افغانستان

د خوست اوسېدونکي: جګړه ځپلي ښوونځي دې ورغول شي

د خوست د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د تېرو جګړو او طبیعي پېښو له امله په دغه ولایت کې د څه باندې سلو ښوونځو ودانۍ ویجاړې شوي او بیارغونې ته اړتیا لري. د مسوولینو په خبره په خوست کې ۱۰۰ ښوونځي هېڅ ودانۍ نه لري او نږدې ۲۰۰ نور یې بیا احاطې نه لري. د دغه ولایت زده کوونکي هم د ویجاړو شویو ښوونځیو د بیارغونې غوښتنه لري. د خوست د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۳۷۰ دولتي او شاوخوا ۱۳۰ خصوصي ښوونځي موجود دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *