افغانستان

د خواف – هرات د وسپنې پټلۍ دویمې برخې تړون لاسلیک شو

شریعت: د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې د خواف – هرات وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دويمې برخې جوړولو تړون د ۵۳ میلیونه او ۱۵۴ ډالرو په ارزښت د ګاما ګروپ سره لاسلیک کړ.
دغه غونډه چې تېره پنجشنبه جوړه شوې وه، د افغانستان وسپنې پټلۍ ادارې رئيس ملا بخت الرحمن شرافت او «ګاما ګروپ» شرکت مشر ضياالرحمن فراهي، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د بېلابیلو وزارتونو مسؤلینو، د سفارتونو نمایندګانو او د رسنیو استازو پکې ګډون کړی و.
په نوموړې غونډه کې د وسپنې پټلۍ ادارې رئيس ملا بخت الرحمن شرافت وویل: د خواف – هرات د وسپنې پټلۍ افغانستان له ګاونډي هېواد ايران سره نښلوي چې څو کاله وړاندې یې د ۶۲ کیلو متره د وسپنې پټلي رغول شوې وه، چې دا مهال پرې انتقالات کیږي. ښاغلي شرافت زياته کړه چې د خواف – هرات وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دويمې برخې جوړولو تړون ۵۳ ميليونه او ۱۵۴ ډالر ارزښت لري چې د روسیې فدراتيف يې تخنيکي ملاتړ کوي. د هغه په وينا، دغه مهمه پروژه چې ۴۷ کيلومتره اوږدوالی لري او افغانستان د سيمې او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره نښلوي؛ چې چارې به يې د ۱۸ میاشتو څخه تر دوو کالونو پورې بشپړې شي. نوموړی وایي، چې د تړون له مخې به له رباط پريان څخه د سټېشن تر آخره پورې په دواړو غاړو کې به بوټي هم کېنول کېنول کېږي او سټېشن سره به نږدې يو جومات جوړېږي چې د ۳ سوه لمونځ کوونکو ظرفيت به ولري.
د وسپنې پټلۍ ادارې د رئيس په وینا، د خواف – هرات وسپنې پټلۍ چې له رباط پریان څخه پيل د هرات نړیوال هوايي ډګر او صنعتي ښارګوټي ته رسیږي، چې د دغه برخې په بشپړېدو سره به د خواف – هرات د سیمه‌ییز اتصال پروژه؛ افغانستان د ایران له مهمو سمندري بندرونو سره وصل کړي او د ترکیې هېواد د وسپنې پټلۍ شبکې له لارې به اروپا ته لار ومومي. پر دې سربېره به د افغانستان له خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګریزې راکړې – ورکړې د کچې لوړېدو لپاره هم زمینه برابره کړي.
د «ګاما ګروپ» شرکت مشر هم د خپل شرکت په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې هڅه به وکړي ياده پروژه په معياري ډول او ټاکلي وخت بشپړه کړي او په راتلونکي کې یې د نورې پانګونې ژمنه هم وکړه.
همداشان د هرات والي نور احمد اسلام‌جار، د ټرانسپورټ په برخه کې د وسپنې پټلۍ پر اقتصادي او ټولنيز ارزښت خبرې وکړې او د هرات د خلکو په استازيتوب يې د يادې پروژې د پلي کېدو په لاره کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او په ټولو داخلي او بهرنیو پانګوالو یې غږ وکړ چې په هېواد کې پانګونه وکړي.
همدارنګه ابراهیم پلنکینوف چې په روسیه کې د ګاما ګروپ بنسټګر دی وویل: خوښ یم چې افغانستان ته راغلی یم، د خواف – هرات د پروژې پرته نور اقتصادي پلانونه هم لرو او د افغان ملت ته یې د خوشبختۍ غوښتونکی یم.
د یادونې وړ ده، چې د دغه پروژې په جوړېدو سره به په فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې هم د وسپنې پټلۍ شبکې غځولو ته زمینه برابره شي.
سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *