افغانستان

د خوارجو پر يو پټنځای بريالي عمليات ترسره شول

کابل کې د خوارجو دوه جنګیالي د استخباراتو ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.
د المرصاد خبري سایت په حواله ویل شوي چې پرون (جمعه د ۱۴۴۴ کال د شوال میاشتې په ۱۵مه نېټه) د کابل ولایت اړوند د بګرامیو ولسوالۍ په بت خاک سیمه کې د اسلام دښمنه شریره عناصرو (داعشیانو) پر یوه پټنځای د استخباراتو د ځانګړو ځواکونو لخوا عملیات ترسره شول. یادو عملیاتو چې څو دقیقې یې دوام وکړ، د دوو تنو فتنه ګرو (داعشیانو) په وژل کېدو سره پای ته ورسېدل. په یادو عملیاتو کې د اسلامي امارت مجاهدیدینو ته هیېڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *