
د خوراکې توکو په نرخ کې دې ټېټوالی رامنځ ته شي
تښتیدلی اشغالګر هڅه کوي چې د اسلامي امارت په وړاندي ډول ډول ستونزې راپیدا کړي ترڅو د ستونزو په زیاتیدو سره د خلکو او اسلامي امارت ترمنځ واټن رامنځ ته شي. خو افغانان چې په تیرو شلو جګرییزو کلونو کې یې زیاتی ناخوالی ګاللی د اسلامی امارت څخه د کلک ملاټر ترڅنګ هڅه کوي چې د راپاتی شویو اقتصادي ستونزو په رغاونه کې برخه واخلي ترڅو هېوادوال د پردیو د احتیاج څخه وژغورل شي. له دي کبله په هېواد کې د ملی سوداګرو سوداګرییزو چارو له پاره اسانتیاوي رامنځ ته شوی او د هری ورځی په تیریدو سره په هېواد کې د خوراکي توکو زیاتوالي او په نرخونو کې په زړه پوري بدلون را په ګوته کوی چې په نیږدي راتلونکي کې به د هېواد اقتصادي بڼه پیاوړی او د وزګارتیا کچه به راټیټه شي.
منو چې اقتصادی ستونزی شتون لري خو هغه ډول چې نړیوال لاس وهونکی هېوادونه یې تبلیغوي نه دي ځکه د لاس وهونکو هېوادو لاس وهنه په دي و نه توانیده چې تر اوږد مهاله اقتصادي ستونزو ته لمن ووهي د اقتصادي پرمختګ مخه ډب کړي همدا وجهه ده چې ورځ تر بلي په اقتصادي خوځښت کي لاس ته راوړنی ور زیاتیږي او هېوادوال ډاډ تر لاسه کوي چې د دي وروسته به مافیاي کړۍ په دي برلاسی نه شي چې اقتصادي بحران له لاري د هېوادوالو په ژوند بده اغیزه وشندي.
هېوادوالو د نړیوالو ترڅنګ د مافیای کړیو اقتصادي لاس وهنی ولیدي چې د مختلفو لارو په لټون کې یې. د اقتصادي ستونزو د پراختیا له پاره د ډالرو په لوړوالي او قاچاق کې څومره هلې ځلې وکړی خو د اسلامي امارت په مناسب او وخت اقدام سره د اشغالګرو هېوادو اقتصادي لاس وهنه خنثی شوه او اقتصادي چاري د غوره مدیریت له مخې تنظیم شوي.
هېوادوال وینی چې د هري ورځي په تیریدو سره اقتصادي لاس ته راوړنی په زیاتیدو دي چې له امله یې په لومړنیو خوراکي توکو کې هم بدلون تر سترګو کیږي.
د ویلو ده چې هېوادوال په هېواد کې د ډالرو د ټیټیدو له امله خوښ ښکاري زیاتوی چې اسلامي امارت باید په بازارونو کې د نرخونو د کنترول برخی ته هم پام را وګرځوي ترڅو د خوراکي توکو په نرخونو کې هم ټیټوالی رامنځ ته شي. ځکه دالر د پخوا په پرتله د افغانیو په مقابل کې رالویدلي دي نو ښه به وي چې د هېواد ملي سوداګر هم د اسلامي امارت سره د نرخونو په کنترول کې عملی مرسته او برخه واخلي ترڅو نړیوالو او په ځانګړی توګه هغه هېوادونو ته ثابته شي چې افغانان د هر ډول ستونزو په زغملو سره د دي توان لري چې د خپل هېواد د اقتصادي پیاوړتیا له پاره نه ستړی کیدونکي هلي ځلي وکړي او د پردیو د احتیاج څخه ځانونه وژغوري. همدا اوس د لوي خدای(ج) په فضل او مرحمت د سیمی د هېوادو په پرتله زموږ په هېواد کې د خوراکي توکو بیې ټیتی شوي تمه ده چې د اسلامي امارت د روانو هڅو له کبله به چې د ګاونډیو هېوادو سره په سوداګریزو برخو کې د راکړي ورکړي له پاره لاري لټول کیږې زیاتی لاس ته رواړني په برخه شي.
متین