افغانستان

د خوړو نړيوال پروګرام له افغانانو سره د ۸۰۰ ميليونه ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي افغانستان د راتلونکو شپږو مياشتو لپاره په بېړنۍ توګه د اړمنو کسانو سره د مرستې په موخه ۸۰۰ ميلیونه ډالرو ته اړتيا لري. ياد پروګرام وايي که بشري مرستې دوام ونکړي سلګونه زره نور افغانان به د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړ شي.په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې ويلي وو، د ۲۰ میلیونو افغانانو د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دی، چې له دې ډلې شپږ میلیونه یې خوراکي توکو ته «بېړنۍ اړتیا» لري. د دغه سازمان په وينا، په افغانستان کې د ۳ اعشاریه ۲ میلیونو ماشومانو په ګډون څلور میلیونه کسان هم له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. په دې راپور کې د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۳ کال تر مارچ مياشتې پورې د افغانستان وضعیت څېړل شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *