افغانستان

د خوړو نړیوال سازمان له افغان کډوالو سره مرسته چارې ساتي

د خوړو نړیوال سازمان له پاکستانه له راستنو شویو ۲۸۰ زره کډوالو سره مرسته کړې ده.د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له پاکستانه ایستل شویو ۲۸۰ زره کډوالو سره یې نغدي او غیرې نغدي مرستې کړې دي.د خوړو نړیوال پروګرام دغه خبر په ایکس ټولنیزه پاڼه کې خپور کړی او لیکلي یې دي چې له پاکستانه له شړل شویو ۲۸۰ زره کډوالو سره یې مرسته کړې ده.د خوړو نړیوال پروګرام دا نه ده څرګنده کړې چې له افغانانو سره څومره مرستې شوې دي.دغه سازمان د ایستل شویو مهاجرو د وضعیت په اړه اندیښمن کړي او زیاته کړې یې ده چې ډیری مهاجر د اوسیدو ځای نه لري او نه پوهیږي چې ژمي به څنګه تیر کړي.په همدې حال کې له پاکستان څخه د بې اسنادو مهاجرو اخراج له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *