اقتصاد او رغونه

د خواف-هرات ریل پټلۍ څلورمې برخي دویم فاز چارې پیل شوې

د هرات ځایي مسوولین وایي چې د خواف – هرات رېل پټلۍ څلورمې برخې دویم فاز چارې پیل شوي دي.
دغه فاز ۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري چې ټولټال لګښت یې ۵۳ میلیونه ډالره دی.
د خواف – هرات رېل پټلۍ چې افغانستان له ایران سره نښلوي د هېواد ټرانزیټي برخه کې یوه حیاتي پروژه شمېرل کېږي، چې د جوړولو چارې یې ګاما سهامي شرکت، دوه نور ترکي او روسي شرکتونه مخ ته وړي. ورته مهال د دې پروژې وروستۍ برخه د هرات د زنده جان ولسوالۍ اړوند رباط پریان له سیمې پیل او د هرات نړیوال هوایي ډګر او صنعتي ښارګوټي کې پای ته رسېږي. باید وویل شي، چې د خواف – هرات رېل پټلۍ پروژه له ستراتیژیک اړخه د افغانستان لپاره له ځانګړي ارزښته برخمنه ده. دغه پروژه به د افغانستان د سوداګرۍ کچې پر لوړېدو سربېره هرکال اروپا ته د چینایي توکو د صادراتو له درکه افغانستان ته د پام وړ عواید ولري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button