لیکنېمقالی اوتبصرې

د خـدمت احـــساس

د ټولنې او ولسونو د خدمت احساس او مسئولیت هغه مقدسه او سپیڅلې دنده ده چې یو انسان یې د ولسونو د ښېګڼې او رفاء په موخه له الله پاک (ج) سره ژمنه کوي د مسلمانانو او ټولنې په چارو او امورو کې خپله ژمنتیا باندې وفادار او وړتیاوې د ولس پر واړندې وکاروي ښکیل او ژمن کس د و ګړو او ټولنې په منځ کې د سرلوړۍ او نیکنامۍ ځای مومي او پرګنو ته د امید وسیله او د الله پاک (ج) د رضایت سبب ګرځي که دغه مسئولیت په اخلاص او رښتینولۍ اجراء کړي د جنت مستحق به وي لکه څنګه چې د الله پاک (ج) د رضاء او قرب معیار تقواء ده دا رنګه ښایي په ولسونو او وګړو کې د افرادو د موفقیت معیار په خدمت پورې تړلی وي که دغه وجیبه د مراتبو په لحاظ لوړه وي په هغه اندازه یې مقام او ارزښت لوړ دي .دا خدمت دی چې د انسانانو سالار جوړ وي دا خدمت دی چې ټولنه جوړ وي او د ټولنې مخکښان ټاکي او دا به هم خدمت وي چې د شخصیتونو کردار لوړه وي که دا مسئولیت د ژوند د چارو په هره برخه کې مهیاء شي د تعلیم څخه نیولې تر دفتر او حکومتولئ پورې ملکي سکتور کې وي او که امارتي مسئولیت وي.هوکې دا خدمت به د چوکۍ ،رتبې ،امتیاز، قدرت او دبدبې په بناء نه وي ،بلکه ښه به دا وي چې د ولس ستونزو کړاوونو ته رسیده ګي او د حل لارې او هېواد والو ته د زخمونو د مرهم پټې وي، کوم چې ۴۳ کاله یې د تداوۍ په انتظار وو.د زمانې حوادث او بدلونونه د ژوند ملګري وي ،واکونه او مسئولیتونه تلونکي وي مګر خدمت او کار نامې د تل له پاره د یادګار په توګه د ولسونو په یادو او د تاریخ په اوږدو کې پاتې وي.
دلته د توقع او امید مخ هغه چاته اوړي چې د خدمت او ښیګڼې مرجع وي.د افغانستان د لرغونی تاریخ په اوږدو کې لوړ شخصیتونه او هستي ټولنې ته وړاندې کړي چې کار نامې د ستایلو او نوي نسل ته د ثبت وړ دي پخواني لوړ شخصیتونه موجوده نسل ته مشال او موجودیې راتلونکي نسل ته لارښود ګرځي .نن چې د اسلامي امارت مجاهدین د هېواد د سمبالښت او چارو واګې په لاس کې لري .دا څو الفاظ به د مدحې په بناء نه بلکې د احساس مسئولیت او خدمت ته د کلک عزم د پیرزوینې اهدا وي د افغانستان اسلامي امارت ټول مسئولین چار واکي او مجاهد ټیم ته که تیر شل کلن جهادي بهیر او مبارزې ته ځیر شو نو د علم په زیور پوښلي د دعوت او جهاد په ډګر اخلاص مند په ټولنیزو مناسباتو کې زړه سواند او د اخلاقو نمونه د حوادثو او جلنجونو سره اشناء د قوماندې او مسئولیت په میدان فعال ،جدي ،قاطع د ولسونو په متن کې را لوی په اسلامي روحیه روزل شوي د هېوادوالو له ستونزو نه خبر د ولس د عنعناتو او فرهنګي دود سره بلد اشخاصو او افرادو په توګه ، چې فعلاً د هېواد د ادارې په راس کې ولسونو ته د خادمانو په توګه مسولیت لري چې د اخلاقي تهذیب نه ډک په متقابل احترام او دیني ارزښتونو ولاړ خدمت ته د ژمنتیا تر څنګ هیود والو ته د موجوده فرصت نه په استفادې لکه څنګه چې د جهاد مبارزې او تورې په میدان کې خپلې کارنامې په پاک او صفا نیت د اسلامي امارت په چوپړ کې عملاً اجراء کړي ، په هماغه سپېڅلي هوډ او عزم د هیواد ساتنې د ټولنې په وړاندې د قلمي مبارزې د خدمت مصدر شي .منم چې د ټولنې خدمت کې ستړیاوې ستومانۍ مصروفیت او کورنۍ ستونزو ته د نه رسیدو لامل به وي خو د اسلامي ټولنې پر وړاندې دې مسؤولیت ته ژمنتیاء ایماني او دیني وجیبه ده.
– د زړه په مینه او اخلاص موجوده اسلامي نظام ته .
– هغو شهیدانو ته چې د خپلو سرونو او وینو په نظرانه کولو سپین کاروان فاتح کامیاب او هیواد والو ته یې د استقلال عزت ورکړ، د ارمانونو ساتنه
– هغه یتیمانو ته چې پلرونه یې قرباني او د پلار له شفقت نه محروم پاتې شول د شفقت غیږ پرانستل.- هغه غازیانو او مجاهدینو ته چې په خپلې ستړې ستومانې نه ډکې مبارزې یې دا هېواد د صلبیي تاړاک څخه آزاد کړ د حقوقو ساتنه .
– ددغې ټوټې خاورې استوګن ولسونو ته چاچې په شل کلن بهیر کې د مجاهدینو تجهیز، اباته او حفاظت کې همکار وو په هر بخش او رفاه عامه کې داسې خدمت څنګه چې د جهاد او مبارزې په دوران کې کړی و باید هماغسې صادقانه خدمت وکړي.
– افغانستان لکه څنګه چې د علم ،عرفان ،تمدن او برم زانګو پاتې شوې د نافع کابلي ، بستي، ملاعلی قاري امام سجستاني، جامي،امام رازی او ابوریحان البیروني او داسې نورو ټاټوبی وو د هغو د افکارو څخه الهام اخیستو د علماوو او منظمو دیني مدارسو په مرکز بدل .
– د سوچه اسلامي تعلیمي نصاب تهیه .
– مجاهدینو ته د خدمت او کاري زمینې برابرولو کې اسانتیاوې .
– یتیمانو ته دارالیتامونه او که ممکن وي دارلکفالې جوړول .
– د تخربي او صلیبي عناصرو نه اداره پاکه ساتل.
– او دعام ولس ستونزو ته په خپل اخلاقي کردار، ښه سلوک او د کلیوالو سیمو اړوند مسایلو څځه لیدنه ، لاس رسی او ددوی ستونزې د امکاناتو په صورت کې هوارول .
د همدې سپیڅلي هدف او ارمان د پوره کېدو په هیله

محمد عمر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *