت الله (وقار)
د خير د يوه عادي کار توفيق هم د الله تعالی له لوري وي او که د الله تعالی خوښه نه شي نو څوک د خير يو ګام هم پورته کولای نه شي.
ډېر خلک خوشبخته وي ځکه نورو ته ېې خير رسېږي او رښتيا هم د هغوی لپاره دا د خوښۍ لوی زېری دی چې خدای تعالی ورته د خپل مخلوق د خدمت وياړ وربښي او له همدې کبله خو رسول الله صلی الله عليه وسلم او اسلامي شريعت هماغه کس غوره ګڼي چې تر نورو ېې زيات د خير مصدر وي او خلک ترې د شر پر ځای د خير ډېره هيله لري.
زمونږ په خواره ټولنه کې ځينې خلک تش په نوم د بزرګۍ يو معيار دا ګڼي چې له خبرو بايد روژه ونيول شي او آن د حق خبره هم بايد د چوپوالي ښکار شي، دوی په حقيقت کې د ګونګې شيطانۍ په لور روان دي؛ خو خپل دا کار يو ډول نېکي ګڼي.
خواشيني داده چې دلته د خبرو روژه عبادت ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې د خبرو له روژې څخه اسلامي شريعت په صريحه توګه منع کړې ده او دا کار ېې د اسلامي ټولنې د پاشلتيا پر اساس حرام کړی دی.
په کار داده چې د خير د کار او وينا په وړاندې بهانې ونه لټول شي او هڅه وشي چې په څومره اندازه هم د نورو د نېکمرغۍ لامل کېدای شو، بايد دغه فرصت له لاسه ورنه کړو او همدا مونږ ته د دين پيغام دی او که په دقيقه توګه دين ته وګورو، دين به په هماغې نېکمرغۍ سره تعريف کړو چې لومړی د ځان نېکمرغه کول او بيا د نورو د نېکمرغۍ لپاره له هر ډول وړتيا استفاده بلل کېږي.
دلته زمونږ له منځه ځينو ته د خير او نېکمرغۍ ډېر مجالونه په ګوتو ورځي خو په دومره بې پروايۍ تعامل کوي او په لاأبالي شکل ېې هسې تېروي، ته وا دوی هيڅ متوجه نه دي او يا ددغه شېبو په اړه هيڅ مسؤليت ور تر غاړې نه دی.
که له دغه ډول خلکو پوښتنه وشي چې ولې د خير د وينا په ځای کې چوپ پاتې کېږي او آن د حکمتونو په رڼا کې بيا هم د خير خبره نه کوئ؛ نو د خپلې دغې ګناه لپاره به دلايل وايي او هڅه کوي چې نه يوازې دا چې ځان ملامته نه کړي، بلکې خپل دغه کار ته شرعي رنګ ورکړي او ځان د نورو له پوښتنې خلاص کړي.
په کار خو داده چې زمونږ غوندې له ستونزو ډکه ټولنه کې چې د خير د يوه عادي کار ګام هم څوک اخلي، بايد ښه تشويق شي او د خير په دغه عادي کار کې هم چې زمونږ څومره مرسته ممکنه وي، ورسره وشي، دا ځکه چې نور جهان که مونږ ته په مادي لحاظ پرمختللی ښکاري؛ نو هلته ددغه پرمختګ اساس د ډېرو عادي کسانو نه شروع شوی دی او بيا ېې تر نظام او چارواکو پورې رسېدلی دی، د استاذ محمد غزالي رحمه الله ښه وينا ده چې فساد له لوړ پوړو چارواکو پيل کېږي او په ولس پای ته رسي؛ خو اصلاح بيا له ولس او عادي وګړو شروع کېږي او تر لوړ پوړو چارواکو ځان رسوي. زمونږ د ټولنې په منځ کې ډېر خلک داسې شته چې د خير خبره ېې منل کېږي او دوی په داسې مقامونو کې دي چې که فقط خبره هم وکړي، کېدای شي يو لوی د خير انقلاب رامنځته کړي؛ نو ددغه ډول وګړو شرعي، عقلي او عرفي دنده داده چې بايد په خپل ځای کې د خير خبره وکړي، برابره خبره ده چې دغه د خير خبره د چا د تشويق په اړه وي، که څوک پکې توجيه کېږي او که مسقيما په چا باندې سالم نقد وي، دا هر څه په خپل ځای ځانګړی ارزښت لري او تر څو پورې چې په يوه ټولنه کې دا روحيه رامنځته نه شي چې د خبرو افلاس لکه د بې ځايه خبرو په څېر مذموم دی؛ نو ټولنه د پرمختګ پړاوونه نه شي وهلی.
هماغوی چې د ټولنې په بربادۍ پسې ېې راخيستې ده او په مادي او معنوي لحاظ ددې مظلوم ملت حقوق خوري، په جدول کې هغه هم شامل دی چې ملت پرې بې شمېره مصارف کړي دي، دی اوس کدر دی، ولې د خپل کدر قدر نه کوي او په زوره د ټولنې ددې دومره ناخوالو په وړاندې ځان ګونګ نيسي.
دغه ډول وګړي چې په ټولنه کې څومره ډېر شي، هومره د ټولنې د وروسته پاتې والي لامل ګرځي، ځکه دوی يوازې په خپله بزرګۍ بسنه کوي او اسلامي شريعت د فرد په نېکۍ سربېره د ټولې ټولنې په وړاندې او آن ددې ټولو کايناتو په اړه د مسلمان په مسؤليتونو غږېدلی، کله چې د فرد مسؤليت په خپله دايره کې نه راخلاصه کېږي؛ نو بيا نو د کايناتو په اړه د خبرو مفلسي هسې تش په نوم بزرګي او شيخي ده.
خدای تعالی دې ترې مونږ وساتي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *