دینې لیکنېلیکنې

د خوارجو وروستۍ پایله به څه وي ؟

عبدالرحیم راشد

د خوارجو عمده هدف په بشري او اسلامي نړۍ کي دا دی، چي د انسانیت او مسلمانیت سپېڅلي نوم په خپلو شومو اهدافو سره تک تور او منفور وګرځوي.
د دوی هڅه تل دا وي، چي داسي ناوړه اعمال ټولنه کي ترسره کړي، تر څو بشري ناخوالي رامنځته سي او د خلکو ترمنځ د نفاق، جلا والي، وحشت او بربریت منحوس زهر وشیندي.
خوارجو د اسلام په نوم هغه وحشتونه ترسره کړل، چي تر اوسه چا له دې سپېڅلي نوم څخه داسي ناوړه استفاده نه ده کړې، ځکه دوی ته کلاب النار یعني د اور سپي ویل سوي دي او وینه یې مباح ګرځول سوې ده.
خو لله الحمد د اسلام له پیل څخه چي د دوی ظهور سوی دی، تل ددې پاکي لاري د سرښندونکو لارویانو لخوا په سر ټکول سوي او جهنم ته ور ټېل وهل سوي دي.
که راسو خپل ګران هیواد افغانستان ته، وینو چي کله کلاب النار په یو کونج او کنار کي په خفیه توګه سر اوچت کړې وي، هغه ګړی د اتلو او ویښو شاه زلمو له خوا په سر وهل سوي او همداسي نېغ په ځمکه کي ښخ کړل سوي دي.
که ډېر لیري ولاړ نه سو، دا نژدو څو ورځو کي وینو چي ددې باطلي او جهنمي ډلي د ابوجهل او ابو لهب په شان مشران تر تېغ تېر سوي، ډېر ژر به خپله د دوی د تباهۍ او ختمېدو زېري انساني او مسلماني نړۍ ته څرګند سي.څه موده مخکي د افغانستان اسلامي امارت د ویښو او با مرامو استخباراتي ځواکونو او د صلاح الدین ایوبي رحمه الله د پیرویانو له خوا د کابل په کارته نو سیمه کي د کلاب النار د هند نیمي وچي مشر اعجاز امین اهنګر مردار او خپل ابدي کور جهنم ته د ابو جهل څنګ ته ولېږل سو، چي په وژلو سره یې د کلاب النار ډلي مرام ختم او د خاورو سره خاوري سو، چي زموږ اتلانو د بدر غزا زرین تاریخ یو ځل بیا تازه کړ، چي د خپل هیواد سره مو ګاونډیان ددې خبیثي څېرې له شومو موخو څخه وژغورل.
او په همدې توګه د تېرې یکشنبې په شپه (۱۴۴۴/۸/۴) د همدې ډلي عمومي عملیاتي او نظامي مسؤل قاري فاتح مردار او د جهنم کندي ته ور ټېل وهل سو. قاري فاتح چي په سیمه کي د ډېرو فتنه ایزو کارونو سرلاری او د مسلمانانو په پاکو او معصومو وینو یې لاسونه سره وو، چي مسجدونو، مدرسو، ښوونیزو مرکزونو او عامو بازارونو کي د زیاتو بریدونو مسؤلیت یې په غاړه و، د تل لپاره دا سپېڅلې خاوره ترې پاکه او د امیه بن خلف څنګ ته ولېږل سو.
په وروستیو کي په مختصرو ټکو وایم، چي نور د خوارجو نسل په ختمېدو دی او ریښې یې په وچېدو دي، ځکه دا ملت مهربان څښتن په داسي سرښندونکو شاه زلمو نازولی دی، چي په ځانونو یې خوب حرام کړی ، خو ملت ته یې د خوښۍ او نېکمرغۍ څخه ډک ژوند ورکړی دی.
رب عزوجل دي ددې ملت ټول خادمان په تلپاتو نعمتونو ونازوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *