افغانستان

د خوست صبریو کې د املوکو بڼونه جوړېږي

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ((ان،اې،سې)) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د صبرویو ولسوالی سورۍ پاڼ، فقیر ابا، کاریزو، سپینکي کوټ، ډنډفقیران، خالبیساط او چینې کلیو کې د املوکو بڼونو د ترویج او پرختیا په موخه د املوکو بڼونه جوړېږي.د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په یادو کلیو کې بزګرانو د سروې چارې بشپړ شوي دي او په نږدې راتلونکې کې به پر یادو بزګرانو د املوکو اصلاح شوي نیالګي ووېشل شي.ددې مرستې موخه د بزګرانو او بڼوالو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د املکو بڼونو ترویج او د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *